د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۶

ټاکل شوې د فرانسې صدراعظم میشل بارنيه نن رسما استعفا وکړي


د فرانسې صدراعظم میشل بارنيه
د فرانسې صدراعظم میشل بارنيه

د راپورونو له‌‌مخې ښاغلی بارنیه به نن سهار نهه بجې خپله استعفا ولسمشر امانویل ماکرون ته وړاندې کړي.

نوموړی وروسته تر دې رسما استعفا ته اړ شو، چې پرون له پارلمانه د باور رایي ترلاسه کولو کې ناکامه شو.

د ښاغلي بارنيه د استیضاح په غونډه کې چهارشنبه د سخت‌‌دریځي کیڼ اړخه او ښي اړخه ګوندونو استازي سره یوځای شوي وو.

د میشل بارنیه د مشرتابه خلاف هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې ده له رایې اچونې پرته د ځانګړي واک له لارې بودیجه وړاندې کړه.

په استیضاحیه غونډه کې له رایې ورکولو وروسته د سخت‌‌‌‌دریځو ښي اړخو ملي یون ګوند مارین ليپین د بارنیه بودیجه ''زهرجنه'' توصیف کړه او د سخت‌‌‌دریځو کیڼ اړخو مشر ژان لوک ملانشون بیا د بارنیه حکومت ړنګېدل ''حتمي'' وبلل.

د فرانسې له ټي‌ایف‌یو خبري شبکې سره د خبرو پرمهال مېرمن ليپین څرګنده کړه چې له‌‌‌دې پرته ''بله هيڅ چاره نه‌‌وه'' چې ښاغلی بارنیه له واکه ګوښه شي.

له‌‌دې سره د ځینو په باور د اروپا دوهم ستر اقتصادي ځواک له نور سیاسي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.

ولسمشر امانویل مکرون تقریبا درې میاشتې مخکې بارنيه د صدراعظم په توګه ټاکلی و.

د فرانسې د جمهوري ریاست مسوولینو ویلي دي چې، نن شپه به په خپله ولسمشر مکرون د تلوېزیون له لارې ولس ته وینا وکړي، دا وینا به په سیمه‌‌‌ییز وخت اته بجې وړاندې شي.

دا په څه باندې شپېتو کلونو کې لومړی ځل دی چې د فرانسې پارلمان د د باور رایي له لارې د دولت د سقوط سبب کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG