د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

امنیت شورا: د طالبانو فرمانونو ملیونونه ښځې او نجونې له روغتیايي خدماتو بې برخې کړي


امنیت شورا
امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ وویل چې دوی پرافغانستان د واکمنو طالبانو له خوا له طبي زده کړو څخه د ښځو د منع کولو وروستۍ پریکړې ژور اندیښمن کړي چې په نتیجه کې به یې په دې هیواد کې په ملیونونو ښځې او نجونې له روغتیایی خدمتونو څخه بې برخې شي.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې امنیت شورا پرون په یوه خوله یوپریکړه لیک تصویب کړ، چې پکې د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه مخ په زیاتیدونکې سرغړونې چې په ترڅ کې یې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه او ښځې هم له اقتصادي فرصتونو، عامه ژوند کې له فعال ګډون، تګ راتګ او نورو اساسي حقونو څخ بې برخې شوې، وغندلې.

د طالبانو چارواکو تراوسه په رسمي ډول هغه مخکیني راپورونه نه تایید او نه هم رد کړي چې وایي د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده تعلیمي ادارو ته امر کړی چې ښځې له طبي زده کړو څخه منع کړي.

په افغانستان کې، د ښځو او نجونو درملنه یوازې ښځینه ډاکټرانې او نورې روغتیاپالانې کولای شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تصویب شوي پریکړه لیک کې نه یوازې پر ښځو د طبي زده کړو د بندیز بلکې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د اګست د میاشتې پر قانون چې د ښځو حقونه لا محدودوي او هغوی نه پریږدي چې په عام محضرکې په لوړغږ خبرې وکړي، هم انتقاد وکړ.

پریکړه لیک همدارنګه د ملګروملتونو د کارپوهانو د ډلې ماموریت چې پر طالبانو د بندیزونه څارنه کوي، د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځواوه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې بیا پر افغانستان واکمنان شول خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګرو ملتونو ویلي، تر هغو پورې چې د ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه دوام ولري او ښځې ونه شي کولی په عامه ځایونو کې له نارینه محرم پرته راڅرګندې شي، تقریباً ناممکنه ده چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپیژندل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په تدریجي ډول نږدې د ژوند له ټولو برخو څخه د محرومیدو په حال کې دي.

د طالبانو حکومت د دې راپور تر چمتو کیدو پورې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه پریکړه لیک په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې له بشري حقونو په ځآنګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه انتقادونه رد کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت له مخې ښځوته ټول حقوق ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG