د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال د اوسپنې ویلي کولو ۵ فابریکې فعالې دي چې، ملیونونه ډالر پانګهونه ورباندې شوې ده او هر ورځ لسګونه ټنه ګول سيخ تولیدوي.
د دې فابریکو مسوولين وايي، تولیداتو یې له بهره په تعميراتي چارو کې د کارېدونکي سيخ د واردېدو مخه نيولې ده خو لا هم د برښنا کمښت یې پر وړاندې یو ستره ستونزه ده.
دا په داسي حال کې ده چې، دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۲۰ فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله تړلي دي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: