د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغانستان د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۱۶م مقام خپل کړی


ارشیف: په کابل کې یو شمېر بې وزله کورنۍ د وچې ډوډۍ اخیستلو په انتظار دي.
ارشیف: په کابل کې یو شمېر بې وزله کورنۍ د وچې ډوډۍ اخیستلو په انتظار دي.

افغانستان د ۲۰۲۴م میلادي کال د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ د ۱۲۷ هېوادونو په منځ ۱۱۶م ځای لري.

افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.

د ۲۰۲۴م کال د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ایچ‌اې" په کلني راپور کې چې تېره ورځ خپور شو، افغانستان د نړۍ د ۱۲۷ هغو هېوادونو چې لوږه په‌کې جدي ده د ۳۰،۸ نمرو په لرو سره ۱۱۶م ځای لري.

تېر کال د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ په کتار کې افغانستان ۱۱۴م ځای کې وه.

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان

په راپور کې راغلي چې ۳۰،۴ سلنه افغانان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۵،۸ سلنه افغان ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړه کېږي.

د راپور له مخې، له پنځو کالو څخه کم ۴۴،۶ سلنه ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د قدونو له ټیټوالي او ۳،۶ سلنه هغه یې د خوارځواکۍ د جدي حالت له کبله د وزن له کمښت سره مخامخ دي.

د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان سربېره، په ۳۵ هېوادونو کې له ډول ډول کړکېچونو سره مخامخ دي د لوږې کچه جدي بلل شوې ده.

په راپور کې همدا راز راغلي، دا چې افغانستان له یوه اوږدمهاله بشري ناورین سره مخامخ دی، سږ کال په‌کې اقتصادي وضعیت نور هم خراب شوی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دلته له ۲۴ میلیونو څخه زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یو شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د بې‌وزلۍ او د عاید د کموالي له امله یې ماشومان له وږي پاتې دي.

د جوزجان ولایت اوسېدونکې ناجیې او د بغلان اوسېدونکې زرغونې په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

ناجیې وویل: "زما د یوه زوی نوم ایمل دی، ۸ کلن دی او بل یې احمد نومېږي چې هغه ۶ کلن دی، دواړه ډېر ډنګر دي، هېڅ وده نه کوي، وزن نه اخلي او قد یې نه لوړېږي، دا چې اقتصادي ستونزې مو ډېرې دي، رسېدنه مو ورته نه ده کړې چې ښه ډوډۍ او مېوې ورته ورکړو."

زرغونه وايي: څلور اولادونه لرم چې ډېر کمزوري او ډنګر پاتې شوي، یوه زوی مې په ترکاڼۍ کې شامل کړی او بل یې اووه کاله کېږي چې مدرسې ته ځي.

زرغونه وايي: "زه کونډه ښځه یم، اوس مې له کهنه فروشۍ یو څه زاړه شیان راوړي او کور مې پرې پټ کړی دی. څلور اولادونه لرم چې ډېر کمزوري او ډنګر پاتې شوي، یوه زوی مې په ترکاڼۍ کې شامل کړی او بل یې اووه کاله کېږي چې مدرسې ته ځي."

په دغه راپور کې دغه راز خبرداری ورکړل شوی چې لږو پرمختګونو ته په کتو د ملګرو ملتونو د هغې موخې لپاره چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله یې د لوږې د له منځه وړلو په برخه کې ټاکلې رسېدل ممکن نه ښکاري.

خو د طالبانو حکومت بیا ویلي چې په افغانستان اقتصادي وضعیت هغومره هم خراب نه دی، لکه د نړیوالو بسټونو په راپورونو کې یې چې په اړه ویل کېږي.

په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا یوځل بیا میلیونو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د بودجې د کمښت له امله خبرداری ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG