د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

د فرانسې پولیسو یو افغان د یوې حملې د طرحې په شک نیولی


فرانسوي پولیس د عملیاتو پر مهال
فرانسوي پولیس د عملیاتو پر مهال

د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالانو پرون وویل، پولیسو یو افغان چې، ۲۲ کلن دی او د امریکا په متحدو ایالتونو کې له خپل یوه هېوادوال سره په ارتباط کې و، د یوې حملې د طرحې په شک نیولی دی.

څارنوالانو په یوه بیان کې ویلي، دغه کس چې د سې شنبه په ورځ د فرانسې په جنوب لوېدیځ کې نیول شوی، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ تورن دی.

په فرانسه کې نیول شوی ۲۲ کلن افغان له خپل هغه ۲۷ کلن هېوادوال سره ارتباط درلود، چې په امریکا کې ونیول شو.

د نصیر احمد توحیدي په نوم دا کس تېره اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو په اوکلاهاما ایالت کې ونیول شو او په دې تورن شو چې غوښتل یې په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې حمله وکړي.

دې قضیې ته یوې نژدې سرچینې ویلي، په امریکا او فرانسه کې نیول شوي کسان وروڼه دي، خو فرانسوي څارنوالانو دا موضوع تایید کړې نه ده.

په امریکا کې د نصیر احمد توحیدي په نوم نیول شوي مشکوک کس د ټلګرام له لارې له هغه چا سره په ارتباط کې و چې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) د داعش لپاره د کسانو استخداموونکی بللی دی.

ارشیف: د ایف‌بي‌آی پولیس د عملیاتو پر مهال
ارشیف: د ایف‌بي‌آی پولیس د عملیاتو پر مهال

ویل شوي امریکايي چارواکو په دې اړه خپلو فرانسوي همکارانو ته خبرداری ورکړ چې دا کار په فرانسه کې د مشکوک کس په ګډون د دوو نورو کسانو، چې یو ۲۰ کلن او بل ۳۱ کلن دی، د نیولو سبب شو. د څارنوالانو په وینا، اصلي مشکوک کس په توقیف کې دی، خو دوه نور له نیول کېدو وروسته خوشې شول.

د امریکا د عدلیې وزارت د اکټوبر په اتمه وویل، ۲۷کلن نصیر احمد توحیدي د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف‌بي‌آی پولیسو ته په یوه بیان کې منلي چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه يې الهام اخیستی او د دغې ډلې په ملاتړ يې د ټاکنو په ورځ پلان درلود چې په اوکلاهوما ښار کې په ګڼه ګوڼه کې خلک په نښه کړي.

د پولیسو په خبره، توحیدي يې وروسته له هغه ونیوه چې اوتومات وسلې يې اخیستې وې او افغانستان ته يې د خپلو ماشومانو او مېرمنې د سفر لپاره یو اړخیز ټکټونه کړي وو.

که څه هم د عدلیې وزارت امریکا ته د دغې افغان د ور تګ په اړه جزییات خپاره کړي نه‌ دي، خو د راپورونو پر بنسټ توحیدي په ۲۰۲۱م کال کې د کډوالو په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و.

دا ویزه د امریکا له‌‌خوا هغو افغانانو ته ور کول کېږي چې په افغانستان کې يې د امریکا لپاره کار کړی وي.

XS
SM
MD
LG