په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو فعالانې او د معترضو ښځو د ډلو غړې وایي، که بېرته افغانستان ته واستول شي نو له جدي ګواښونو سره به مخ شي.
دوی پرون شنبه د سپټمبر په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو چې کډوال مني، غوښتي څو د دوی د پناه غوښتنې په اړه دوسیو ته رسېدنه وکړي.
هدیه صاحبزاده وايي: ملګري ملتونه او نړیوال دې هغو خلکو لپاره چې واقعاً له ګواښونو سره مخ دي، په نورو هېوادونو کې پناه ورکړي، یا دې دا جبري ستنول بند کړي.
د افغانستان د ښځو د غږ غورځنګ یوې غړې او د بشري حقونړ فعالې هدیې صاحبزاده په دې اړه د یکشنبې په ورځ د تلې لومړۍ نېټه ازادي راډیو ته وویل: "سږ ۱۴۰۳ کال کې له ایرانه د کډوالو جبري ایستلو شدت موندلی دی، په تېرو څو وختونو کې چې له دې ځایه (افغانستان ته) افغانان شړل شوي په دې کې خبریالان، ښځې، پخواني پوځیان یا نور فعالان دي، دوی کې داسې کسان هم وو چې بېرته افغانستان ته استول شوي، هلته وژل شوي. ملګري ملتونه او نړیوال دې هغو خلکو لپاره چې واقعاً له ګواښونو سره مخ دي، په نورو هېوادونو کې پناه ورکړي، یا دې دا جبري ستنول بند کړي."
د معترضو ښځو بېلابېلو نورو ډلو هم له ایرانه د افغان ښځینه فعالانو او نورو افغانانو د ایستلو په اړه اعتراضي خبرپاڼې او ویډیویي پیغامونه رسنیو ته استولي او په کې یې له نړیوالو غوښتي چې له ګواښونو سره مخ افغانان دې خوندي ځایونو ته انتقال کړي.
مخکې بیا په ایران کې یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو هم ازادي سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، که افغانستان ته بېرته ستانه کړل شي نو له امنیتي ستونزو سره به مخ شي.
په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون هم ورته اندېښنې مطرح کوي.
په ایران کې د دغه فدراسیون مشر امېد پویا ازادي راډیو ته وویل چې افغانان په دغه هېواد کې له ګڼو بندیزونو او ننګونو سره مخ دي چې باید ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
پویا وویل: "موږ دلته په ډېرو ستونزو کې یوو، په سختۍ کار کوو، ډېر وخت خو کار هم نه مومو، دلته افغانان له تبعیضي چلند او کډوال ځپنې سره مخ دي، د افغان کسبګرو کارتونه بند شوي، نو دا ډېره ستره معضله ده او ورو ورو د پراخېدو په حال کې ده، باید دې مسئلې ته ډېر پوښښ ورکړل شي."
دغه فدراسیون هم پرون شنبه د وږي ۳۱مه په یوه اعتراضي راټولېدنه کې د یو بیان په خپرولو د ایران له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
تازه بیا په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو د مدافانو فدارسیون هم له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او ایران دولت غوښتي چې افغان کډوالو سره د توپیري او له سپکاوي ډک چلند مخه ونیسي.
دغه فدارسیون د یکشنبې په ورځ په خپلو ټولنیزو پاڼو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دوی په دې باور دي چې دا ناورین په یووالي، دغه شان ډیپلوماتیکو او حقوقي فشارونو ختمېدلی شي.
دا غبرګونونه داسې مهال دي چې په دې وروستو کې له ایران او پاکستانه د افغانانو د جبري ستنولو بهیر چټک شوی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سپټمبر په ۱۶مه وویل، هغه ډله افغانان چې په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي، بېرته به افغانستان ته واستول شي.
اوونۍ مخکې بیا د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت پولیسو خبر ورکړ چې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه هغه افغان کډوال یې نیولي چې د ایراني چارواکو په وینا، په دې هېواد کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال له اګسټ میاشتې پر افغانستان د طالبانو له بېا واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د بېلابېلو ستونزو له امله د ګڼو اروپایي هېوادونو او کاناډا، امریکا، اسټرالیا په ګډون ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته هم کډوال شول.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آیاوایم" ویلي چې د روان زېږدیز کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر اوومې پورې ۵۰زره ۶۳۹ کسان له افغانستانه پاکستان او ایران ته تللي دي.
د "آیاوایم" د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې بیا له ایران څخه تر ۴۳۰۰۰ ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې ۵۷ سلنه یې شړل شوي کډوال دي.
دغه شان د ملګرو ملتونو دغې ادارې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر له ۲۸زرو څخه ډېر اعلان کړی دی.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د وروستي خبر له مخې، یوازې د جمعې په ورځ د وږي په ۳۰مه له ایران او پاکستانه ۳۵۵ کورنۍ بېرته افغانستان ستنې شوې دي.