د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اف پي) وايي، سره له دې چې په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي خو دغه سازمان له هرو درېيو دغو ماشومانو یوازې له یو یې ملاتړ کولی شي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د جمعې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې ليکلي چې د مرستو کموالي د دوی مالي سرچینې کمې کړي او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې دوامداره مالي ملاتړ خورا حیاتي رول لري.
همهاله، د روغتیا نړیوال سازمان" ډبليو اچ او" د پنجشنبې په ورځ د خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د کابل په خیرخانې روغتون کې د شديدې خوارځواکۍ د څانګې د جوړولو په اړه راپور خپور کړى او ویلي يې دي چې دغه څانګه ۱۰۲ بسترونه لري، په طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال ده او د اړینو توکو زېرمه هم لري چې په کې درمل، روغتیايي کيتونه او د شیدو چمتو کولو لپاره مجهز توکي په کې شامل دي.
په راپور کې زیاته شوې چې په تېرو درېیو کلونو کې د وچکالۍ له امله وضعیت نور هم خراب شوی او د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې ۲،۵ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي په خوارځواکۍ اخته شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اچ او) ویلي چې د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د کلونو بې ثباتۍ د خوار ځواکۍ په ګډون مهمو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د عادلانه لاسرسي تضمین محدود کړی دی.
د دې سازمان په وینا، د بودیجې نشتوالی په ٢٠٢٣ کال کې د ٤٢٧ ثابت او ګرځنده روغتیایی مرکزونو د تړلو لامل شوی چې له د شپږ لکه څخه زیاتو له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو او د دوه لکه او څلوېښت زرو څخه زیاتو امیندوارو او شیدو ورکونکو میرمنو په ګډون درې ملیونه خلک یې اغیزمن کړي دي.
خو هغه کورنۍ چې ماشومان يې په خوارځواکۍ اخته دي ازادي راډيو ته يې وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو درملنه نه شي کولای او مرستندويه بنسټونه هم ورسره مرسته نه کوي.
د کابل ښار د قلعه غازي اوسېدونکې فرشتې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
" لور مې درې نیم کلنه ده، اشتها نه لري او وده نه کوي، ډېره کمزورې ده، کور ته څېرمه کلینیک دی، د څو اونيو راهيسې تر درملنې لاندې وه. دوی هغې ته د خوار ځواکۍ مواد ورکړل، خو اوس يې د هغې کارت قيد کړى او مواد نه ورکوي هرڅوک اقتصادي ستونزې لري او موږ يې هم لرو ."
د کندز ولایت اوسېدونکې کریمه چې د څلورو ماشومانو مور ده، ازادي راډیو ته يې وویل چې دوه ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي.
"زما وروستي دوه ماشومان خوار ځواکي دي، ما څو ځله په کندز او تخار کې کلینیکونو ته بوتله دوی ماته دوه کارتونه راکړل، یو څو ځلې زما مشر زوى په تخار کې مواد واخيستل خو د کوچني زوى لپاره مې کندوز کې مراجعه وکړه ، له بده مرغه کارت يې را نه کړ هېڅ سازمان مرسته نه کوي."
کریمه د ملاتړ نشتوالی، بې روزګاري او بې وزلي د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ نور لاملونه بولي.
خو د ماشوم د څانګې متخصص ډاکټر عزت الله حميد هم دخوار ځواکۍ د ډېر والي اصلي لامل د کورنيو د کمزوري اقتصاد بولي.
"که د میندو او ماشومانو چې خوارځواکي دي ملاتړ و نه شي، خوار ځواکي ماشومان به مو له لاسه ولاړ شي او که د میندو ملاتړ ونه شي، نو اولادونه به يې خوار ځواکي وزېږي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تېره اوونۍ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د کموالي په اړه خبرداری ورکړى او ویلي يې دي چې د روان کال د اپریل او جون میاشتو ترمنځ د بودیجې کمښت به په افغانستان کې د سرپناه، روغتیا او خوراکي توکو او تغذیې، خونديتوب او ښوونې په برخو کې د مرستو د بندېدو لامل شي.
د اوچا په وینا، دوی په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره د اړتیا وړ ۳.۱ میلیارده ډالرو بودیجې یوازې ۱۵،۸ سلنه یې تر لاسه کړې ده.