افغانستان
يوناما د طالبانو د زندانونو د تنظيم له ادارې سره د خبرو اترو هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم ادارې سره د خبرو اترو هرکلی وکړ.
یوناما نن د (اکټوبر لسمه) په یوې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې او د دې ادارې د مشرې روزاتنبایوا له قوله ویلي: "د بشري حقونه څارنه او په اړه يې راپور ورکول د یوناما له مهمو دندو څخه ده."
هغې د طالبانو تر واک لاندې زندانونو په ځانګړې توګه ښځینه زندانونو ته د لاسرسي هرکلی کړی دی.
د اوتنبایوا په خبره، ټول زندانیان حقونه لري او باید دا ډاډ ترلاسه شي چې د دوی حقونه رعایت کېږي.
د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په وروستیو کې د یوناما او د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د پلچرخي زندان په ګډون چې له ۵ زرو ډېر کسان پهکې بندیان دي، د یوناما د لاسرسي په اړه خبرې اترې شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې، د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او سازمانونو په ځلونو په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، یوشمېر طالب چارواکي خپل شخصي زندانونه هم لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې حکومتونو تقریبا هر وخت اختر له سعودي عربستان سره په یوه ورځ کاوه، خو سږکال طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اختر وکړ.
د اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي، روغتیا پالانو خلکو ته لارښوونه کړې ده چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.
په کابل کې د انتاني روغتون مسوولینو تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د پروسږکال په پرتله په افغانستان کې له لسو تر پنځلسو فیصدو ډیرې شوې دي.
هغه څاروي چې د کانګو کنه په خپل پوست کې لري د هغه حیوان د حلالیدو پرمهال که د هغه له وینې سره د چا لاس تماس پیدا کړي، ممکن د کانګو په ناروغۍ اخته شي.
که د دې ناروغۍ درملنه په وخت ونه شي، وژونکې ده.
طالبان: په کابل کې مو وسلې نیولي

طالبان په کابل کې د یوشمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبره کوي.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه، ویلي دي د دوی د استخباراتو منسوبینو د کابل د یو ویشتمې ناحیې او د سروبي ولسوالي په مربوطاتو کې د دوو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان له یوشمیر وسلو او مهاتو سره نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې پنځه کلاشینکوفونه، له دوو شاژورونو سره، شپږ تومانچې له شپږو شاژورونو سره او یو امریکایي ډوله توغندی شامل دي.
طالبانو د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دې ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې دا کسان په کابل، که په سروبي کې توقیف شوې دي.
ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.
پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.
په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.
د عربستان په شمول اکثرو هېوادونو کې اختر دی؛ طالبانو سبا اختر اعلان کړی

نن د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر دی خو افغانستان کې د طالبانو حکومت سبا شنبه اختر اعلان کړی.
پرون د عرفې ورځ وه چې د افغان حاجیانو په شمول د نړۍ لکونو حاجیانو دا دیني مراسم پر ځای او د مزدلفې په لور روان شول.
له افغانستان څخه هم سږ کال دېرش زره کسان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
اختر داسې وخت راغلی چې اکثر افغان کورنۍ له بیوزلۍ کړېږي او وايي هېڅ چمتووالی یې نه دی نیولی.
د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې ګواښل شوي چې کار پریږدي

په کابل کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا پېښه تایید کړې ده.
د یوناما په بیان کې چې فرانسې خبري اژانس خپور کړی راغلي :« په کابل کې د ملګرو ملتونو ګڼې ښځینې کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا د هغوی د کار اړوند ګواښل شوي دي.»
بیان زیاته کړې چې دغو جدي ګواښونو ته په پام ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.
اکثرو دغو ښځو ته ګواښ شوی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
دا ښځې اوس د خپلو ادارو په سپارښتنه له کوره کار کوي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ډول ګواښونه جرم بولي او وايي چې پولیس یې په وړاندې اقدام کوي.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو په کار او تعلیم پراخ محدودیتونه لګولي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار منع کړې.
د ملګرو ملتونو ادارې هغه وخت هم له دې محدودیت مستثنی نه وې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: له خطر سره د مخ افغانانو انتقال ته ژمن یو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وایي، له هغو افغانانو سره متعهد پاته کیږي چې جرمنې ته د ورتګ ژمنه ورکړل شوې ده.
جرمني هغو افغانانو ته دغه هېواد ته د ورتګ ژمنه ورکړې چې د دوی د موندنو له مخې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.
له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان دا مهال په پاکستان کې دي او دا هغه کسان دي چې له وړاندې جرمني چارواکو ورسره د انتقال ژمنه کړې.
د جرمني رسنیو د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه د فدارال جرګې یا بوندسټاګ غونډې ته دا خبرې کړي، خو جرمني ته د دغه شمېر افغانانو د انتقال کره وخت یې نه دی یاد کړی.
په جرمني کې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو او بیا د نوي حکومت له اعلانېدو وروسته هم څو ځله سلګونه افغانان له اسلام اباد څخه په چارتر الوتکو کې دغه هېواد ته ولېږدول شول.
پاکستاني پولیسو افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې ویلي چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی.
په پاکستان کې میشتې د کډوالو د ملاتړ دغې کمیټې نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې بهروز له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخامخ دی.
معلومه نه ده چې پاکستاني پولیسو دغه خبریال ولې نیولی، خو تر دې وړاندې پاکستان کې له افغان کډوالو او هغو کسانو سره چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت ديره دي، ورته ناقانونه چلند شوی دی.
د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه افغان خبریالان دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت په پاکستان کې دیره شوي دي.
طالبان غواړي اروپا کې میشتو افغانانو ته د دوی قونسلي خدمتونه ممکن شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له ملګرو ملتونو غوښتي چې اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته دې د دوی د حکومت لاسرسی ممکن کړي.
متقي دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره په کتنه کې کړي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه ( د غبرګولې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د طالبانو حکومت اروپا میشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه برابر کړای شي، د کډوالو حقوقي مسلې به حل شي.
دا مهال په اروپا کې د افغانستان څو محدود سفارتونه او کنسلګرۍ له طالبانو سره تعامل لري، خو ګڼ شمېر نورو سفارتونو او استازولیو کې د پخواني حکومت ډيپلوماتان دي چې دغه تعامل ته چمتو نه دي.
دغې ستونزې په اروپا او امریکا کې میشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه ټکني کړي او افغانان یې سرګردانه کړي دي.
طالبانو مخکې اعلان کړی و چې اروپا کې له څو محدودو استازولیو پرته د نورو له خوا د پاسپورټ تمدید او نور جوړ شوي سندونه ورته د اعتبار وړ نه دي.
د خلیج هېوادونو شورا؛ طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي

د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.
دغې شورا د وزیرانو له ۱۶۴مه ناستې وروسته چې په کویت کې جوړه شوې وه، په یو بیان کې له طالبانو غوښتي چې افغانو ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي.
نژدې څلور کاله کیږي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو راګرځولي دي.
د خلیج هېوادونو په بیان کې د اقلیتونو د حقونو پر ملاتړ هم تاکید شوی دی.
د خلیج فارس هېوادونو له هغې ډلې عربي متحده امارات، بحرین، قطر، عربستان سعودي، عمان او کویت وړمه ورځ ناسته درلوده چې د بحث اجندا يې په سیمه کې امنیتي او بشردوستانه مسایل وو.
د دې هېوادونو په ګډ بیان کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
نن د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ده، ملګرو ملتونو د پلاستیکي کڅوړو د مصرف په مخنیوي تاکید کړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما وايي، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د پلاستیکي کڅوړو پاتې شونې په تدریجي ډول په زیاتیدو دي.
یوناما پرون چهارشنبې د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې فیس بوک پاڼې د چاپیریال ساتنې په موخه د پلاستیکي کڅوړو د مصرف پر مخنیوي تاکید کړی دی.
نن پنجشنبې د جون پنځه د چاپیرل ساتنې نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې راغلي، هر کال په نړۍ کې څه باندې ۴۰۰ میلیونه پلاستیکي کڅوړې تولیدیږي چې سمې نیمې يې د یو ځل مصرف لپاره ډیزاین شوي دي.
د دې سازمان په خبره، تخمین کیږي چې هرکال شاخواو یولس میلیونه پلاستیکي کڅوړې سنیدونو او وړو رودونه ته اچول کیږي.