د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

سياسي شنونکی جاوېد مومند د طالبانو له بنده خوشې شوی؛ کورنۍ يې رواني وضعيت ناسم بولي


د پوهنتون استاد جاوېد مومند
د پوهنتون استاد جاوېد مومند

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د سیاسي او مدني فعالانو د نیونې او ربړونې په دوام تازه د طالبانو حکومت د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی جاوېد مومند له یوه میاشتنې بند وروسته بېرته خوشې کړی دی.

د ښاغلي مومند یو نږدې خپلوان ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ومنله چې، نوموړی پرون پنج‌شنبه د (نومبر ۲۱مه) د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

"له خدایه دې وډار شي، کنه نو د ملامنصور او ملاعمر په‌‌څېر به دی هم يوه ورځ په خپله مخه لاړ شي."
توريالی همت

د سرچینې په خبره د نوموړي روحي او رواني حالت سم نه‌‌‌‌دی او تر نامعلومې مودې پورې هغه له رسنیو سره له خبرو کولو هم منع شوی دی.

جاوېد مومند څه باندې یو میاشت وړاندې د طالبانو له لوري د نا معلومو دلایلو له کبله ونیول شو.

هغه له بېلابېلو رسنیو سره پر ټولنیزو او سیاسي مسایلو تبصرې کولې او وخت ناوخت یې د ستونزو له کبله د ملامتۍ ګوته د طالبانو حکومت ته هم نیوله.

د طالبانو حکومت څه باندې درې اوونۍ وړاندې د سیاسي چارو بل شنونکی توریالی همت هم نیولی، چې برخلیک یې لا نه‌‌‌دی معلوم.

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي همت د کورنیو له غړو سره خبرې وکړو خو بریالی نه‌‌‌شولو، خو وړاندې د نوموړي د کورنیو یوشمېر غړو له ځینو رسنیو په خبرو کې د هغه نیول تايید کړي خو طالبانو یې په اړه څه نه‌دي ویلي.

توريالی همت له هغې وينا وروسته تر څار لاندې و، چې په يوې خپرونه کې یې د طالبانو پر مشر سختې نېوکې وکړې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌‌‌الله مجاهد په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌‌کړې.

د سیاسي چارو او ښځو د حقونو یوشمېر فعالان وايي، د طالبانو حکومت له لوري دا خپل‌‌سرې نیونې د اندېښنې وړ دي او زياتوي چې، د طالبانو حکومت په نیونو او شکنجو د خلکو غږ نه‌‌‌شي غلی کولی.

د ښځو د حقونو فعاله او پخوانی ډیپلوماټه شکریه بارکزۍ په‌دې اړه وايي: "ټولنه له وړاندې هم له دوی سره مله نه وه، خو د هرې ورځې په تېرېدو به خپله لاره بدلوي ځکه ظلم هیچاته د منلو نه‌‌‌دی او خلک هم نه‌‌‌غواړي چې نور مظلوم واقع شي."

شکريه بارکزۍ
شکريه بارکزۍ

دغه‌شان د ښځو د حقونو فعاله ماریا نوري بیا وايي: "د مدني او بشري حقونو فعالان د طالبانو له لوري د دا ډول غیر قانوني او خپل‌سرو نیونو په اړه جدي اندېښنه لري، د جاوید مومند نیونه چې اوس یې روحي او رواني حالت سم نه‌‌‌دی او د توریالی همت نامعلوم برخلیک دا ښيي چې طالبانو غواړي د خلکو غږ چپ کړي."

د دغو فعالانو په خبره د ټکنالوژۍ په اوسني پرمختللي دور کې په نیونو او شکنجو د خلکو غږ نه‌شي چپ کېدای او طالبان به هیڅکله په دا ډول اقداماتو د واقعیتونو د خپراوي مخه ونه‌‌‌شي نیولای.

د یادونې ده چې د طالبانو حکوکت تر اوسه لسګونه داسې کسان نيولي چې په ټلوېزيونونو او ټولنيزو رسنيو کې یې د دوی پر سیاستونو نيوکې کړي دي، چې یوشمېر بېرته خوشې شوي، خو ځينې لا هم د دوی په زندانونو کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG