د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

افغانستان په اړه د دوحې جوړېدونکې څلورمه ناسته؛ شنونکي: نړۍ باید د افغانستان په اړه جدي پرېکړې وکړي


د دوحې ښار یوه څنډه
د دوحې ښار یوه څنډه

تمه ده چې د افغانستان په اړه د دوحې د ناستو څلورمه غونډه هم جوړه شي.

په ملګروملتونو کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف‌الثاني د دوحې د څلورمې ناستې په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې رزماري دي کارلو سره خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه ناوخته د اکتوبر۳۰مه په‌دې اړه په یوې اعلامیه کې ویلي، دوی د دې کتنې پرمهال په څلورمه غونډه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې له "مثبتوتو پرمختګونو" او پایلو د استفادې پر اړتیا خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو

که څه هم په اعلامیه کې د یادې غونډې د کره نېټې او د ګډونوالو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د راپورونو له مخې تمه ده چې دغه ناسته د روان میلادي کال له پای ته رسېدو مخکې جوړه شي.

یو شمېر افغانان وايي، د دوحې په ناسته کې باید نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روان کړکېچ په اړه جدي پرېکړې وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې لېمې او امین‌الله په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

لېمه وايي: "په خبرونو کې مې واورېدل چې د دوحې څلورمه غونډه هم جوړېږي، له نړیوالو مې غوښتنه ده چې د افغانستان د مسایلو په اړه جدي غور وکړي، په ځانګړې توګه په مونږ مېرمنو چې کوم محدویتونه وضع شوي دي، په اړه یې باید جدي پرېکړې وکړي او د عملي کولو لپاره یې هم طرحې وړاندې کړي."

امین‌الله وویل: د یوه افغان په توګه مې د نړۍ له استازو چې په دې غونډه کې سره راټولېږي، هیله ده چې د دغه ناورینونو په اړه پرېکړې وکړي.

امین‌الله وايي: "دلته په افغانستان کې خلک له ډول ډول ستونزو سره مخاخ دي، له اقتصادي ستونزو رانیولې په بشري او د تعلیم برخه کې ستونزې ډېرې دي. د یوه افغان په توګه مې د نړۍ له استازو چې په دې غونډه کې سره راټولېږي، هیله ده چې د دغه ناورینونو په اړه پرېکړې وکړي."

تر دې دمه د افغانستان په اړه د دوحې درې غونډې شوي چې په لومړۍ کې یې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، په دوهمه کې طالبانو په خپله ګډون ونه‌کړ، په درېیمې هغې کې بیا چې د روان میلادي کال د جون په میاشت کې جوړه شوې وه د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوي ګډون کړی و، خو د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو او استازو ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

دا موضوع په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو چې د غونډې مشري یې کوله، ویلي وو چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو ښکېلتیا د هغوی د رسمیت پېژندنې معنا نه لري او په پرېکړو کې یې د افغان مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی و.

دغه شان د دغې دوه ورځنۍ غونډې په درېیمه ورځ بیا د مدني او ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره د لیدني او خبرو راپورونه ورکړل شول.

خو د دوحې د ناستو نتيجه څه ده؟

د سیاسي چارو پوه حکمت‌الله حکمت د افغانستان په اړ د دوحې د ناستو د پایلو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د دوحې او د ملګرو ملتونو د ناستو له دوام سره سره په وضعیت کې هغه ډول چې افغانان یې غواړي بدلون نه دی راغلی، خو د دغه ناستو دوام د دواړو افغانانو او لوېدیځې نړۍ لپاره یو اړتیا ده او هیله مو دا ده چې د دوحې څلورمه ناسته واقعیتونه درک کړي او یوه واقعي ناسته وي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې یې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې په دغه ناسته کې د طالبانو د ګډون په اړه ویلي وو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

که څه هم د څلورمې ناستې په اړه ډېر جزییات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو ملګري ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې ویلي چې د دوحې غونډو یوه مهمه موخه دا ده چې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG