د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

"د رسنیو ازادي د انتخاباتو د اعتبار لپاره ډېر اهمیت لري"


په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر UNAMA وايي چې د مطبوعاتو آزادي په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو د اعتبار لپاره ډېر اهمیت لري.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر UNAMA د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل بیان کې د افغانستان له ټولو سیاسي ډلو غوښتي چې د مطبوعاتو او بیان د آزادۍ د خوندي کولو لپاره لاسونه سره ورکړي.

یوناما وايي، سږکال په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي د مطبوعاتو آزادي، د خبریالانو امنیت، د معلوماتو د ترلاسه کولو او بیان حقونه ترټولو معنادارې وسیلې دي چې په افغانستان کې د قدرت له دیموکراتیک او شفاف انتقال سره مرسته کولای شي.

د وینا د حق تضمین او په ټولو رسنیو کې د بیان د آزادۍ خوندي کول د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې سږنی شعار دی.

یوناما د بیان او مطبوعاتو آزادي په تېره لسیزه کې د افغانستان له مهمو لاسته راوړنو څخه بولي خو وايي، له دې سره سره افغان ژورنالیستان لاهم له ورځنیو ګواښونو سره مخامخ دي چې د دوی مسلکي فعالیت ته زیان اړوي.

یوناما یوازې په تېره یوه نیمه میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تشدد شپاړس موارد یاد کړي دي چې د نای په نوم د ژورنالیستانو د ملاتړ یوې مدافع ډلې یې راپور ورکړی. په دې کې دوه د وسله وال تشدد پېښې وې، د یوې مسوولیت وسله والو مخالفینو منلی او نورې یې د ناڅرګندو عناصرو له خوا ترسره شوي.

د یوناما بیان د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي یان کوبیش له قوله لیکي چې وايي، یو فعال مطبوعاتي چاپېریال چې تاوده بحثونه او متوازن راپورونه ولري د هغه شفافیت او حساب کتاب د اړتیاوړ عنصر دی چې په افغانستان کې د رښتیني ډیموکراتیک ګډون لپاره په کار دی.

د بیان آزادي د انساني حقوقو د بنیادي اصل په توګه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په نولسمه ماده کې په رسمیت پېژندل شوې. په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۱ ژورنالیستان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله هرکال د مې 3مه نېټه په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي او روان ۲۰۱۳ د دې مناسبت شلم کال دی.
XS
SM
MD
LG