د لاسرسۍ وړ لېنکونه
تازه خبر
سه شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۰
سره صليب نړيواله کمېټه: چاودېدونکي توکي او ماينونه د افغانانو لپاره جدي ګواښ دی
ارشيف
ارشيف
دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د روان میلادي کال له پیله په دې برخه کې قربانیان زیات شوي چې ۸۵ سلنه یې ملکي وکړي دي.
د قدوس چې کیڼ لاس او پښه فلج دي ازادي راډيو ته وویل، پنځه کاله وړاندې انګليسي کورس ته پر لاره د یو پخواني ماین د چاودنې له امله سخت ټپي شو.
د خوست ولایت د نادر شاه ګوټ ولسوالۍ اوسیدونکی قدوس چې ۳۰ کاله یې عمر دی وايي، ماین د تېرو وختونو نه دلته پاتې شوی و.
د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یې د بدن کیڼ برخه سر، لاس او پښه سخت ټپي شوه چې په لومړیو کې ډاکټرانو ورته د ښه کېدو ویلي و خو وروسته یې پایله دا شوه چې د بدن یو خوا یې فلج شوه.
"انګلیسي کورس ته په لاره روان وم چې دغه چاودنه راباندې وشوه"
نوموړی وايي: "انګلیسي کورس ته په لاره روان وم چې دغه چاودنه راباندې وشوه، هیله مې دا ده چې پوهنتون د ویلو لپاره پیسې پيدا کړم، کمپیوټر واخلم، واده وکړم ددې لپاره چې لیاقت لرم الحمدالله، په انګليسي، اوردو، فارسي او پښتو خبرې کولای شم خو د ناچارۍ او دا چې فلج یم داسې پاتې یم."
ماينونه افغانستان کې له جدي ګواښونو ګڼل کېږي. انځور - ارشيف
قدوس په معیوب ځان اوس مهال د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د انجینرۍ پوهنځې دریم کال محصل دی.
خو دا یوازې قدوس نه‌دی ښايي د ده په څېر په زرګونه نور کسان هم وي چې له ورته او یا هم له دې سخت حالت سره مخ وي.
له بلې خوا بیا د سره صلیب نړېوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې ماینونو او ناچاودلې وسلو شتون ته جدي اندېښنه ښودلې.
دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله تر ۹۰۰ ډېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې په دې کې ۴۰ سلنه ماشومان دي.
یادې کمېټې وړاندې لیکلي چې په وړاندې شویو شمېرو کې د سلنې په اساس په ټولیز ډول ۸۵ سلنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغې کمېټې په افغانستان کې ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو لپاره جدي ګواښ یاد کړی او ویلي دي چې، د جنورۍ راهیسې د دې وسلو له امله د ټپیانو او مړینو په برخه کې زیاتوالی راغلی.
د سره صلیب نړېوالې کمېټې (ICRC) په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې او په ټینګار سره ویلي چې، د خلکو خوندیتوب په دې برخه کې اړین دی.
له دې وړاندې بیا په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره د کافي بودیجې نشتوالي په اړه هم اندېښنې مطرح شوې وې.
ازادي راډیو درې میاشتو وړاندې په یو راپور کې له رويټرز خبري اژانس له قوله لیکلي و، د طالبانو د حکومت د ماین پاکۍ اړوندې ادارې چارواکو دغه اژانس ته ویلي و چې، خپله درې میلیونه ډالرهبودیجه یې له لاسه ورکړې او مجبوره شوي چې ۱۲۰ تنه کارکوونکي ځواب کړي.
يو ماين پاک - ارشيف
يو ماين پاک - ارشيف
رویټرز هغه مهال لیکلي و د بودیجې نشتوالی د یوه هېواد لپاره چې څلوېښت کاله یې جګړه تېره کړې او په ماینونو پوښلی خورا ګران پرېوځي.
د همدغه اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د کډوالو شورا یوه له هغو بشرپالو ادارو ده چې په افغانستان د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی مخته وړي او د ماین پاکۍ اړوندو ادارو سره همکاري کوي.
د دې شورا سکرتر جنرالې (شارلوت سلینټې) ویلي و، ماینونو او ناچاوده توکو افغانانو ته لوی ګواښ پېښ کړی.
له دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف سږ کال مارچ کې اعلان کړی و چې، په اوه میاشتو کې درې سوه ماشومان د ماین په چاودنو کې یا وژل شوي یا یې لاس او پښې پرې شوي.
انځوریزه ټولګه: د جګړې میراث؛ په افغانستان کې ځمکني ماینونه
د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر اساس افغانستان کې هره مياشت ۱۵۰ تنه د ماين په چاودنو کې وژل کېږي.
1/12 د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر اساس افغانستان کې هره مياشت ۱۵۰ تنه د ماين په چاودنو کې وژل کېږي.
د ماين په هر ۱۰ قربانيانو کې اته‌یې ماشومان وي چې سهواً د هغو ماينونو سره چې د لوبو شيانو سره ورته‌والی لري، مخ کېږي.
اته کلن ادريس يو له دغه قربانيانو څخه دی چې اوس دا زده کوي چې څه ډول په هغه مصنوعي پښه چې کابل کې د سره صليب له‌خوا ورته جوړه شوې ده، وګرځي.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
له ۱۹۸۸ زېږديز کال راهیسې ۴۱،۰۰۰ افغانان د ماينونو او ناچاوده توکو له امله مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ماينونو سره د مبارزې ادارې د راپور پر بنسټ د يادو قربانيانو له دوه پر درېیمې برخې ډېر یې ماشومان دي.
2/12 ۱۷ کلن احمد ضيا کابل کې د سره صليب د مؤظف ډاکتر له‌خوا معاينه کېږي. د احمد ضيا يوه پښه د ماين په چاودنه کې پرې شوې ده.
له ۱۹۸۸ زېږديز کال راهیسې ۴۱،۰۰۰ افغانان د ماينونو او ناچاوده توکو له امله مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ماينونو سره د مبارزې ادارې د راپور پر بنسټ د يادو قربانيانو له دوه پر درېیمې برخې ډېر یې ماشومان دي.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
3/12  امان‌الله ۲۵ کلن دی، نوموړی چې کابل کې د سره صليب په يوه روغتيايي مرکز کې تر درملنې لاندې دی، پښه‌يې په هلمند ولايت کې ماين چاودنې پرې کړې ده
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
4/12 ۳۴ کلن محمد ظاهر (منځ کې ولاړ کس) چې دواړه پښې يې کندهار ولايت کې د ماين په چاودنه کې پرې شوي، اوس‌مهال په مصنوعي پښو د تګ تمرين کوي.
د دې مرکز ډېری کارکوونکي داسې کسان دي چې د بدن ځيني غړي يې پرې شوي، خو اوس زده‌کړه ورکول شوې ترڅو نورو ته په مصنوعي پښو تګ وروښیي.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
۳۰ کلنه صدره چې په بدخشان ولايت کې يې د ماين په چاودنه کې پښه پرې شوې ده
5/12 ۳۰ کلنه صدره چې په بدخشان ولايت کې يې د ماين په چاودنه کې پښه پرې شوې ده
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
يو ځوان کابل ښار ته څېرمه د «قفس کلي» کې ماشومانو ته د ماينونو په اړه تصويرونه ورښیي.
د ډنمارک د مهاجرينو د شورا مسؤل چارلت سلنت چې د همدې پروګرام څارنه کوي، روېټرز ته ويلي: "زموږ د بنسټيزو بشري پروګرامونو څخه یو لویانو او ماشومانو ته روزنه ورکول دي ترڅو هغوی د ماينونو له خطرونو او ګواښونو خبر کړو او دوی ته ور زده کړو چې نا اشنا څیزونو سره څه ډول چلند وشي او څه ډول د هغوی له ګواښونو او خطرونو ځانونه خوندي وساتو."
6/12 يو ځوان کابل ښار ته څېرمه د «قفس کلي» کې ماشومانو ته د ماينونو په اړه تصويرونه ورښیي.
د ډنمارک د مهاجرينو د شورا مسؤل چارلت سلنت چې د همدې پروګرام څارنه کوي، روېټرز ته ويلي: "زموږ د بنسټيزو بشري پروګرامونو څخه یو لویانو او ماشومانو ته روزنه ورکول دي ترڅو هغوی د ماينونو له خطرونو او ګواښونو خبر کړو او دوی ته ور زده کړو چې نا اشنا څیزونو سره څه ډول چلند وشي او څه ډول د هغوی له ګواښونو او خطرونو ځانونه خوندي وساتو."
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
7/12 په يوه ټولګي کې ماشومان د نا چاوده توکو او ماينونو انځورونه او دغه‌راز د چاودېدونکو توکو په اړه د خبردارۍ ورکونې انځورونه ویني
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
د ډنمارک د مهاجرينو شورا د ماين پاکۍ کارکوونکي د کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو په لټه کې دي.
8/12 د ډنمارک د مهاجرينو شورا د ماين پاکۍ کارکوونکي د کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو په لټه کې دي.
د ماين د شنډولو يو مسؤل سلنت وويل: "افغانستان کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو شتون يوه لويه ستونزه ده. افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر ماينونه په‌کې خښ شوي دي."
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
کابل کې د ماين پاکۍ يو کارکوونکی د ناچاوده توکو د پيدا کولو هڅه کوي
9/12 کابل کې د ماين پاکۍ يو کارکوونکی د ناچاوده توکو د پيدا کولو هڅه کوي
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
د ماین پاکۍ کارکوونکي مخکې له دې چې نورې سیمې وپلټي، دې ماین ته له لیرې واټن څخه د کېبل په وسیله چاودنه ورکوي.
10/12 یوه سره نښه هغې سیمې ته نږدې لګول شوې چې د پرسونل ضد روسي ماین په‌کې ځای پر ځای شوی دی.
د ماین پاکۍ کارکوونکي مخکې له دې چې نورې سیمې وپلټي، دې ماین ته له لیرې واټن څخه د کېبل په وسیله چاودنه ورکوي.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
کابل کې د يوه موندل شوي ماين چاودنې صحنه
11/12 کابل کې د يوه موندل شوي ماين چاودنې صحنه
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
د کابل په یوه برخه کې د ماین پاکۍ یو مسؤل له ماینونو یوه ډکه سیمه پلټي.
12/12 د کابل په یوه برخه کې د ماین پاکۍ یو مسؤل له ماینونو یوه ډکه سیمه پلټي.
سره له دې چې سلګونه ماینونه او چاودېدونکي توکي له‌منځه وړل شوي، خو لا هم اړتیا ده چې له ماینونو ډکې لسګونه زره متر مربع ځمکې وپلټل شي.
له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د طالبانو بیا واکمني کولای شي له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې د ماین پاکۍ په هدف په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې مخکې د جګړې له امله ورته لاسرسی شونی نه‌و.
Previous slide
Next slide
• 16x9 Image
محمد خاطر پردېس
محمد خاطر پردېس (Mohammad Khater Pardes) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG