له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان نجونو د زده کړو د ملي کمپاین یو دولس کسیزه پلاوی چې مېرمنې هم په کې شاملې دي، کابل تللي او هلته یې له بېلابیلو طالب چارواکو سره د نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړې دي.
کابل ته رسېدلی له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغان نجونو د زدهکړو د ملي کمپاین دولس کسیزه پلاوی د افغان نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له دوو مرستیالانو او د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون له یو شمېر سرپرست وزیرانو سره کتلي دي.
د دې پلاوي ویاند حکمتالله حکمت وايي، دوی هڅه کوي چې په کندهار کې د طالبانو له مشر ملاهبتالله اخندزاده سره هم وګوري، خو په خبره یې لا نه دي توانېدلي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ډېرو مشرانو دا ډاډ ترلاسه کړ چې دا سیاست دایمي نه بلکې لنډ مهالی دی، موږ په دې کار کوو چې څنګه وکولای شو تر څو د زده کړو لپاره د شریعت په چوکاټ کې یو معیاري نصاب او معیاري محیط رامنځته کړو."
دی وايي، له طالب مشرانو سره په دې هم بحثونه وشول چې د امر ثاني لپاره باید یو واضح تعریف رامنځته او زماني قید کېښودل شي او دغه شان باید په دې اړه پرمختګونه له خلکو سره شریک شي او په یو شمېر نور مسایلو هم دوی سره خبرې شوي دي.
نوموړي د دغو لیدنو کتنو په اړه ډېر جزییات شریک نه کړل.
ازادي راډیو په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ترلاسه نه کړ.
د افغان نجونو د زدهکړو د ملي کمپاین غړي وايي، کابل ته رسېدلی د دوی پلاوی له یو شمېر افغان ړوند اندو او د زدهکړو د برخې له فعالانو جوړ دی، چې مېرمنې هم په کې شاملې دي.
مخکې د افغان نجونو د زده کړو د ملي کمپاین ویلي وو چې طالبانو ته به د نجونو د زدهکړو د بیا پیل په خاطر جرګه کېږي.
د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز د لغوه کولو دا هڅې په داسې حال کې دي چې تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي ریچارډ بینېټ ویلي زده کړو ته لاسری هغه بنسټیز حق دی چې باید په ټوله نړۍ کې یې ساتنه وشي.
نوموړي تېره ورځ په خپل اېکس په یو بیان کې له هغه انلاین هشتګ سره چې (د تعلیم آزادي او تعلیم د ټولو لپاره) تر عنوان لاندې پیل شوی، د ګډون له کبله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زدهکړو د سیستم له منځه وړل او یا پر هغه محدودیت لګول د منلو وړ نه دي.
په همدې حال کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې وایي، د زدهکړو د خلاصون په برخه کې هر ډول هلې ځلې د هرکلي وړ دي.
د کابل یوې اوسېدونکې چې د اتم ټولګې زده کوونکې وه او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "د زدهکړو د خلاصون لپاره هر ډول هڅې د هرکلي وړ دي. موږ غواړو چې زموږ پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي."
د ختیځ کونړ یوې په کور ناستې زده کوونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي وویل: "ښکاره ده چې په هر هېواد کې د هلکانو او نجونو لپاره زده کړې ډېرې مهمې دي، هیله ده دا خبرې پایلې ورکړي او زموږ په وړاندې د زده کړو دروازې پرانیستل شي."
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي، ډېری ښځو یې له کار راګرځولي او په بېلابېلو نورو ټولنیزو برخو کې یې پرې محدودیتونه لګولي، خو له دې سره سره یې ادعا دا ده چې د ښځو حقونه د شعریت په چوکاټ کې خوندي دي.
هغه ادعا چې افغان مېرمنې او نړیواله ټولنه یې ورسره نه مني.