د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د امریکا انتخاباتو کې د افغانستان موضوع له لسیزو راهیسې مطرح وه؛ افغانستان ولې امریکا ته مهم دی؟


د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ له ټاکنیز کمپاینه یو انځور
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ له ټاکنیز کمپاینه یو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو په انتخاباتو کې د افغانستان موضوع له لسیزو راهیسې مطرح وه او ده.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته تر سلو ورځو لږه موده پاتې ده، یو وار بیا په ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان د مسئلې د مطرح کېدو په اړه پوښتنې ولاړې شوې دي.

دا د امریکا د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې دي، چې پر مهال یې نه یوازې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه نه شته، بلکې هغه جمهوري نظام چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له‌خوا تشکیل شوی و، نور نه شته.

  • ایا افغانستان لا هم د امریکا په ټاکنیز کمپاین کې مطرح دی؟

د چارو ځینې کتونکي په دې باور دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان نور د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په سر کې نه راځي، خو په امریکا کې د ټاکنو کاندیدان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له مسئلې څخه چې شاوخوا درې کاله مخکې پېښ شوي، پر یوه او بل د نیوکو او تورونو لګولو لپاره د یوې قوي وسیلې په توګه کار اخلي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ خپل پخوانی ډیموکرات سیال جو بایډن په دې تورن کړ چې د امریکا متحده ایالتونه یې د هغه څه له کبله بدنامه کړ چې هغه په ګډوډ حالت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل وو.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د جون میاشتې پر ۲۷مه په اوسني انتخاباتي کمپاین کې له بایډن سره په خپله لومړنۍ مناظره کې د افغانستان په تړاو وویل: "دا یوه وحشتناکه او له شرمه ډکه شېبه وه، زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه، د هېواد په تاریخ کې د دې شرموونکې شېبې له کبله تر اوسه کوم جنرال له دندې نه و ایسته شوی. په افغانستان کې چې موږ د ملیاردونو ډالرو تجهیزات پرېښودل، خپل ۱۳ غوره سرتېري مو له لاسه ورکړل، موږ امریکايي اتباع تر شا پرېښودل."

له وروستیو تحولاتو ښکاري چې جو بایډن نور د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید نه دی د هغه مرستیاله کاملا هاریس د ډونالډ ټرمپ د سیالې په توګه د هغه ځایناستې شوې ده.

بایډن په وار وار ویلي دا د ټرمپ اداره وه چې له طالبانو سره یې مذاکرې پیل کړې او د دوحې تړون په لاسلیک سره یې د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره لاره آواره کړه چې بالاخره په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لامل شو.

د ټاکنو په بحث کې بایډن د ښاغلي ټرمپ تورونو ته په تفصیل سره ځواب ونه وایه، خو تر دې مخکې یې د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.

بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه د پوښتنو په ځواب کې ویلي وو: "زه د هغو پېښو له امله چې ورسره مخامخ شوي یوو، سخت خواشینی یم، خو زه په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسولو په اړه په هوډ او د نړۍ په نورو ځایونو کې او افغانستان کې زموږ د ترهګرۍ ضد هڅو د دقیقې څارنې په اړه هېڅ د پېښمانۍ احساس نه کوم."

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن او د هغه دیموکرات ګوند غواړي په دې توګه په ټاکنیز کمپاین کې وښيي چې ګوند یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپلې ژمنې پر ځای کړي دي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پر يرغل څه باندې څلور لسیزې تېرې شوې دي، له هغې راهیسې افغانستان د امريکا د متحدو ایالتونو په انتخاباتو کې په یو ډول نه یو ډول مطرح و.

شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په وروستیو کې پر افغانستان یرغل وکړ او یو خپلواک هېواد یې اشغال کړ.

په هغه وخت کې د ډیموکراټ ګوند غړی جیمي کارټر د امریکا ولسمشر و، چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې یې غبرګون ښودلی و، خو د هغه په دوره او تر هغه وروسته د امریکا په نورو ټاکنو کې هغه څه چې د جیمي کارټر اداره یې بوخته ساتلې وه، په تهران کې د امریکایي ډیپلوماتانو یرغمل کول وو.

د ۱۹۸۰م کال په ټاکنو کې، که څه هم د هغه وخت ولسمشر جیمي کارټر او د هغه وخت د جمهوريپال ګوند کاندید رونالډ ریګن په خپلو کمپاینونو کې په مستقیم ډول د افغانستان پر موضوع تمرکز ونه کړ، خو رونالډ ریګن، چې وروسته یې ټاکنې وګټلې، یوه بهرنۍ نظریه یا پالیسي ایجاده کړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر

امریکایي خبریال لو کانن د فارین افییرز خپرونې لپاره په یوه مقاله کې لیکلي چې ریګن حتی د ۱۹۸۰م کال د جون پر ۱۸مه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دفتر کې خبریالانو ته د دې نظریې او د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې د بدلون پر اړتیا اړه خبرې کړې وې.

په مقاله کې راغلي، ولسمشر رونالډ ریګن په دې باور و چې د متحده ایالاتو لپاره دا اړینه ده، چې په ټوله نړۍ کې د هغو کیڼ اړخو رژیمو د پراختیا مخه ونیسي، چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا یې ملاتړ کېږي.

په مقاله کې زیاته شوې، چې ریګن د افغانستان د مسئلې په اړه تر ټولو ډېر اندېښمن و، هغه هېواد چې پخواني شوروي اتحاد په جبر سره اشغال کړ او په ترڅ کې يې تر يو مليون زيات افغانان ووژل شول او شا و خوا پنځه مليونه نور کډوالۍ ته اړ شول.

رونالډ ریګن د اتیایمې لسیزې په کلونو کې د ولسمشر په توګه د خپلو دوو دورو په ترڅ کې، له افغانستان سره د متحده ایالاتو مرستې زیاتې کړې، چې په هغو کې افغان مجاهدینو ته د الوتکو ضد حساس سټینګر توغنديو ورکول شامل وو چې په ډراماتیک ډول یې د جګړې بڼه بدله کړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ ریګن
د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ ریګن

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د افغان مجاهدینو له ځینو مشرانو سره هم وکتل او د امریکا پر ملاتړ یې ورسره خبرې وکړې.

په پخواني شوروي اتحاد کې د میخایل ګورباچوف له واکمنېدو سره، مسکو نسبتاً پرانیستې پالیسي خپله کړه، د ریګن او ګورباچوف تر منځ مخامخ ملاقاتونه وشول او په فارین افییرز خپرونه کې د لو کانن په لیکنه بالاخره د افغانستان جګړه د پخواني شوروي اتحاد لپاره خونړۍ شوه او دا ناسور ټپ د شوروي اتحاد لپاره د ستړیا په یوه سرچینه بدل شو.

بالاخره په ۱۹۸۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد وروستی عسکر هم له افغانستانه ووت.

د امریکا د ۱۹۸۸م کال په ټاکنو کې چې د جورج ډبلیو بوش پلار، جورج بوش د جمهوريپال ګوند په استازیتوب ټاکنې وګټلې، هغه وخت هم افغانستان په ټاکنیز کمپاین کې ډېر مطرح نه و.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو سره، امریکا تقریباً افغانستان هېر کړ او د دیموکرات ګوند د غړي بل کلنټن د ولسمشرۍ په دوو دورو کې چې له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۰م پورې پر قدرت و، افغانستان تقریباً له پامه لوېدلی و.

په ۲۰۰۰م کال کې د مشر جورج بوش زوی جورج ډبلیو بوش ټاکنې وګټلې او د هغه په ټاکنیز کمپاین کې هم افغانستان ډېر یاد نه شو، تر هغو چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر پر یوولسمه چې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز غبرګې اسمانڅکې ودانۍ او په ورجینیا ایالت کې د امریکا دفاع وزارت په نښه شول او په دې پېښه کې په ټوله کې څو زره امریکایان ووژل شول، له دې سره افغانستان بیا د رسنیو په سرلیکونو کې مطرح شو.

متحده ایالاتو د دې برید پړه پر القاعده شبکې واچوله او هغه مهال د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې و او د طالبانو د هغه مهال حکومت یې ملاتړی و.

کله چې طالبانو د امریکا متحدو ایالاتو ته د هغه له سپارلو ډډه وکړه، د طالبانو دغه مخالفت د دې سبب شو چې جورج ډبلیو بوش د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د پراخو بریدونو پلان جوړ کړي.

د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو چارو پوه عمر صمد د سپټمبر له یوولسمې مخکې او وروسته د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په ترڅ کې د افغانستان د مسئلې په اړه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "یو وخت چې پخوانی شوروي اتحاد په افغانستان کې و، هلته سخته جګړه روانه وه او امریکا د ځینو نورو هېوادونو په مرسته د پاکستان له لارې د مجاهدینو لپاره د اسانتیا برابرولو او تمویل پټ پروګرام پلی کړ، په استخباراتي او سیاسي کړیو کې د افغانستان مسئله ډېره مطرح شوې وه، نه په کمپاینونو کې، تر هغه وروسته افغانستان په بحثونو کې نه و شامل، په کمپاینونو کې هم نه یادېده. دا د سپټمبر تر یوولسمې مخکې دوره ده. د سپټمبر تر یوولسمې وروسته د افغانستان قضیه، په ترهګرۍ ضد جګړه په ځانګړي ډول په بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ کې مطرح وه، په کمپاینونو کې یې یادونه کېدله او په لومړي کتار کې او هم په دویم کتار کې."

لکه څنګه چې عمر صمد وویل، د سپټمبر له یوولسمې راوروسته افغانستان چې زرګونه امریکايي پوځیان په کې ځای پر ځای شوي وو، نه یوازې د امریکا په انتخاباتي کمپاین کې بلکې د امریکايي کورنیو په بحثونو کې هم شامل و، ځکه امریکايي ځوانان په افغانستان کې جنګېدل او په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو په ملیاردونه ډالر لګول کېدل.

د امریکا د ۲۰۰۴م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې جورج ډبلیو بوش بیا په کې بریالی شو، د افغانستان مسئله د بحثونو په محراق کې وه او ښاغلي بوش دا پیغام ولېږه.

هغه وویل: "نن زموږ تمرکز پر افغانستان دی، خو جګړه تر هغه پراخه ده. موږ به تر هغه وخته هلته پاتې کېږو، چې ماموریت مو بشپړ شوی نه وي. موږ پوهېږو چې رښتینې سوله به هغه مهال ټینګه شي، چې افغان ولس ته د خپلو ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړو یعنې د سولې زمینه برابره کړو او سوله به هغه وخت ترلاسه شي، چې له افغانانو سره د هغوی د باثباته حکومت په جوړولو کې مرسته وشي."

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش

په متحدو ایالتونو کې د ۲۰۰۸م کال د ټاکنو بل پړاو ته تر رسېدو پورې په امریکا کې سیاسي فضا په بدلېدو وه.

له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا د جګړې دوامداره کېدل، له بل لوري ته په دغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبله د دې سبب شوه چې د ولسمشرۍ کاندیدان له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پر موضوع لا ډېر غور وکړي.

په دغو ټاکنو کې له ډیموکرات ګوند څخه بارک اوباما بریالی شو او د افغانستان په اړه د امریکا په تګلاره کې کوم بدلون رانغی.

د ۲۰۱۲م کال په ټاکنو کې، کله چې اوباما د دویمې دورې لپاره وټاکل شو، هغه پلان درلود چې له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي؛ مګر په یوې ځانګړې ستراتیژۍ سره.

بارک اوباما په هغو کلونو کې د خپلې تګلارې په باب ویلي وو: "۲۰۱۴م کال ډېر مهم دی. موږ له خپلو متحدانو او افغان حکومت سره موافقه وکړه چې په افغانستان کې مو په هغه کال جنګي ماموریت ختم شي. زموږ په نظر امریکایانو ته معلومه شوې چې د یوې جګړې ختمول د هغې د پیل یوه برخه ده. دا هغه طریقه ده چې په ۲۱مه پېړۍ کې یې په مرسته جګړې ختمېږي، نه د لاسلیک له لارې، بلکې پر دښمن په وژونکي ګوزارونو سره. یوه انتخابي حکومت ته په انتقال او په هیواد کې د نوي امنیتي ځواک په رامنځته کولو سره، چې په نهایت کې رهبري او ټول مسوولیته پر غاړه واخلي."

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما
د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما

په ۲۰۱۶م کال کې نورو ټاکنو ته کله چې ډونالډ ټرمپ د جمهوريپال ګوند له اړخه بریالی شو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله یوه عمومي موضوع وه او هر کاندید ورته خپله طرحه درلوده.

ډونالډ ټرمپ په عمل کې له طالبانو سره د مذاکرو لاره خپله کړه او هڅه یې وکړه چې امریکايي ځواکونه د پخلاینې له لارې له افغانستانه ووځي. د دوحې تړون هم د هغه په واکمنۍ کې لاسلیک شو.

هغه په خپل کمپاین کې وویل: "موږ باید ووځو. له طالبانو سره مو ښې کتنې درلودې. موږ له دې هېواده وځو او خپل پوځیان کور ته راولو، هغوی له شا و خوا شلو کلونو راهیسې هلته دي، دا ډېره موده ده. دوی په دې برخه کې د تروریستانو ختمولو لپاره ښه کار کړی دا اوس د نورو هېوادونو کار دی، چې ترهګر له منځه یوسي."

په ۲۰۲۰م کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دورې په پای کې لا هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وو او د امریکا ټاکنیز کمپاین یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو متمرکز و.

د ډیموکرات ګوند جو بایډن د ۲۰۲۰م کال ټاکنې وګټلې او لا هم په واک کې دی، خو په خپل کمپاین کې یې د افغانستان په اړه ځانګړی پیغام درلود.

هغه وویل: "زه اوس د متحدو ایالاتو څلورم ولسمشر یم چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور مشري کوم. دوه جمهوري غوښتونکي او دوه دیموکراټان. زه به دا مسئله پنځم ولسمشر ته په میراث پرې نه ږدم."

ولسمشر جو بایډن خپله ژمنه پر ځای کړه او امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستانه ووتل.

دا مهال تر دوو لسیزو وروسته بیا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، دا په دې موده کې لومړنۍ ټاکنې دي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې نه شته او د امریکا په دې ټاکنو کې د افغانستان مسئله ډېره نه یادېږي.

خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ لا هم پر ځای پاتې دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا د مارچ میاشتې په لومړیو کې امریکايي سناتورانو ته خبرداری ورکړ چې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه کولای شي له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې له افغانستانه بهر، د امریکا او لوېدیځ پر ګټو برید وکړي.

د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو چارو پوه عمر صمد په دې باور دی چې د افغانستان په اړه هره پرېکړه به د نومبر له پنځمې یعنې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته معلومه شي.

هغه وویل: "زما وړاندوینه دا ده چې د افغانستان قضیه به د لومړۍ درجې مسئله نه وي او پر ټاکنیز بهیر او د امریکا د ټاکنو پر پایلو به ډېر اغېز ونه کړي، خو دا چې له ټاکنو وروسته به د ګټونکي ګوند یا کاندید له خوا کومې پرېکړې او تګلارې غوره کېږي، هغه په بشپړه توګه جلا موضوع ده."

XS
SM
MD
LG