د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

یو شمېر افغانان: له افغانستانه د تللیو هندوانو او سېکهانو تشه احساسېږي، هیله‌من یو چې بېرته راستانه شي


افغان سکهان
افغان سکهان

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته ډېرى افغان هندوان او سېکان له دغه هېواده وتلي، تشه یې احساسېږي او هیله‌من دي چې یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د کابل د کارته پروان اوسېدونکى ذبيح‌الله وايي، له افغان هندوانو او سېکانو سره د ښه ګاونډیتوب خوږې خاطرې لري.

هغه وویل: "ټول سره ورونه يو، موږ ښه خاطره ځنې لرو، په کارته پروان کې مو ګاونډيان وو، په ورځني ژوند کې يې خلکو سره ښې معاملې درلودې."

افغان هندودان او سېکان په افغانستان کې په بېلابېلو کارونو، ډېر د درملو په سوداګرۍ، صرافۍ، بزازۍ، عطارۍ او یوناني طبابت بوخت وو.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى محمداصف وايي، په یاد ولایت کې یې له مېشتو افغان سېکانو د یوناني طبابت په برخه کې ښې مشورې ترلاسه کړي دي.

هغه وايي: "تل يې خلکو سره ښه کول، هيچاته يې ازار نه دى رسولى، ټولو ته يې ګټه رسېدلې، په تېره د يوناني طب برخه کې کله کله به ورتلم، ښې مشورې مې ترې اخيستې."

د کابل اوسېدونکى احسان‌الله هم ترې خاطره لري.

هغه وايي: "موټر ته مې يو ورځ یو سېک ورور را جګ کړ، غوښتل يې چېرته لاړ شي، ټوله لار يې ډېرې خوږې خبرې کولې، تر منزله مې چې ورساوه ډېر خوشاله وو، په ډېره ښه لهجه يې تشکري وکړه، دا چې زما موټر ټکسي نه وه، خو بيا يې هم ټينګار کاوه چې پيسې راکړي."

دا چې دا مهال په افغانستان کې په کوم شمېر افغان هندوان او سېکان ژوند کوي هڅه وشوه چې د دوی استازي او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل شي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ، له کورنیو جګړو مخکې په افغانستان کې تر یو لکو پورې افغان هندوان او سېکان اوسېدل، خو شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمېسیون ویلي وو چې اوس یوازې شپږ کسان پاتې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت افغان هندوانو او سېکانو ته افغانستان کې د پاتې کېدو او د خپل مذهب د پلي کولو د حق ډاډ ورکړی و، خو په وروستیو کې له دغه هېواده د دوی د وتلو مهم لامل نه خوندیتوب او پر عبادت ځایونو یې بریدونه ګڼل شوي دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل په کارته پروان کې د دوی پر یو مذهبي ځای "ګوردوارې" وسله‌والو کسانو برید وکړ چې هغه مهال د دوی استازو ازادي راډیو ته ویلي وو، د مذهبي مراسمو ځای ته‌یې زیان اوښتی دی.

د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۸مه په کابل کې د افغان سېکانو او هندواو په ګوردوارې د شوي حملې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۸مه په کابل کې د افغان سېکانو او هندواو په ګوردوارې د شوي حملې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې بیا په همدغه مذهبي ځای "ګوردوارې" داعش وسله‌والې ډلې برید وکړ چې هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د یو طالب په ګډون دوه کسان په کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپیان شول.

تېر جمهوري نظام کې هم د کابل په شور بازار او د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې پر افغان هندوانو او سېکانو خونړي بریدونه شوي وو چې لسګونو دوی ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG