د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د افغانستان د رایې کارولو حق په موقت ډول ځنډولی


د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې یو انځور
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې یو انځور

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان د رایې کارولو حق په موقت ډول ځنډولی دی.

ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان او پنځو نورو هېوادونو د رایې ورکولو حق د موقتي ځنډېدو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان تازه پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د منشور د ۱۹مې مادې له مخې یې هر غړی هېواد چې له دوو کلونو یا له هغې زیاتې مودې راهیسې یې خپل حق العضویت نه وي ورکړی، په عمومي مجمع کې د رایې ورکولو حق له لاسه ورکوي.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د تېر ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلنونو د حق العضویت د نه ورکولو له درکه د یاد سازمان پوروړی دی.

د دغه سازمان د غړیتوب کلنۍ اندازه دو لکه ډالره دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

خو نوموړي ځینو رسنیو سره خبرو کې دا خبره تایید کړې او ویلي، د همدې محرومیت له امله افغانستان د تېرې جمعې په ورځ د مې په لسمه د فلسطین په اړه په عمومي اسمبله کې رایه ورنه کړل شوه.

د راپورونو له مخې، مخکې د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی فیس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د پورونو په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وپوښتل شو، خو مرستیال ویاند یې ضیا احمد تکل د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د یادونې ده چې مخکې ملګرو ملتونو په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي از استازي په توکه د طالبانو د حکومت له خوا د معرفي شوي کس سهیل شاهین له منل کېدو ډډه کړې ده.

د نړیوالو چارو ځینې پوهان له دې ډلې عزیزالدین معارج وایي، که د افغانستان دا پورونه همداسې دوام وکړي، په راتلونکي کې د دغه هېواد د غړیتوب د موقتي تعلیق ګواښ رامنځته کولای شي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د ملګرو ملتونو په سازمان کې مهمترینه امتیاز د رایې حق دی، که چېرې افغانستان له دې حقه محرومېږي په دې معنا چې یوازې فزیکي موجودیت به ولري او نور هېڅ ډول واک په کې نه لري ان دا چې په اکثرو پرېکړو او دریځونو کې به خپله دفاع هم ونه شي کړی او که دا لړۍ دوام وکړي بیا نو د دوی غړیتوب یعنې څوکې یې هم تر یو وخت پورې تعلیق کېدلی شي."

د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹مې مادې له مخې که چېرې کوم هېواد د دغه سازمان د حق العضویت د ورکولو وس ونه لري، د دغه سازمان په عمومي اسمبله کې به بیا هم د رایې کارولو حق ولري.

د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم وایي، په دغه سازمان کې د رایې له حقه ځنډولی شوی هېواد باید د خپل پور د نه تحویلېدو په اړه یاد سازمان قانع کړي، که نه نو په خبره یې دا حق به تر هغه ترلاسه نه کړي تر کومه یې چې خپل ټول پور نه وي پرې کړی.

د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم

خادم وویل: "که چېرې یو هېواد د خپل حق العضویت د نه ورکولو په اړه د دغه سازمان کمېټه قانع کړي بیا یې دوی ورته کمولی هم شي یا یې ورته معاف کولی هم شي په غیرصورت کې یاد هېواد مکلف دی چې ټولې پیسې ورکړي."

د ملګرو ملتونو د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان، اکوادور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او سایوتومه او پرنسیپ هغه هېوادونه دي چې له دوو کلونو زیاتې مودې راهیسې پرې د غړیتوب د ورکړې پورونه پاتې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په خپله شپاړسمه جلسه کې د پرېکړه‌لیک په تصویب سره پرېکړه وکړه چې کومورس، سایوتومه او پرنسیپ او سومالیا کولی شي چې د دغه سازمان د ۷۸مې غوندې تر پایه پورې په عمومي اسمبله کې رایه ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG