د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

په پاریس کې یو پېرودونکي د یو میلیون ډالرو څخه په زیات ارزښت د افغاني زعفرانو غوښته کړې


ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي زعفران
ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي زعفران

د متحده‌ایالاتو نړیواله پراختيايي اداره یا "یوایس‌آی‌‌ډي" وایي، د پاريس د ۲۰۲۴م کال په نندارتون کې یو پېرودونکي په کلني ډول د یو میلیون ډالرو څخه په زیات ارزښت د افغاني زعفرانو غوښته کړې ده.

دغه اداره وایي چې زعفران د افغانستان لپاره په نړيوال بازار کې د سیالۍ وړ ګټه ده او په نړیوالو نندارتونونو کې يې د لویو پېرودونکو پام ځان ته رااړولى دى.

د ذایقې نړیوال انستېتیوت په بلجیم کې د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې د هرات زعفرانو د غوره کیفیت له امله په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.
د ذایقې نړیوال انستېتیوت په بلجیم کې د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې د هرات زعفرانو د غوره کیفیت له امله په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

"یوایس‌آی‌‌ډي" د نومبر په څلورمه په خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د پاریس نندارتون کې یو پېرودونکي په کلني ډول د یو میلیون او اویا زره ډالرو په ارزښت د افغاني زعفرانو غوښته کړې ده.

په دوام کې یادونه شوې چې دغه پېرودونکی به هر کال ۶۰۰ کیلو ګرامه افغان زعفران پېري چې د دې ادارې په وینا دا کار به په نړيوال بازار کې د افغانستان د زعفرانو ځاى لا لوړ کړي او د هېواد په اقتصاد او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د متحده‌ایالاتو دې نړیوالې پراختیايي ادارې زیاته کړې چې دا ستراتیژیک ملاتړ د افغانستان زعفرانو د پاریس د ۲۰۲۴م کال په نندارتون کې ترلاسه کړې دی.

محمد ابراهیم عادل د هرات ولایت د زعفران کرونکو د ټولنې مشر په کلني ډول د افغانستان د زعفرانو د ۶۰۰ کیلو ګرامه پېرودلو د غوښتنې په اړه ازادي راډيو ته وويل: "له دې ستر تړون سره به نور زعفران له بزګرانو سره پاتې نه‌شي او په لوړ قیمت به وپلورل شي."

ارشیف: په هرات کې د زعفرانو کروندې
ارشیف: په هرات کې د زعفرانو کروندې

خو خیرالله، چې په هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د زعفرانو په کرلو بوخت دی، وایي چې اوسمهال د زعفرانو قیمتونه راټیټ شوي دي.

هغه وايي: "خوشبختانه اوس د زعفرانو د حاصلاتو وخت رارسېدلی، مګر له بده مرغه بیې یې ډېرې ټیټې شوي دي. پخوا یو کیلو زعفران ۱۲۵زره و، خو اوس ۷۰زره ته راټیټ شوی. موږ له ادارو غوښتنه کوو چې همکاري وکړي څو بزګران چې یو کال یې د حاصلاتو انتظار ایستلی، په ټیټ قیمت خپل زعفران ونه پلوري."

د ذایقې نړیوال انستېتیوت په بلجیم کې د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې د هرات زعفرانو د غوره کیفیت له امله په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۸۰ ټنه زعفران د ۲۰۵ میلیون ډالرو په ارزښت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر کړي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې د زعفرانو سوداګري له هند، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، اسپانیې، فرانسې، جرمني، بریتانیا او امریکا سره ترسره شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG