په کندهار ولایت کې د کرنیزو توکو د جوړولو فابریکې زیاتې شوي دي.
د دغه ولایت د معدن او صنعت خونې مسوولان وايي، اوسمهال په کندهار کې د کرنیزو توکو د جوړولو څلور فابریکې فعالیت لري چې په کې تریشلونه، ژرندې، نوفال، دوفال او نور بېلابېل توکي جوړېږي.
د مسولانو په وینا، مخکې به دغه توکي له نورو هېوادونو واردېدل، خو اوس کندهار له دې اړه پر ځان بسیا دی.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: