د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو خراب او نا ارامه وضعیت یوې حساسې مرحلې ته رسېدلی دی، ځکه د دې سازمان له قوله؛ طالبانو بې له کومې وېرې د بشري حقونو ټول نړیوال تړونونه چې افغانستان وړاندې منلي و، نقض کړي دي.
دې سازمان د دوشنبې په ورځ یوه مقاله کې چې" د افغان ښځو لپاره د عدالت څلورلارې" تر نوم لاندې یې خپره کړې زیاته کړې، د طالبانو بیا ځلي واکمنۍ نه یوازې په دې هېواد کې د ښځو د حقونو په برخه کې د وروستیو لسیزو پرمختګونه لهمنځه وړي، بلکې افغان ښځې یې د ظلم او ستم یوې بلې تیارې دورې ته وړې دي.
خو د طالبانو حکومت بیا تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په مقاله کې وړاندې لیکل شوي، په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ یو وحشتناک او سیسټماټیک تبعیضي سیسټم روان دی او د نجونو او ښځو حقونه د بیان، سفر، ټولنیزو ازادیو، کار، سیاسي مشارکت، روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي او زدهکړو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې محدود شوي دي.
دې سازمان ټینګار کړی چې د راپورونو پر بنسټ، د اقتصادي ستونزو له امله د اجباري او په کم عمر کې د ودونو شمېر زیات شوی او دې موضوع له نجونو او ښځو د ازادیو اخستو ترڅنګ؛ هغوی له تاوتریخوالي سره مخ کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د نجونو له ورکېدو هم خبر ورکړی او زیاتوي، طالبانو نجونې او ښځې په درو وهلي او زنداني کړي دي.
هغه ادعا چې د طالبانو حکومت بیا تل رد کړې ده.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، د دوی په زدهکړو، کار او ازادیو د طالبانو بندیزونو؛ دوی له ژونده ناهیلې کړي دي.
له لوړو زدهکړوه محرومه شوې روینا حیدري:
"دا چې په کور کې یم او نه شم کولای زدهکړه وکړه، ډېره ناهیلي شوې یم. زما په روحیه یې ډېر منفي اغېز کړی، ځکه نهشم کولای چې خپلو هیلو ته ورسېږم. دا د دې لامل کېږي چې نوی نسل پرمختګ و نه کړي، هیلې لهمنځه ولاړې شي او داسې فکر وکړي چې دوی نور نهشي کولای دلته ژوند وکړي. "
په کابل کې د طالبانو لهخوا له زدهکړو یوې بلې منع شوې نجلۍ هم د خپل نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
" محدود شوي یوو. د افغانستان په څېر یو هېواد کې ښځه یعنې، هیڅ. زه د یوې افغان نجلۍ په توګه غواړم چې موږ هم نظر کې ونیسۍ. موږ انسانان یوو. ښځه کېدل د دې دلیل نهدی چې موږ له ازادۍ او ژوند محرومه کړۍ."
د طالبانو حکومت واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته، افغان نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو، کار، ټولنیزو ازادیو، سیاسي مشارکت او ډېرو نورو حقونو محرومه کړي دي.
د دوی دې پرېکړو په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه هم راپورته کړي دي او له طالبانو غوښتل شوي چې دا بندیزونه لېرې کړي، خو د دوی رژیم ترې تل دفاع کړې ده.