د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره بدخشان ته ۲۰۰۰ نظامیان استوي


ارشیف: په بدخشان کې د کوکنارو له کروندو د حاصلاتو د راټولولو له بهیره یو انځور
ارشیف: په بدخشان کې د کوکنارو له کروندو د حاصلاتو د راټولولو له بهیره یو انځور

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي چې غواړي د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره دې ولایت ته ۲۰۰۰ نظامیان واستوي.

د کوکنارو د نوي فصل په رانژدې کېدو سره، د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي او د دې کښت ویجاړولو لپاره بدخشان ولایت ته نور نظامیان واستوي.

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، سږکال غواړي چې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د خپل مشر حکم په جدي ډول عملي کړي او که هر بزګر کوکنار وکري زنداني به شي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي چې د دوی د مشر د حکم عملي کولو لپاره بدخشان ولایت ته نور نظامیان استول کېږي.

کامګار وویل: "په بدخشان ولایت کې د دې حکم د ښه عملي کېدو او په سلو کې سل د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره د امنيتي ځواکونو او نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ترڅنګ، له بدخشان څخه دباندې یوه ځانګړې دوه زره نفري نظامي قطعه جوړه شوې چې هدف يې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت مخنيوی دی."

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ټولو ولسوالیو د پولیسو قوماندانانو ته امر کړی چې د دې حکم عملي کولو لپاره له خپلو پولیسو څخه کار واخلي.

په بدخشان ولایت کې بزګران وايي چې د کوکنارو د کښت تر منع کولو دوه کاله وروسته بیا هم له دوی سره د اقتصادي او بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي.

د درایم ولسوالۍ یو بزګر عبدالکبیر وايي، که حکومت له دوی سره په اقتصادي او بديل کښت په برخه کې مرسته و نه کړي، بزګران نه شي کولای چې د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.

هغه وویل: "تراوسه بزګرو کوکنار نه دي کرلي، والي هم بزګرو ته توصیه وکړه او ډېر جدي يې ورته وویل چې کوکنار و نه کري او که یې وکري د نظامیانو له جدي غبرګون سره مخ کېږي. ځینې بزګران وايي چې موږ ځکه کوکنار کرو چې مشکل لرو او بله لاره نه لرو، حکومت هم موږ ته بديل کښت نه دی راکړی. یو وخت دلته مشران راغلي وو او ویې ويل چې له شرعي پلوه بديل کښت سم نه دی، موږ له چا سره د بديل کښت ژمنه نه کوو. د خلکو غوښتنه دا ده چې حکومت دي بديل کښت ورکړي ترڅو له خلکو سره لږ تر لږه همکاري او مرسته وشي."

د ارګو ولسوالۍ یو بزګر نورالله هم وايي، اقتصادي ستونزې او د بديل کښت نشتوالی د دې سبب شوی چې بزګران د کوکنارو کښت ته د پخوا په ډول دوام ورکړي.

هغه وايي: "زموږ ستونزې ډېرې دي، ځکه سيمې مو غرنۍ دي، غنم حاصل نه کوي، همدا کوکنار کرو ځکه چې تاریاک لږ ګران دي، خلک نور عاید نه لري، حکومت دي یې بديل راکړي. پروسږکال یې د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړل، خو بديل یې هم ور نه کړ."

د بدخشان ولایت اقتصادي کارپوه سيف‌الدین سایس وايي چې د بديل معیشیت پرته د کوکنارو کښت منع کولو پرېکړه بزګران له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

سایس وویل: "په بدخشان کې د کښت ځمکه ډېره لږه ده، یو څه ځمکې چې شته هغه للمي دي، کوکنار د نورو کښتونو په پرتله څو برابره حاصل لري، اوس چې طالبانو پرېکړه کړې چې په زور د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي باید په دې ولایت کې د دې کښت بديل چمتو کړي."

د السيس په نوم برتانوۍ موسسې یوه څېړنه ښيي چې د طالبانو حکومت سږکال د بدخشان ولایت د کوکنارو له ټول کښت څخه یوازې درې سلنه ویجاړ او بزګرانو له پاته کوکنارو څخه تاریاک ټول کړل.

د دې موسسې څېړنه ښيي چې په روان کال کې په افغانستان کې تر ټولو ډېر تاریاک په بدخشان ولایت کې تولید شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

--------------------------
راپور: نعمت‌الله احمدی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG