د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د لبنان د حزب‌الله نوی مشر نعيم قاسم څوک دی او ولې د مشرۍ لپاره غوره شو؟


د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.
د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.

د لبنان حزب‌الله اعلان کړی چې، د دې ډلې مرستیال مشر نعیم قاسم یې، د حسن نصرالله پرځای د خپل نوي مشر په توګه غوره کړی دی.

دې ایران پلوې ډلې نن (د اکتوبر په ۲۹مه) په یوه بیان کې ویلي، د حزب‌الله د مشرتابه شورا موافقه وکړه، چې قاسم د دې ګوند د عمومي منشي په توګه غوره کړي.

بیان زیاتوي چې حزب‌الله به تر بریا پورې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

حزب‌الله چې د لبنان د جنوب ډېره برخه اداره کوي، په عین حال کې چې سیاسي ګوند دی، پوځي څانګه هم لري.

متحدایالات، حزب‌الله یوه تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

وروسته له‌دې چې حزب‌الله د اسراییلو قلمرو د توغندیو په وسیله په نښه کړ، اسراییلو په تېرو څو اوونیو کې د حزب‌الله د مشرانو او د ډلې د پوځي وړتیاو د له‌منځه وړلو لپاره د لبنان په جنوب کې د هوايي عملیاتو ترڅنګ سیمې ته پلي ځواکونه هم واستول.

د حزب‌الله مخکېنی مشر حسن نصرالله نژدې یوه میاشت مخکې د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو
د حزب‌الله مخکېنی مشر حسن نصرالله نژدې یوه میاشت مخکې د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو

حزب‌الله وروسته له هغه د اسراییلو پر خاوره د توغندیو حملې پیل کړې چې اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه پر خپل قلمرو د فلسطینۍ حماس ډلې په برید کې د ۱۲۰۰ اسراییلیانو له وژل کېدو او د ۲۵۰ نورو د یرغمل کېدو له پېښې وروسته د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد عملیات پیل کړل.

د حزب‌الله مخکېنی مشر حسن نصرالله نژدې یوه میاشت مخکې د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو او یوه اوونۍ وروسته هاشم صفي‌الدین چې ګومان کېده د هغه ځای‌ناستی به وي، هم د اسراییلو له‌خوا په نښه شو.

د نعيم قاسم زوکړه او د حزب‌الله په ډله کې يې د فعاليت مخينه

نعیم قاسم په ۱۹۵۳ کال کې په پلازمېنه بیروت کې په‌داسې کورنۍ کې زېږېدلی چې اصلي ځای یې د اسراییل سرحد ته نژدې د لبنان جنوب دی.

نوموړی په ۱۹۹۱ کال کې د حزب‌الله د هغه مهال د لوی مشر عباس الموسوي د مرستیال په توګه غوره شو.

موسوي په ۱۹۹۲ کال کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو او چې کله حسن نصرالله د دې ډلې مشر شو، نو قاسم پر خپل ځای پاتې شو.

په ۲۰۰۶ کال کې د اسراییلو او حزب‌الله له جګړې وروسته چې نصرالله د یوڅه مودې لپاره لادرکه شو، نو قاسم د حزب‌الله یوازینی مشر و، چې په عام محضر کې لیدل کېده او ډېر کله به یې د دې ډلې د ویاند په توګه خبرې کولې.

نعیم قاسم په ۱۹۹۲ کال کې کله چې حزب‌الله د لومړي ځل لپاره د لبنان په انتخاباتو کې ګډون وکړ، د انتخاباتي کمپاین د چارو په تنظیم کې فعال رول لاره.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG