د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د مشهور سوک‌وهونکي محمد علي کلې مېرمن د افغان ښځو لپاره یو ځانګړی لوبغالی طراحي کوي


د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلې مېرمن خليله کماچو کلې
د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلې مېرمن خليله کماچو کلې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې او ښځې په ورزشي لوبغالي کې ورزش کولو او ورزشي سیالیو ته نه پرېښودل کېږي، د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلې مېرمن خليله کماچو کلې وايي، غواړي په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی لوبغالی طراحي کړي چې مېرمنې له روغتیا څه برخمنې وي.

د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلې مېرمن خلیله علي غواړي په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی لوبغالی طراحي کړي.

نوموړې دغه خبرې نن په کابل کې له ډېرو جزییاتو پرته د طالبانو د حکومت د بدنې روزنې او ورزش ریاست له تخنیکي او مسلکي مرستیال احمدجان ځدراڼ سره په کتنه کې وکړې.

خلیله علي د ښځو د ورزش په اړه ویلي: "ډېری ښځې شته چې غواړي ورزشي اتلانې شي، مثلاً ما رزمي ورزشونه کړي، ځکه که چېرې له خطر سره مخ شم، له ځانه دفاع وکړای شم، ځکه مېړونه تل له خپلو مېرمنو سره نه وي، دغه دغه شان دوی باید له خپلو ماشومانو هم ساتنه وکړي."

خو احمدجان ځدراڼ د ښځو د ورزشی په اړه له تبصرې پرته نوموړې نه په افغانستان کې د هغې له لوري د نوي ورزشي لوبغالي او بنسټ پرانیستلو له امله مننه څرګنده او د همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه.

ارشیف: د افغانستان د ښځینه بایسکل ځغلونې لوبډلې لوبغاړې. طالبانو اوسمهال په ټول افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی.
ارشیف: د افغانستان د ښځینه بایسکل ځغلونې لوبډلې لوبغاړې. طالبانو اوسمهال په ټول افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی.

د اغلې خلیله علي دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو په افغانستان کې د نورو محدودیتونو تر څنګ نجونې او ښځې ورزشي لوبغالو ته له تګ او سالیو هم منع کړې دي.

مخکې تر دې یو شمېر نجونو ورزشکارانو ازادي راډیو سره په خبرو کې له نوموړي غوښتنې وو چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی وغواړي چې افغان ښځو او نجونو ته په ورزشي لوبغالو د ورزش او سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

د نړۍ د پخواني دروند وزني اتل سوک وهونکي محمد علي کلې مېرمن، خليله کلې د پنجشنبې په ورځ د عقرب د میاشتې په درېیمه کابل ته ولاړه چې د "پیروزي" په نوم د کابل په قرغې سیمه کې د فوټبال یو لوبغالی جوړ کړي.

ویل شوي، نوموړې به دغه‌شان د "محمد علي" په نوم یو ورزشي بنسټ هم پرانېزي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د اګسټ په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې طالبانو نږدې درې کاله افغان مېرمنې له هر ډول سپورټي فعالیتونو منع کړي چې دا د هغوی له حقونه ښکاره سرغړونه ده او د بشریت پر وړاندې ممکنه جنایت بلل کېدای شي.

د کارپوهانو دغې ډلې زياته کړې وه چې د ورزش ملي او نړیوال بنسټونه باید د طالبانو له لوري په هر ډول سپورټي فعالیتونو کې د افغان مېرمنو د بندیز په اړه پرېکنده اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG