افغان حکومت وايي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د انسان قاچاق کم شوی، خو د انساني قاچاق بانډونه له نوېو طریقو څخه په استفاده لا هم د یو شمېر کورنۍ غړي ښکار کوي.
د انسان قاچاق چې په اوسني عصر کې د غلامۍ نوې بڼه ده، نن سبا په افغانستان او بهر کې د ځینو خاصو کړېو لپاره د غیر قانوني سوداګرۍ یو ښه سرچینه بلل کېږي.
پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د انسان قاچاق د کومو هدفونو لپاره ترسره کیږي؟
سرچینه:
یوه معتبره افغان امنیتي سرچینه وايي، په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې انساني قاچاقبران د خلکو له اقتصادي کمزورتیا، د کورنیو له ناپوهي نه په استفادې ماشومان او تنکي ځوانان د امنیتي هدفونو لپاره له هېواده بهراو په داخل کې قاچاق کوي.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د انسان قاچاقبران د سیمې د هېوادونو د استخباراتو په ملاتړ ځیني نابالغ ماشومان له خپلو کورنیو څخه په دې پلمه چې په دیني مدرسو کې یې استخداموي، د افراطیت زده کړو مرګزونو ته لېږي.
څو کاله وړاندې انساني قاچاقبرانو ۱۱کلن یحیی په همدې هدف د انتحاري حملې لپاره قاچاق کړی و.
که څه هم یحیی وړوکی دی، خو یوه نړۍ خبرې له ځان سره لري، یحی ویل ژوند یوه الهي تحفه ده، نو ځکه نه یې غوښتل انتحاري حمله وکړي.
یحيي چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی وايي، وسله والو مخالفینو ورته دا ور زده کول چې څه ډول انتحاري واسکټ واغوندي او خپل ځان مشخص هدف ته ورسوي.
یحیی زیاته کړه:
"طالبانو غوښتل چې ما انتحاري کړي په قیصار ولسوالۍ کې، مور او پلار مې زه په ۷ لکه افغانۍ خرڅ کړی وم، راته یې ویل چې ولاړ شه په ستړي مشي انتحاري حمله وکړه، طالبانو راته وویل چې وې کړه، ما ویل نه یې کړم ، دوی راته ویل جنت ته به ولاړ شې، څوک جنت ته تللی چې بېرته راغلی او موږ ته یې نکل کړی وي چې زه جنت ته ولاړم او بېرته دلته راغلم."
ډېر ځله داسې هم ویل کېږي چې قاچاق شوي ځینې ماشومان د بدن د غړیو د قطع، د جنسي استفادې او سختو او له توان وتلې کارونو ته په زور مجبورېږي.
له یحیی نه مې وپوښتل کله چې له قاچاق کوونکو سره وې تاته یې څه نور در زده کول او له تا پرته نور ماشومان هم قاچاقي شوي و او پوځي زده کړې ورکول کېدې؟
هغه وویل:
"زما په څېر پنځه کسانو نور هم ورسره وو، پلرونوته یې روپۍ ورکړې وې او موږ ته به یې ویل چې انتحاري حملې وکړئ، په زور او په رضا داوړو یې راوستلي و، د قرانکریم سبقونه به یې راته ویل، لمونځ یې راښوده، واسکټ یې ماته را کاوو، خوما نه اغوست ویل یې جنت ته به ولاړشئ ما ویل نه ځو، ما ورته ویل چې تاسې ولاړی شئ دوی ویل چې تاسې کوچنیان یی، موږ لویان یو جهاد کوو."
یحیی وايي، هغه وخت چې له طالبانو سره و، څو ځله یې د تېښتې هڅه وکړه چې بلاخره په تېښته بریالی شو، ځان یې افغان امنیتي ادارو ته تسلیم کړ او اوس په یوه امن ځای کې ساتل کېږي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، ډېری ماشومان چې د امنیتي هدفونو لپاره له هېواده بهر د قاچاقبرانو له خوا قاچاق کېږي بېوزله ولایتونو سمنګان، کونړ، بادغیس، فراه، بدخشان، بغلان او پکتیکا اوسېدونکي دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هغه ماشومان اوتنکي ځوانان چې کورنۍ یې اقتصادي ستونزې لري، د انساني قاچاقبرانو لاس ته لوېږي.
د دغه وزارت ویاند علي افتخاري وايي، د دوی موندنې ښيي چې تر ډېره افغان ماشومان د سختو کارونو ته د استخدام او د امنیتي مسایلو لپاره قاچاق کېږي.
افتخاري زیاته کړه:
"له موږ سره په مجموع کې په تېرو څو کلونو کې د ماشومانو د اختطاف او قاچاق شاه خوا زر قضیې ثبت دي، دا هغه قضیې دي چې قربانیان یې را ګرځول شوي او بېرته کورنیو ته تسلیم شوي، تېر کال موږ د انسان د قاچاق ۲۱۸ قضیې لرو، خو سږ کال۱۷۰ قضیې لرو، په دې وروستیو کې موږ په ډله ییزه توګه ۱۴قربانیان درلودل چې هېواد ته راګرځول شوي، دا کسان زیاتره د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي چې عمرونه یې له ۱۸کلونو څخه تر ۶ کلونو پورې دي."
ښاغلی افتخاري وايي، هغه ماشومان چې قاچاق شوي د ډېروعمرونه له ۱۸څخه تر ۶ کلونو پورې دي چې ځینې د انټرپول پولیسو په مرسته له ترکیې، سعودي عربستان، ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کار اوټولنیزو چارو وزارت له ویانده مې وپوښتل چې د دې ناوړې پدېدې قربانیان له کومو نور ګواښونو سره مخ وي؟
هغه زیاته کړه:
"دوی زیاتې ستونزې لرلې، ځینې داسې کسان هم قاچاق شوي وو چې کورنیو احوال نه درلود، قاچاقبرانو ورته ویلي چې ماشومان موږ ته راکړئ د میاشتې به زیاتې پیسې در کوو، خو کله چې یې وړي د یوه ګدا په ډول یې ورنه استفاده کړې له بده مرغه دوی ګواښل شوي هم دي چې د ورځې باید دومره پیسې پیدا کړئ، پیسې یې کورنیو ته نه دي لېږل شوې، له دوی نه جنسي استفاده هم شوې او په امنیتي کارونو کې هم ورنه ګټه اخیستل شوې."
دا په داسې حال کې ده چې یو تنکی افغان ځوان چې د قاچاقبرانو له خوا غولېدلی د ښاغلي افتخاري په خبرو د تایید ټاپه لګوي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی حیات الله وايي، قاچاقبرانو په یو عالم چل او نیرنګ هغه سعودي عربستان ته د کار موندلو لپاره قاچاق کړ، خو هلته له یوه ناوړه برخلیک سره مخ شو.
هغه خپل کیسه داسې بیان کړه:
"نهه میاشتې له کورنۍ ورک وم پلار مې نه پوهېده چې زه چېرته یم، په سعودي عربستان کې نهه میاشتې ورک وم، زما په سر جګړې او جنجالونه و، زه یې ځورولم، په دې نهو میاشتو کې ما داسې فکر کاوو چې په ما نهه کاله تېر شوي، زه یې وهلم ټکولم په ما یې کارونه کول."
دغه تنکی افغان ځوان زیاتوي له څو میاشتو وروسته د سعودي عربستان پولیسو هغه له قاچاقبرانو وژغوره او زندان ته یې ولېږه.
له حیات الله نه مې وپوښتل څنګه وتوانېدې چې یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې؟
هغه زیاته کړه:
"په زندان کې مې یوه ملګری زما له پلار سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې د حیات الله په نوم له ماسره یو ماشوم بندي دی، له هغې وروسته زما پلار خبر شو هغه دولت خبر کړ، یو کس په سعودي عربستان کې زما ضمانت وکړ، بیا راخلاص شوم او له نهو میاشتو وروسته یې زه افغانستان ته راولېږلم، زیات تکلیفونه مې ولېدل، حتی قاچاقبر چې له ما څخه۳۵۰۰ ډالر واخیستي وو، هغه مې هم ونه ګټلې او د سعودي عربستان په زندان کې له ماسره یو کلن ماشوم هم و."
له دې وړاندې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان غړو یا سارک په خپله څلورمه غونډه کې پرېکړه کړې وه، چې د افغانستان په ګډون د دغه سازمان اته غړي هېوادونه باید د انسان د قاچاق په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د قاچاق د منع کنوانېسون تطبیق کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د انساني چاقاق د مخنیوي په برخه کې د افغان حکومت له هڅو راضي نه برېښي.
د دغه کمېسیون رییسې سیما سمر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"یوه له تر ټولو لویه او جدي ستونزه چې په افغانستان کې شته هغه د انسان قاچاق دی او په دې برخه کې لازم کارونه نه دي شوي، موږ د دې غوښتنه کوو چې افغان حکومت باید دې مسالې ته پام وکړي، تر اوسه په افغانستان کې د انسان قاچاق جرم نه و ګڼل شوی، خو د کمېسیون په غوښتنه لږ تر لږه دا کار وشو چې د انسان قاچاق په جرم کې شامل شو."
په ورته وخت کې په افغانستان د کډوالۍ نړېوال سازمان یا ای. او. ام د انساني قاچاق کوونکو د فعالیت په محدودېدو کې د افغان حکومت په رول ټینګار کوي.
د دې سازمان د عامه اړیکو مسوول نصیر احمد حیدرزی وايي:
"زموږ ارقام دا ښیي چې په نږدې وخت کې۱۴۰۰ تنکي افغان ځوانان سویډن ته ورسېدل، د هغه بې سر پرسته تنکي ځوانان دي چې ډېر خطرونه یې په سترګو لیدلي او احساس کړي دي، د قاچاق په بدل کې په دوی باندې ستونزمن شرایط اېښودل شوي په هغه کې جنسي مسایل او اجباري کارونه شامل دي، حکومت کولای شي د انساني قاچاق د فعالیتونو د محدوده ولو په برخه کې قوي ګامونه واخلي د حکومت رول زیات حیاتي نقش دی."
ویل کېږي چې په دې وروستیو کلونو کې انساني قاچاقبران د انټرنیټ او نورو بېلابېلو لارو یو شمېر خلک د کارموندنې په هدف په درواغجنو وعدو غولوي او په همدې پلمه یې بهر ته د شومو اهدافو لپاره قاچاق کېږي.
د کابل د امنیه قومندانی هڅې:
له دې ټولو سره ـ سره کې د کابل امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رییس فرید عبیدي وايي چې د خپلو کاري صلاحیتونو په چوکاټ کې یې په دې برخه کې لازم اجرات کړي.
"له افغانستانه په مستقیمه توګه قاچاق نه کېږي، د قرباني او قاچاق کوونکي په منځ کې یو قرارداد کېږي، تر اوسه د قاچاق داسې قضیه نه لرو چې په هغه کې له افغانستانه ښځې اوماشومان قاچاق په کې شامل وي، که څه هم قربانیان د قاچاقبرانو د استفادې وړ ګرځي، قربانیان د ځینو ترورستي او مافیايي کړیو د استفادې وړګرځي، موږ د خپل مسوولیت په ساحه کې په دې برخه کې ډېر جدي یو."
که څه هم په دې راپور کې مو د انساني قاچاق د دوو قربانیانو چې قاچاقبرانو فریب ورکړی و، د ژوند سختې درته بیان کړې، خو یحیی وايي، هېڅ کله به هم د ده په اړه د خپلې کورنۍ بېغوري له یاده ونه باسي.
"څنګه مې له زړه ووځي چې دوی زه په اوولکه روپۍ خرڅ کړم، دوی غوښتل چې زه مړ شم اوس دوی ته څه ګټه ورسېده چې زه همدلته یم، زه په ژوند کې یوه داهیله لرم چې ټول خلک له ما څخه خوشحاله وي، ولاړ شم ترکیې ته هلته یو څوکاله درس ووایم یو ښه سړی رانه جوړ شي هغه خلک دې ورک شي چې ماشومان خرڅه وي دوی باید په ځان زور راوړي ماشومان خرڅ نه کړي."
خو د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ماشومانود همغږۍ څانګې مسوول نجیب الله ببرک زی له ټولو کورنیو غواړي چې د قاچاقبرانو لاس ته خپلو ماشومانو له لېدو څخه په کلکه ساتنه وکړي.
هغه زیاته کړه:
"محترم والدین باید د ماشومانو حقونه وپېژني که دوی په غوره ګټه باندې پوه نه شي هغه ماشوم چې۱۰۰ افغانۍ او یا ۱۰۰ ډالره په ورځ کې راوړي چې دا فاصله ډېره زیاته ده، دا ماشوم د قاچاق، اختطاف او جنسي تېری او داسې نور زیات خطرونو سره مخ وي، غوره ګټه خو داده چې زه زر روپۍ وګټم او کورته نږدې یې وګټم په ماشوم باندې یې ونه ګټم که میندې په دې پوه شي دوی به په هېڅ صورت خپل ماشومان قاچاقبرانو ته تسلیم نه کړي."
د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ماشومانود د همغږۍ څانګې مسوول وايي، د انساني قاچاق د مخینوي لپاره اړتیاده چې په هېواد کې د عامه پوهاوي کچې د لوړولو په برخه کې کار وشي.
ښاغلی ببرک زی همدارنګه د افغان امنیتي اوکشفي ارګانونو مکلفیتونو ته په اشاره وايي چې د هېواد عدليي او قضايي بنسټونه هم باید د انسان قاچاقبرانو ته د جزا په ټاکلو کې لازم اجرات وکړي.
ددې راپور ویډیویي بڼه دلته کتلای شئ:
راپور: رحمت الله افغان