د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

یو اروپايي بنسټ: په ایران او پاکستان کې تولید شوي هیرویین اروپايي هېوادونو ته قاچاقېږي


ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي نشه‌يي توکي
ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي نشه‌يي توکي

د یوه اروپايي بنسټ څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د مافیایي ډلو له‌خوا د هرویینو جوړولو د دوام ترڅنګ، د دې هېواد په ګاونډيو هېوادونو کې هم د هیرویینو جوړولو کارخانې فعاله شوي دي.

د اروپایي ټولنې له نشه‌يي موادو او اعتیاد سره د مبارزې ادارې په اروپايي هېوادونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو او استعمال د وضعیت په اړه خپل تازه تحلیل وړاندې کړ.

دا تحلیل چې د قانون عملي کولو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ چمتو شوی ښيي چې اوس هم د اروپايي ټولنې هېوادونو ته له هغو نشه‌يي موادو څخه زیان رسېږي چې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړېږي.

د اروپايي ټولنې د نشه‌يي موادو او اعتیاد د څارنې د مرکز تحلیلګره تیودورا ګروشکووا وايي، که څه هم په افغانستان کې د تاریاکو په تولید کې د کموالي نښې لیدل کېږي، خو اروپايي هېوادونو ته د هغو هېرویینو قاچاق په بشپړ ډول نه دی بند شوی چې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړېږي.

ګروشکووا وویل: د ۲۰۲۳ په وروستیو او ۲۰۲۴ ميلادي کال په لومړیو میاشتو کې په ترکیه، بلغاریا او بلجیم کې ډېر هیرویین ونیول شول چې دا خپله اروپايي بازارونو ته د هیرویینو د قاچاقو دوام ښیي.

هغه وايي: "له نشه یي موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیوالې ادارې اټکل کړی دی چې په افغانستان کې ۹۵ سلنه تاریاک کم شوي دي، په داسې حال کې چې په دې برخه کې اوس هم وضعیت روښانه نه دی. شواهد ښيي چې په افغانستان کې او اروپا ته د نشه يي موادو د قاچاقو پر لارو پرتو هېوادونو کې د تاریاکو کافي زېرمې شته. د ۲۰۲۳ په وروستیو او ۲۰۲۴ ميلادي کال په لومړیو میاشتو کې په ترکیه، بلغاریا او بلجیم کې ډېر هیرویین ونیول شول چې دا خپله اروپايي بازارونو ته د هیرویینو د قاچاقو دوام ښیي. موږ تر دې مهاله نه دي لیدلي چې اروپايي هېوادونو ته دي د هیرویینو قاچاق په بشپړ ډول بند شوی وي."

د دې بنسټ تحلیلګرانو موندلې چې د بالکان هېوادونو له لارې د هیرویینو د قاچاقو د دوام ترڅنګ، اوس مافیايي ډلې د افغانستان تاریاک په پاکستان او ایران کې په تجارتي مالونو کې پټوي او بیا یې د متحده عربي اماراتو له لارې اروپا ته قاچاق کوي.

هغه سروې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په اروپايي هېوادونو کې تر سره شوه ښيي چې، دا هېوادونه د هیرویینو یو میلیون معتادین لري.

تر امریکا متحده ایالتونو وروسته اروپايي ټولنه دوهمه لویه مرستندویه اداره ده چې له ۲۰۲۱ ميلادي کال راهيسې د معتادینو د درملنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت څو ځله غوښتنه کړې، خو بیا هم اروپايي هېوادونو تر دې مهاله له افغان بزګرو سره د اقتصادي مرستو او بديل کښت په برخه کې مرسته نه ده کړې.

د نړیوال بحران ګروپ تحلیلګر ګریم سمیت د افغانستان نشه يي مواد نړۍ ته جدي ګواښ بولي او باور لري چې د کوکنارو د کښت کموالي له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ ته ښه زمینه برابره کړې ده.

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

هغه وايي: "باید نړیواله ټولنه له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو جدیت ته په پام سره، هغوی یوه واقعي او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد ته وهڅوي. تاسې ګورئ چې ټول هېواد د بنسټيزو پروژو په برخه کې وروسته پاته دی، لکه سړکونه، برښنا او د اوبو لګولو سیسټم. د دې ټولو برخو رغاونه او پراختیا بزګرانو او زراعت ته ډېره مهمه ده. کله چې دوی د کوکنارو بديل کښت کوي، نو اوبو ته اړتیا لري چې د دې بنسټونو په مرسته به پر زراعت ولاړ اقتصاد په ښاري اقتصاد بدل شي، دا به افغانانو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي."

که څه هم د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د کوکنارو د کښت منع کولو په بدل کې دي له افغان بزګرو سره د اقتصاد او بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي، خو تر دې مهاله یوه هېواد هم په مستقیم ډول په دې برخه کې د طالبانو له حکومت سره مرسته نه ده کړې.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG