د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

پر خبریالانو او رسنیو د پرله‌پسې محدودیتونو دوام؛ طالبانو په پکتیا کې پر تصویر اخیستلو بندیز لګولی


ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان یا "اې‌جی‌ایس‌او" وایي، په پکتیا ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو پر خبریالانو په دغه ولایت کې په دولتي ادارو او رسمي ناستو کې له تصویر اخیستلو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو د پرله‌پسې محدودویتونو په دوام، د طالبانو حکومت دا ځل په پکتیا ولایت کې په دولتي ادارو کې عکاسۍ بندې کړي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان یا "اې‌جی‌ایس‌او" د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په پکتیا کې د طالبانو د حکومت والي ویلي چې خبریالان له دې وروسته په دولتي ادارو کې د تصویر اخیستلو اجازه نه لري.

ارشیف: طالبانو ښځینه خبریالانو ته ویلي چې د خبرونو وړاندې کولو پر مهال ماسک وکاروي.
ارشیف: طالبانو ښځینه خبریالانو ته ویلي چې د خبرونو وړاندې کولو پر مهال ماسک وکاروي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتي چې په دې اړوند نظر باندې دې بیا غور وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې تصویر اخیستل او د معلوماتو راټولول د ازادې او مسلکي خبریالۍ له اساسي څخه موادو دي او دا ډول تګلاره معلوماتو ته د خلکو لاسرسی تضمینوي او په ټکو یې د دولتي بنسټونو روڼوالي سره هم مرسته کوي.

د "اې‌جی‌ایس‌او" په ټکو، په افغانستان کې پر خبریالانو لګول شوي محدودیتونه نه یوازې د رسنیو پر کار اغېزې کوي، بلکې عمومي معلوماتو د لاسرسي په برخه کې هم ننګونې رامنځته کوي.

په پکتیا ولایت کې هم ځینې خبریالان دا موضوع تاییدوي او وایي چې د طالبانو د حکومت وروستي محدودیتونه به په ولایتونو کې د خبریالانو د بې کاره کېدو او ستونزو د زیاتېدو لامل شي.

په پکتیا کې یو خبریال وايي: د اسلامي امارت له‌خوا پر تصویر اخیستو بندیز واقعاً د اندېښنې وړ ده، ځکه که د رسنیو تصویر بندېږي د ډېرو خبریالانو د وزګاره کېدو لامل کېږي.

په دې ولایت کې یو خبریال چې په خبره یې امنیتي ستونزوه له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي او غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت له‌خوا پر تصویر اخیستو بندیز واقعاً د اندېښنې وړ ده، ځکه که د رسنیو تصویر بندېږي د ډېرو خبریالانو د وزګاره کېدو لامل کېږي، له اسلامي امارته زموږ هیله دا ده چې په دې اړه پام وکړي چې حد اقل دې برخه کې کاري زمینه له منځه ولاړه نه شي او خبریالان وکولای شئ خپلې دندې مخته یوسي."

هڅه وشوه چې په دې اړه په پکتیا ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست معلومات واخیستل شي، خو د دې ادارې د نشراتو امر ثواب جان اسلام‌یار د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان دوه ورځې وړاندې په هرات ولایت کې هم پر تصویر اخیستو د بندیز خبره کړې وه چې په خبره یې په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت چارواکو خبریالانو ته سپارښتنه کړې چې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د طالبانو چارواکو دې عکسونه نه اخلي.

په هرات ولایت کې یوې خبریالې چې دا هم د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې نوم او اصلي غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه هو په ځینو رسمي غونډو کې تصویر اخیستل بند شوي. موږ څو ورځې مخکې یوه برنامه درلوده چې ډېره مهمه وه، په دې برنامه کې موږ د تصویر اخیستلو اجازه رانه‌کړل شوه، وروسته د دې لپاره دا برنامه مهمه وه او موږ اړ وو چې باید پوښښ ورکړو، د یوې ادارې د یوه چارواکي په همغږۍ مو وکولای شول چې څو عکسونه تر لاسه کړو او د رسنیو همکارانو په نورو برخو کې ویډیوګانې واخلي، له بده مرغه دا څو ورځې کېږي چې دا بند شوي نه په کتبي ډول، خو عموماً چې چېرې ځو مونږ ته د تصویر اخیستو اجازه نه راکول کېږي."

ارشیف
ارشیف

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت په څو ولایتونو کې له دې ډلې ننګرهار، لغمان، تخار، هلمند، خوست، بادغیس، کندهار، میدان وردګو او څو نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجودات پر تصویر او فلم اخیستو بندیز لګولی دی.

د دې وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر څو موده مخکې د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د ژوندیو موجوداتو پر فلم او تصویر اخیستو بندیز به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلي کېږي، هغه موضوع چې د رسنیو د ګڼو ملاتړو بنسټونو او خبریالانو غبرګونونه یې هم راوپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG