د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د بيان د ازادۍ کور: افغانستان کې د خبريالانو او د رسنيو د وضعيت په اړه د يوناما راپور نيم‌ګړی دی


له ارشيفه د يوشمېر افغان خبريالانو انځور
له ارشيفه د يوشمېر افغان خبريالانو انځور

د افغانستان د بیان د ازادۍ کور د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هغه راپور نیم‌ګړی بللی، چې په‌‌‌دې هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خپور شوی دی.

د بیان ازادۍ کور په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د نومبر ۲۷مه) په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخوانی ټویټر) یې خپره کړې، ویلي دي چې، دا راپور نیم‌ګړی دی.

د ملګروملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې، د طالبانو د حکومت په درې کلنۍ موده کې د رسنیو وضعیت ارزوي.

یوناما ویلي چې، په‌‌دې موده کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د ۳۳۶ سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.

خو د افغانستان بیان د ازادۍ کور ټینګار کوي چې، په راپور کې وړاندې شوې شمېرې د هغه ترخو واقعیتونو په پرتله ډېرې کمې دي چې هره ورځ د افغانستان په رسنیز چاپيریال کې پېښېږي.

په اعلامیه کې راغلي، په تېرو درې کلونو کې له ۳۰۰ ډېرې رسنۍ تړل شوي، ۹۰سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او طالبانو د رسنیو لپاره ۲۱ سخت محدودیتونه وضع کړي دي. د دې بنسټ په وینا، دغه مهم موضوعات په راپور کې نه‌‌‌دي یاد شوي.

"موږ په ډېرې وېرې او ډار سره داسې خبرونه خپروو چې واقيعت وي، زه خپله د داسې نیونې شاهد وم
کابل کې يو خبريال

په همدې حال کې یوشمېر افغان خبریالان وایي، د طالبانو تر واک لاندې د معلوماتو رسونه سخته او ناشونې شوې ده.

له کابل څخه یو خبریال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌‌‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د خپل غږ د بدلولو په شرط يې ازادي راډیو ته ویلي: "موږ په ډېرې وېرې او ډار سره داسې خبرونه خپروو چې واقيعت وي، زه خپله د داسې نیونې شاهد وم، ځکه څه چې واقعیت دی ویلي مو دي. موږ ته خبرداري راکړل شو او ان استخباراتو ته وغوښتل شوو. مجبور شوو چې یوه پاڼه لاسلیک کړو. هغوی وویل که نور د بشري حقونو یا ښځو په اړه راپورونه ورکړئ او یا مو خپرونو کې زموږ واکمني تر سوال لاندې راولئ، جدي پایلې به یې ووینئ."

په همدې حال کې، له پروان ولايت نه یو سيمه‌ييز خبریال چې دا هم نه‌غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم یې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل: "د رسنیو کار ډېر ستونزمن شوی. که کار کوئ، نو باید د واکمنې ډلې په خوښه یې وکړئ. که نه، د ازادې خبر رسونې ترسره کول ډېر سخت دي. له همدې امله مې څو میاشتې مخکې د خبریالۍ دنده پرېښوده."

افغانستان کې د يو خصوصي ټلوېزيون ويانده
افغانستان کې د يو خصوصي ټلوېزيون ويانده

سره له‌‌دې چې طالبان تل د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ خبره کوي، د بیان د ازادۍ کور وایي چې، په ځینو ولایتونو کې طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر قوانین پر رسنیو تحمیل کړي دي.

دې قوانینو کې ژوندۍ خپرونې منع کول، د طالبانو د چارواکو لاسوهنه او د طالبانو په غونډو کې د کمرو پر وړلو محدودیتونه شامل دي.

دغه شان د بیان ازادۍ کور له‌‌‌دې امله هم په یوناما نیوکه کړې چې، د جلا وطنه افغان رسنیو رول یې نادیده نیولی، کوم چې د دوی په خبره د معلوماتو په خپرولو کې مهم رول لوبوي.

د بیان د ازادۍ کور له نړیوالې ټولنې، د رسنیو له ملاتړو ډلو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کړې چې، د افغانستان رسنیز ناورين ته جدي پام واړوي او په‌‌‌دې هېواد کې د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG