که څه هم په کابل ښار کې لسګونه تفریحي پارکونه فعال دي، خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د اقتصادي ستونزو او پارکونو او تفریحي سیمو ته د ښځو او نجونو پر تګ د بندیز په ګډون د طالبانو حکومت لخوا د لګول شويو محدودیتونو له امله دوی دغو پارکونو ته له تلو محروم دي.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې مرسل ازادي راډيو ته وویل چې څو ورځې وړاندې یې غوښتل چې کابل ژوبڼ ته ولاړه شي، خو د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.
" څو ورځې مخکې ما خپل وراره له ځانه سره واخيست او ژوبڼ ته لاړو، د ژوبڼ مخې ته چې ور ورسېدم ، نورې څلور ښځې هم ناستې وې، هغوی نه وې پرېښودل شوې چې خپل ماشومان ژوبڼ ته بوځي، موږ ټول خواشيني شو او د ناهيلۍ احساس مو وکړ. "
په کابل کې یوه بله مېرمن ماجبین چې په خبره یې په تېرو کلونو کې د مېلې او تفریح مینه واله وه، وايي چې اوس د اقتصادي ستونزو او د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله نه شي کولای تفریحي ځایونو ته ولاړه شي.
" د جمهوریت پر مهال شمالي او بند قرغې خوا ته به د سیاحت او تفریح لپاره تلو. خو اوس ټول پارکونه یې د ښځو پر مخ تړلي دي. اوس چې د مېلې او تفریح موسم دی، زه تفریحي پارکونو او میلې ته په تلو پسې خپه یم. "
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل سربېره د نورو ولایتونو تفریحي سیمو ته هم د تفریح لپاره ځي.
د باميانو په بند امیر کې یو هوټل لرونکی، مهديار وايي، چې دلته د سېلانيانو د شمېر کمېدو د هغه پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.
" د پخوا په پرتله شرایط خرابه شوي ځکه عام خلک نه راځي، ځينې کسان چې راځي هغه افغانان دي چې له بهر څخه راغلي، شمیر یې کم دی، کار او بار مې ښه نه دی. "
د پروان ولايت اوسېدونکى مصور وايي چې د اقتصادي ستونزو او په تفريحي سيمو کې د ښځو او نجونو پر تلو د بندیز له امله ډېر کم خلک ګل غونډۍ ته ځي.
" په پروان کې همدا ګل غونډۍ تپه ده، د تیرو کلونو په پرتله کم خلک له کابل څخه دلته راځي. ځکه د خلکو اقتصاد ضعیفه دی او بل دا چې کورنیو ته، له مېرمنو سره په دې سیمه کې اجازه نه ورکوي. "
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې د پسرلي په لومړیو اونیو په تېره بیا د رخصتیو په ورځو کې به د کابل ښار د تفریحي سیمو لکه: قرغه، پغمان او د کابل ښار دننه د تفریحي پارکونو، سربېره به خلک په ځانګړې توګه کورنۍ د پروان ګل غونډۍ او نورو نېږدې تفریحي سیمو ته د مېلو لپاره تلل.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د یو شمېر تفریحي پارکونو د مسوولینو نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
خو تفریحي سیمو او طبیعي سمسورو ځایونو ته تلل څومره اړین دي او د خلکو په ژوند څه اغېز لري؟
یو ارواپوه، شرف الدین عظیمي د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: " تفریح او سیل کولای شي د اضطراب په کمولو، د فزیکي او رواني روغتیا په زیاتولو، د ټولنیزو اړیکو په پیاوړي کولو، د مهارتونو په پراخولو او د انسانو د ژوند د کیفیت ښه کولو کې مرسته وکړي. "
د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په کابل کې تر ۱۴۰ ډېر تفریحي پارکونه فعال دي او د نورو پارکونو د جوړولو هڅې هم روانې دي، هغه چې د پر ښځو د محدودیتونو له امله، د کورنیو ورته ورته کم دی.