د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

طالبانو اعلان کړی چې د طبي پوهنځیو په اګزیټ ازموینو کې به یوازي نارینه ګډون وکړي


افغان قابلې او نرسانې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د امیندوارو ښځو اسناد ګوري. عکس ارشیف
افغان قابلې او نرسانې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د امیندوارو ښځو اسناد ګوري. عکس ارشیف

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینې ملي ادارې یو ځل بیا د نجونو له ګډون پرته د اګزیت ازموینې اخیستلو اعلان کړی دی. یو شمیر محرومې نجونې وايي، هر کال دې ازموینې ته تیارې نیسي خو بیا هم د ګډون موقع نه ورکول کیږي.

اګزیت ازموینه یو ځل بیا د نجونو له ګډون پرته، دا ازموینه چې د طبي پوهنځیو فارغانو ته د فعالیت اجازه ورکوي د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې ویلي، چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به یوازې له نارینه وو فارغانو واخیستل شي.

دغې ادارې پرون دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې چې پر خپله فیس بوک پاڼه یې خپره کړې ویلي چې "د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې پر بنسټ ټولو ذکورو داوطلبانو ته خبر ورکول کيږي چې ازموینه یې روان کال د جدي مياشتې په اوومه (۷) نيټه د جمعې په ورځ اخیستل کيږي."

خو ډیر جزیات یې نه دي ورکړي او ویلي چې د ازموینې دقیق مهالویش به وروسته اعلان شي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د طبي پوهنځیو له ښځینه فارغانو دا ازموینه نه ده اخیستل شوې، چې د طالبانو حکومت دا اقدام د دوی له غبرګونونو او انتقادنو سره مخامخ دی.

د ننګرهار له طب پوهنځې فارغې شوې شهلا ازادي راډيو ته وویل:

[اوه کاله مې طب پوهنځي ولوست، خو په ایګزیت ازموینه کې د ګډون اجازه نه راکول کیږي، دا ډېر د مایوسۍ حالت دی، کاش مې بیخي زده کړې نه وای کړی لږ ترلږه دومره وخت خو به مې نه ضایع کېده، اوس له دومره هڅو سره سره پایله یې بې نتیجې ده.]

د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي او دا هم د ننګرهار له طب پوهنځي فارغه شوې وايي طالبانو د دوی د اووه کاله زده کړو د ثمرې په ترلاسه کولو بندیز لګولی دی.

[هر کال د ایګزیټ ازموینې لپاره تیاری نیسو، خو دا دریم وار دی چې دا ازموینه ترسره کیږي موږ ته په کې د ګډون حق نه راکول کیږي، تر هغه وخته چې موږ دا ازموینه پر بریالیتوب سره ورنکړو موږ د فعالیت اجازه نه لرو یانې معاینه خانه نه شو خلاصولی، د ښځو په وړاندې د طالبانو د دښمنۍ پالیسي د دې لامل شوې چې ښځینه طبي متخصیصینو ته د فعالیت او د خدمت اجازه ورنکړل شي.]

د ایګزیټ ازموینه ،د لوړو زده کړو د طبي شورا له لوري د طب پوهنځي له هغه فارغو شویو محصلینو اخیستل کیږي چې د ستاژ یا په دولتي روغتون کې یې د عملي کار دوره بشپړه کړي وي، او د زده کړو سند یې د لوړو زده کړو د وزارت تایید کړي وي.

په دې ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته بریالیو ډاکترانو ته په ټولنه کې د فعالیت اجازه ورکول کیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې په داسې حال کې د طبي پوهنځي له فارغو نجونو پرته د ایګزیټ ازموینې د اخیستلو اعلان کړې چې تازه څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د طبي انسټیټوتونو دروازې هم وتړلې.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده.

تازه نن سې شنبه د بښنې نړیوال سازمان پر نجونو د نیمه روغتیايي زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې طالبان باید د جنسیت پر بنسټ د ښځو ځورونه ژر تر ژره ودروي.

دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي، دا د نجونو او ښځو لپاره په هېواد کې د زده کړو ترلاسه کولو وروستۍ پاتې لاره وه چې د طالبانو له خوا دا هم پرې وتړل شوه.

XS
SM
MD
LG