د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

هيلوټرسټ: افغانستان کې اوس هم له ۶۵کيلومتره مربع ډېره ځمکه کې ماينونه شته


په بامیان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې کارکوونکي د ماین پاکولو پر مهال. June 25 2021
په بامیان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې کارکوونکي د ماین پاکولو پر مهال. June 25 2021

د هیلوټرسټ په نوم د ماین‌پاکۍ یوه مؤسسه وايي، چې لاهم د افغانستان له ۶۵ کیلو متره مربع ډېره ځمکه کې ماینونه شته.

د هیلو‌ټرسټ په نوم د ماین‌‌پاکۍ بريتانوي مؤسسه وايي، افغانستان د نړۍ د هغه څلورو هېوادونو په ډله کې دی چې لا هم په‌‌‌کې د ځمکې لاندې ماینونو خطر موجود دی.

دغې مؤسسې په خپل تازه راپور کې چې پرون دوشنبه د نومبر ۱۱مه یې خپور کړی ویلي چې، اوس‌مهال په افغانستان کې په ماینونو د پوښلې ځمکې اندازه له ۶۵ کیلومتره مربع زیاته ده، په‌‌‌داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۲ کال کې ۵۳ کیلو متره مربع راپور شوې وه.

په راپور کې راغلي دي چې، دغه اندازه ځمکه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې په ماینونو ککړه ده چې د ملکي وګړو په وړاندې دوامداره خطر په ګوته کوي.

هیلو‌‌ټرسټ ویلي، د نړۍ ۶۰ هېوادونه هم د ځمکنيو ماینونو له خطرونو اغېزمن دي او د افغانستان نوم د څلورو ډېرو زیانګالو هېوادونو په ډله کې دی.

عراق، کمبوډیا او اوکراین نور هغه ډېر زیان‌ګالي هېوادونه یاد شوي چې، ناوچاوده ماینونه په‌‌کې شته او د خلکو ژوند ګواښي.

په راپور کې دا هم راغلي، تر کومه چې د افغانستان ځمکه له ناچاوده مهماتو څخه پاکه نه‌‌شي ستونزمنه ده چې زرګونه بې‌‌ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ستنې شي.

"زه نه‌‌شم کولای چې کار وکم، دا پلاستیکي پښه یې راته ایښې ده، زه ورسره ډېر په تکلیف یم، کار ورسره نه‌‌شم کولای
د ننګرهار اوسېدونکی، مزمل

په راپور کې د هیلوټرسټ مؤسسې د اجراییه مشر جیمز کووان له قوله راغلي دي چې، افغانستان د جګړې اوږده مخینه لري او بېلابېلو لوریو د ځانونو د خوندیتوب لپاره د ناچاوده مهماتو څخه استفاده کړې ده.

نوموړي دا هم ویلي، تر هغه وخته چې په افغانستان کې ماینونو خطر په بشپړ ډول له‌منځه لاړ نه‌‌شي زرګونه ملکیان به په ویره او اندېښنه کې ژوند کوي.

که څه هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، په جګړه کې د ماینونو ځای پر ځای کول جنګي جنایت شمېرل کېږي، خو ښکاري په افغانستان کې په جګړه کې ښکېلو لوریو دا اصل نه‌دی مراعت کړی.

تر ډېره د دې ډول پېښو قربانیان ملکي وګړي وو.

یوشمېر دوی وايي، له کلونو تېرېدو وروسته لا هم په خپل ژوند کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د ننګرهار اوسېدونکی مزمل چې پنځه کاله وړاندې یې په ماین چاودنه کې یوه پښه پرې شوې ازادي راډيو ته وویل: "زه نه‌‌شم کولای چې کار وکم، دا پلاستیکي پښه یې راته ایښې ده، زه ورسره ډېر په تکلیف یم، کار ورسره نه‌‌شم کولای، په افغانستان کې اوس هم ناچاوده ماینونه شته، له نړیوالو غواړم چې د افغانستان کومو سیمو کې چې ماینونه شته دا سیمې له ماینونو پاکې کړي تر څو نور خلک زموږ په‌څېر نه‌شي."

ارشيف
ارشيف

د هلمند ولایت اوسېدونکی محمد اغا چې لس کاله مخکې يې ماین چاودنې دواړه پښې او یو لاس یې ترې اخیستي ازادي راډيو ته وویل: "زما خو لسم کال دی، دواړه پېښې او یو لاس مې د ماین چاودنې کې له‌منځه تللي دي، یو خواته هم نه‌‌‌شم تللی، بس یو څوک پیدا کم یوې خوا او بلې خوا مې وړي، زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی هیڅوک نه‌‌‌لرم چې مرسته راسره وکړي."

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې، تېر کال د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په راپور کې ویلي وو چې، د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې دوه په دریېمه کې یې ناچاودېدلي توکي او ماینونه شته او هره میاشت ۶۰ تنه چې ډېر یې ماشومان دي، د دې ناچاوده توکو او ماینونو له امله وژل کېږي یا هم معلولېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG