په افغانستان کې یو شمېر هغه مېرمنې چې په دودیز ډول امیندوارو مېرمنو ته زېږون ورکوي، په لرو پرتو سیمو کې چې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نهشته د سیمهییزو قابلو د روزنې پر اهمیت ټینګار کوي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر هغه مېرمنې چې په دودیز ډول امیندوارو مېرمنو ته زېږون ورکوي، په افغانستان کې د "جيآیزیټ" د مستقیمو فعالیتونو د بندېدو په اړه اندېښمنې دي.
په کندز ولایت کې له دوی څخه یوه چې د "جيآیزیټ" له خوا روزل شوې، د نوم د نه اخیستو په شرط ازادي راډيو ته وویل، د "جيآیزیټ" د مستقیمو فعالیتونو په بندېدو سره به کلیوال خلک د روغتیايي ستونزو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
هغې وويل: "زموږ ټولنه درمل او درملنې ته اړتیا لري، دلته موږ ته ډېر ښه پوهاوی او روزنه راکوي او زموږ ښه همکاران دي، خو که اوس جيآیزیټ خپل کارکوونکي له افغانستان څخه وباسي زموږ د ستونزو د زیاتېدو لامل کېږي او افغان ښځې له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ کېږي."
په بلخ ولایت کې یوې بلې سیمهییزې قابلې سحر ازادي راډيو ته وویل، په لرو پرتو سیمو کې د د دوی روزنه ځکه مهمه ده چې کولای شي د عادي زېږون پر مهال په بېړني حالت کې له میندو سره مرسته وکړي.
د بلخ اوسېدونکې قابله مېرمن سحر وايي: په ولایتونو کې چې تخصصي قابلې نه شته او تر کلینیکه پورې دوه-درې ساعته مزل وي، مور دوه-درې ساعته درد نه شي زغملی.
نوموړې وايي: "په ولایتونو کې چې تخصصي قابلې نه شته او تر کلینیکه پورې دوه-درې ساعته مزل وي، مور دوه-درې ساعته درد نه شي زغملی، نو که په نورو برخو کې له ښځو سره مرسته نه کېږي باید په دې برخه کې له ښځو سره مرسته وشي."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د نړیوالې همکارۍ لپاره د جرمني ټولنه یا "جيآیزیټ" چې د سیمهییزو قابلو د ښوونې او روزنې په برخه کې هم کار کوي، په پام کې لري چې په افغانستان کې خپل مستقیم فعالیتونه ودروي او خپل کارکونکي وباسي.
"جيآیزیټ" د جرمني هېواد یوه موسسه ده چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې په ښارونو او کلیو کې د بېوزلو خلکو د ژوند د ښه والي، روغتیايي خدمتونو او د ښځینه متشبثینو د ملاتړ په برخه کې کار کوي.
په همدې حال کې د افغانستان په لرو پرتو کلیو کې یو شمېر خلک د متخصصو ډاکترانو، با کیفیته درملو او روغتیايي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې روغتیايي مرکزونو ته د خپلو ناروغانو په ځانګړې توګه د امیندواره مېرمنو په رسولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د کونړ د چپې درې ولسوالۍ يوې اوسېدونکې چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل، روغتيايي کلينيک ته د نه لاسرسي او لرې واټن له امله يې ماشوم مړ شوی.
هغې وويل: "کله چې کلینیک ته ځو، دوه ساعته پلی مزل کوو تر څو هلته رسېږو په لاره کې غر دی، تيږې دي، د دې له امله چې کلینیک لرې و زما دوه ماشومان مړه شول، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته کلینیک جوړ شي."
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي اکبر جان ازادي راډيو ته وويل، که څه هم د ده په کلي کې کلينيک شته، خو متخصص ډاکتران نه لري.
نوموړی وایي: "ډاکتران نه شته، د معدې ډاکتر، د هډوکو ډاکتر، د عصابو ډاکتر، ټول یو کس دی او ناست وي یوازې نسخه ورکوي. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره مسلکي ډاکتران وګمارل شي. موږ ته چې کومې نسخې راکول کېږي دوا یې له ښاره راوړو خو ډاکتر دې مسلکي وي."
تر دې وړاندې یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د روغتیايي سیستم پر شته ستونزو اندېښنه ښودلې وه.
په دې وروستیو کې د بې پولو ډاکټرانو سازمان "ایمایسایف" ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د اوږدمهاله بنسټیزو مرستو نشتوالي دغه مرکزونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
له بلې خوا د روغتيا نړيوال سازمان هم په دې وروستيو کې په یوه راپور کې د افغانستان د روغتيايي خدمتونو پر وضعيت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هغه مړینې چې مخه یې هم نیول کېدای شي، هره ورځ د ٢۴ ميندو او ١٦٧ ماشومانو ژوند اخلي.