یو شمېر افغانان وايي، د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې نه دی توانېدلی چې د دوی رضایت ترلاسه کړي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو د درېیمې کلیزې سره هممهاله یو شمېر افغانان وايي، په دې موده کې د طالبانو حکومت له کړنو راضي نه دي او ادعا کوي چې دغه حکومت د دوی اړتیاوو ته پام نه دی کړی.
د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "له اوسني حکومت څخه د لوستو ځوانانو په ګډون هيڅوک راضي نه دي چې هڅه یې کړې او زدهکړې يې کړي، خو د دولت په لوړو پوستونو کې ټول هغه کسان دي چې لوستي نه دي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ټولنې یوه برخه، ښځې له زدهکړو بې برخې دي او دا د افغانستان د خلکو لپاره لویه ستونزه ده."
دغه راز د کابل ولايت يوې اوسېدونکې هم د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه په دې درېيو کلونو کې وضعيت ښه نه دی، یعنې په ټوله کې ټولنيز وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي. د ښځو د تعليم، تحصیل او کار مسايل او په ملي او نړيوالو مسايلو کې د هغوی ګډون په بشپړه توګه له منځه تللی او هغوی څنډې ته شوي چې دا مسئلې ورځ تر بلې وضعیت خرابوي."
د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه نېټه تر بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه زدهکونکي ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې او بیا یې د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې دوی د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او همدارنګه یې په ډېرو دولتي او نا دولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
همدا راز په سینګارتونونو کې د مېرمنو پر فعالیت بندیز او ورزشي کلبونو، تفریحي ځایونو او ښځينه حمامونو ته د مېرمنو نه پرېښودل هغه محدودیتونه دي چې طالبانو پر افغان ښځو لګولي دي.
خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او بشري حقونه خوندي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په تېرو درېیو کلونو کې د دوی د حکومت د هڅو او لاسته راوړنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو طالب چارواکو تل ویلي چې د دوی حکومت مشروع او ټولشموله دی او دوی د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره هڅه کوي.
خو یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې په کورنیو مسایلو، د بشري حقونو په مراعتولو، د اقتصاد په مدیریت او په نړیوالې ډیپلوماسۍ کې پاتې راغلی دی.
د شخړو د حل څېړونکې لیزا سروش ازادي راډيو ته وویل چې په دې موده کې د طالبانو واکمنۍ ثابته کړه چې دوی قانون سالاره او هغه نظام ته ژمن نه دي چې پهکې ازادي، ډیموکراسي، د خلکو اراده او ګډون تمثیل شي.
مېرمن سروش وویل: "بله خبره چې طالبانو د خپلې کمزورۍ په توګه وښودله دا ده چې لا هم د اغېزمنې حکومتولۍ وړتيا نه لري چې په افغانستان کې دننه ملي او نړيوال مشروعيت تر لاسه کړي او تر څو چې طالبان دا وړتيا پيدا نه کړي، بې له شکه به دا توان نه لري چی بریالي شي."
د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما یوه میاشت وړاندې په افغانستان کې په یوه راپور کې په بېلابېلو مواردو کې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده فرمانونو ته په اشارې سره ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اجرایوي اقداماتو د افغانانو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا نوره هم زیاته کړې ده.
یوناما ویلي چې د دغه وزارت د مکلفیتونو او ممانعتونو په اړه د لارښوونو نه مراعاتولو چې کله ناکله د سختو مجازاتو لامل کېږي، د افغانانو د ژوند په مختلفو برخو کې یې د بنسټیزو حقونو او ازادیو پر ګټې اخیستنې منفي او پر مېرمنو یې تبعیضي او نامتناسبه اغېزې درلودې.
خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ځواب کې ویلي، هر هغه عمل چې د اسلامي او افغاني اصولو او د دوی د حکومت له قوانینو سره په ټکر کې نه وي، منع شوی نه دی، خو که د دوی پر خلاف وي، دوی یې په مخنیوي مکلف دي.
په همدې حال کې پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه سید عبدالرزاق لقمان وايي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې قانون او د هغه پلي کېدو ته درناوی نه دی کړی او د کورني او نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي.
هغه ازادي راډیو ته وویل، نړیوالې ټولنې د کنفرانسونو په جوړولو سره هڅه وکړه چې طالبان له دغو فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې یو مشروع حکومت رامنځته کړي، خو د دې لپاره چې طالبانو ونهشو کولای له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي لازمه ده چې پرې فشار راوړل شي.
نوموړي وویل: "طالبان به هیڅکله د داسې مشروع حکومت په جوړولو کې بریالي نه شي چې په کور دننه او هم په نړیواله کچه مشروعیت ولري، نو تر ټولو ښه لار د ملګرو ملتونو او ملګرو هېوادونو لپاره دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو چې یو ټول شموله افغان حکومت د ټول قومومنو، مذهبونو او جریانونو په ګډون جوړ کړي."
که څه هم په تیرو درېیو کلونو کې په کابل کې د ډېرو هېوادونو سفارتونه تړلي، خو چين، روسيې، ايران، پاکستان او د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو له طالبانو سره خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې عملا ټينګې کړي او په خپلو هېوادونو کې یې د طالبانو استازي منلي دي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په درېیو کلونو کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو هڅې کړې دي.
له بلې خوا د افغانستان پخوانی ډیپلومات او په امریکا کې د اتلانتیک په شورا کې شنونکی عمر صمد وايي چې د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې کافي کورنی او بهرنی باور ترلاسه کړي چې دا د دوی د حکومت پر وړاندې ستره ننګونه ده او د افغانانو لپاره ناوړه اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري.
نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره پر بینالافغاني خبرو په ټینګار سره وویل، که څه هم په افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو اړتیا ده چې له فرصتونو څخه په استفادې نور کارونه هم ترسره شي.
صمد وویل: "زه فکر کوم چې ملګري ملتونه هم غواړي چې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او له شته فرصتونو سمه ګټه پورته کړي. هیله دا ده چې واکمنان او په هېواد کې دننه او بهر نور افغانان تفاهم ته ورسېږي او موږ وکولای شو دا ستونزه د خپلو افغاني خبرو له لارې حل کړو."
د طالبانو حکومت پلاوي د لومړي ځل لپاره د جون میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د طالبانو په غوښتنه په اقتصادي مسایلو او له نشهيي توکو سره پر مبارزې یې تمرکز درلود، ګډون وکړ.
په دې غونډه کې طالبانو نه غوښتل چې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي او یا له مدني ټولنې سره وویني.
د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي، طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان له خپل تاریخي تعامل، مشارکت او د یوه خپلواک دولت په توګه له نړیوالو معاملو او تعاملاتو څخه په بشپړه توګه بې برخی او منزوي کړی.
یو له دغو کارپوهانو او پخواني ډيپلومات غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل تر څو چې طالبان یو مشروع، مسوول او ملي حکومت جوړ نه کړي او د بنسټیزو بدلونونو په راوستلو سره کورنی مشروعیت ترلاسه نه کړی، دا تمه دې نه لري چې د دوی حکومت په رسمیت وپیژندل شي.
جانباز وايي: تر څو چې طالبان په خپل ځان کې بدلون رانهوړي او تر څو چی حکومت یې د افغانانو لهخوا کورنی مشروعیت ترلاسه نه کړي، د هغوی د په رسمیت پېژندلو هیله به د سراب په څېر وي.
جانباز وویل: "دا چې طالبان تمه ولري چې افغانستان د یو مهم هېواد په توګه وپېژندل شي او حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي دا معادله او دا حالت ډېر لیرې ښکاري. تر څو چې طالبان په خپل ځان کې بدلون رانهوړي او تر څو چی حکومت یې د افغانانو لهخوا کورنی مشروعیت ترلاسه نه کړي، د هغوی د په رسمیت پېژندلو هیله به د سراب په څېر وي."
د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د طالبانو محدودیتونه او د ځینو ټولنیزو قوانینو پلي کول چې سخت دریځه بلل کېږي، واک ته له ستنېدو وروسته یې د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندلو فرصتونه له ننګونو سره مخ کړي او تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
د ښځو د حقونو تامین، د بیان ازادي، د یوه هر اړخیز او ټولشموله حکومت رامنځته کول او کورنی مشروعیت هغه شرایط دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته وړاندې کړي دي.
که څه هم طالبان تل د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکي دي، خو تراوسه یې پر ښځو لګول شوی هېڅ یو محدودیت او نور محدودیتونه نه دی لیرې کړی او د ښځو د زدهکړې او کار مسایل یې د افغانستان کورني مسایل بللي، هغه څه چې د ډېرو افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي.