په افغانستان کې د ښځو روغتیایي وضعیت د اوږدې مودې جګړو، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو له امله د پام وړ ننګونو سره مخامخ دي.
په جنوبي ولایتونو لکه کندهار، هلمند او زابل کې ښځې له بېلابیلو روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
حمیده چې د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تیمور د سیمې اوسېدونکې ده وايي، په سیمه کې يې ښځې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
"دلته ښځې مجبوره دي چې د زېږون پر مهال څو کیلومتره سفر وکړيحميده د کندهار اوسېدونکې
حمیده وايي: "دلته ښځې مجبوره دي چې د زېږون پر مهال څو کیلومتره سفر وکړي تر څو چې یوه کلینیک یا روغتیایي مرکز ته ورسېږي، کله کله خو خلک وسایل هم نهلري یا د لارې کرایه نهلري او نهشي کولای ناروغ ورسوي."
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د روغتیایي خدماتو د نشتون او محدودیت له امله، زیاتره ښځې بېړني روغتیايي خدمات نهشي تر لاسه کولای.
د روغتیایي مرکزونو کمی او د مسلکي طبي پرسونل نشتون، له هغو ننګونو یاديږي چې ښځینه ناروغانې ورسره مخامخ دي.
ښځې ډېری وختونه تر کلینک او روغتونه د رسېدو لپاره اوږده سفرونه کوي.
د خرابو سړکونو، د ټرانسپورټ نشتون او نورو ستونزو له امله ښځې نهشي کولای پر وخت او په اسانۍ سره روغتیایي مرکزونو ته ورسیږي.
د جنوبي ولایتونو د یو شمېر لیري پرتو ولسوالیو اوسېدونکې وایي، په لیري پرتو سیمو کې ډېری وخت د زېږون پر مهال د مرستې نشتوالی د مور او ماشوم د مړینې سبب ګرځي.
د زابل اوسېدونکې رخشانه وايي، خور یې د همدغو ستونزو قرباني شوه او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
رخشانې ازادي راډيو ته وويل: "زما خور د زېږون پر مهال کلینیک ته تر رسېدو مخکې مړه شوه، ځکه چې زموږ په کلي کې کلینک نهشته او نه داسې پوه قابله لرو."
روغتیاپالان وايي د زېږون پر مهال د لازمو روغتیایي خدماتو نشتون او د ماهرو قابلهګانو کمی د مور او ماشوم د مړینې مهم عوامل دي.
د روغتیا پالانو په خبره د زېږون پر مهال د مکروبونو او ناپاکو شرایطو له امله، د مور او ماشوم د روغتیايي وضعیت خرابېدو احتمال زیات دی.
د خوراکي توکو کمی، د متوازنو خوړو نشتون او د تغذیې په اړه د پوهاوي کمی نورې هغه ستونزې ګڼل کېږي چې، له کبله یې ښځې د اميندوارۍ او زېږون پر مهال د وینې په کمښت او نورو تغذیوي ناروغیو اخته کېږي.
"ډېری مېرمنې موږ ته مراجعه کوي چې زیاتره یې کم خوني لري ځکه چې د خلکو اقتصاد ضعیفه دیملالۍ
د ملالۍ په نوم د کندهار د یوه خصوصي روغتون قابله وایي، خلک د غربت له امله کافي خواړه نهلري او له همدې کبله مېندې له بېلابېلو ناروغیو سره لاس او ګرېوان کېږي.
ملالۍ وايي: "ډېری مېرمنې موږ ته مراجعه کوي چې زیاتره یې کم خوني لري ځکه چې د خلکو اقتصاد ضعیفه دی، هغه خواړه او مېوه جات چې د دوی صحت ته مهم دي، نه ورته رسیږي."
دا وايي، د فزیکي ناروغیو تر څنګ ګڼ شمېر ښځې په رواني او روحي ناروغیو هم اخته دي او د دې په وینا د دغو ناروغیو لوی لامل ناوړه دودونه او ټولنیز محدودیتونه دي، چې د همدغو محدودیتونو له کبله متضررې ښځې نهشي کولای د خپلو رواني مشکلاتو په اړه مرسته وغواړي.
دغه راز ملالۍ ازادي راډيو ته وويل: "دلته ښځې بېچاره ګانې پهدې نهپوهېږي او نه هم جرأت لري چې خپله یوه رواني ستونزه د چا سره او څنګه شریکه کړي، د ځان سره یې ساتلې وي خو چاته يې ویلی نهشي، ډاکټر یا قابلې ته یې نهشي ویلی."
د زابل اوسېدونکې رخشانه بیا وایي، ټولنیز باورونه هم په ډېری مواردو کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي مخه نیسي.
هغه وايي: "ډېر خلک نهغواړي چې خپله خور، ماینه یا لور نارینه ډاکټر ته ښکاره کړي، موږ لیدلي دي چې ښځینه داکټره نهشته."
هڅه مو وکړه چې په کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د يادو روغتیایي ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت د روغتیا د برخې د مسوولینو نظر واخلو، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې خبرو ته حاضر نهشول.
روغتیاپالان وایي، اقتصادي مرستې، د لیري پرتو سیمو لپاره د روغتیايي خدماتو پراختیا، د متخصصو ډاکټرانو زیاتوالی او د روغتیايي پوهاوي لوړول هغه تدابیر دي چې، کولی شي د ښځو روغتیايي حالت ښه کړي.