په افغانستان کې نوی تعلیمي کال او د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ داسې مهال را رسیږي چې میلیونونه نجونو له تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د ښونځي زنګ نه دی اوریدلی.
له تعلیم او تحصیله مخنیوي نجونې په ذهني او رواني ډول ځپلي او د راتلونکې هیلې یې ورته مړاوې کړې دي.
په خوست ولایت کې یوه مور چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، په رواني ستونزو د خپلې ۱۵ کلنې لور د اخته کېدو کیسه کوي.
دغه مور وایي، لور یې له هغه وروسته په رواني ستونزو اخته شوه چې د طالبانو لاس ته د خوست د سقوط په ورځ یې وسله وال ښوونځي ته ورغلل او ښونځی یې وربند کړ.
هغه زیاتوي:
" اوس یې وضعیت له یوې ورځې بلې ته خرابه کیږي. شپه او ورځ ځانته یوازې ناسته وي او خوراک هم نه کوي. نه له ما سره خبرې کوي او نه هم د کورنۍ له بل غړي سره. ښه کیږي نه؛ بلکې ورځ تر بلې خرابه کیږي. قدم وهلو کې یې هم فرق راغی، ځکه بدن یې کمزوری شوی دی."
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښونځي نه منع کړې او پارکونو ته د تګ په ګډون یې د هغوی په یوشمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو هم بندیزونه ولګول.
د خوست دغه اوسېدونکې وایي، دوی د همدې بندیزونو له وېرې خپله ناروغه لور پارکونو یا نورو تفریح ځایونو ته هم نه شي بیولی.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل:
" دا اجازه نشته چې زه یې دباندې وباسم او داسې خوشال ځای کې یې وګرځوم. کورکې همداسې یوه کوټه کې ناسته وي. ان د دې اجازه نشته چې په کړکۍ هم ودریږي."
پر رواني ستونزو د همدې اخته نجلۍ مشره خور مو هم چې د دولسم ټولګي زده کونکې وه، وپوښتله. هغه وایي ځایي ډاکټران یې خور ته داسې درمل ورکوي چې خوب یې ورسره ډېر شوی دی.
خوست کې تازه د طالبانو ځایي چارواکو محلي رسنیو ته د نجونو او ښځو په زنګ وهلو او په تعلیمي پروګرامونو کې په ګډون هم بندیزونه لګولي دي.
د همدې بندیز له کبله مونږ د ناروغې نجلۍ د خور غږ هم په راډیو کې له بدلون سره خپور کړی.
هغې ویلي:
" مونږ ګورو چې د هغې وضعیت ورځ تر بلې خرابه کیږي. ټول ډېر ورته خفه دي. ډاکټر ته یې ورولو، هغه د لس-پنځلسو ورځو دوا ورکوي، وایي چې راولی یې مه، یوازې یې نسخه راوړی. هغې دوا سره ګنګسه وي."
دا چې له ښوونځي محرومیت ولې انسان په رواني ستونزو اخته کوي، همدا موضوع مو په جرمني کې د رواني ستونزو له متخصص صفا حسني سره شریکه کړه.
هغه دا ډول ناروغي تروما وبلله چې اکثره له ځینو ناوړه پیښو انسان ته پېښېږي.
ډاکټر حسني ازادي راډیو ته وویل:
" داسې مریضان اکثریت نه شي کولای چې خپل روزانه فعالیتونه سرته ورسوي، لکه ښونځي ته تګ یا ځانته غذا برابرول یا هم کالي اغوستل. شخص ناتوانه وي، شخص منزوي شوی وي. تنهایي ته ډېره برتري ورکوي. مونږ ورته تروما وایو، هغه حالت چې انسان له بمبارۍ سره مخامخ شي، یا عادي مثال یې همدا له ښونځیو د نجونو محرومیت دی. دا د شخص پر روان، په ځانګړې توګه هغو ځوانانو باندې ډېر اغیز کوي چې د ښونځیو هیله یې درلوده. بدبختانه ښونځي نن سبا زمونږ په وطن کې بند دي."
د اکتوبر لسمه هر کال په نړۍ کې د رواني روغتیا نړیواله ورځ لمانځل کیږي. تېر کال د همدې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان استازو په کابل کې وویل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې اتیا سلنه افغانان له رواني ستونزو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دغو کې ۱۱ سلنه داسې ناروغان دي چې په ورځنیو چارو کې له اختلال سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وایي، زده کړو ته لاسرسی د ټولو انسانانو له لومړنیو حقونو څخه دی او ټینګار کوي چې افغان نجونې هم باید له دې حقه برخمنې شي.
د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا د هلکانو او نجونو لپاره تعلیم د افغانستان د راتلونکې بنسټ بولي.
اتونبایوا وایي:
" په افغانستان کې د ټولو، نجونو او هلکانو، نرینه او ښځو لپاره تعلیم له لومړني حق څخه هم پورته خبره ده. دا د افغانستان د راتلونکې لپاره یو بنسټ دی. تعلیم د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري."
یوشمېر دیني علما هم د نجونو پر مخ د تعلیم بندول، هغه هم د شرایطو په پلمه سم کار نه بولي.
دیني عالم عبدالصبور عباسي ازادي راډیو ته وویل:
" اسلام ښځې له تعلیم کولو او زده کړو نه دي منع کړي. د حجاب مسله ده چې هغه تعلیم پورې تړلې نه ده. که ښځه تعلیم کوي یا یې نه کوي، پر مسلمانه ښځې باندې الله حجاب فرض کړی دی، که هغه مکتب ته ځي که نه ځي."
د طالبانو حکومت له تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو د زده کړو، کار او نورو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له ګڼو نیوکو سره مخامخ شوی دی.
د نړۍ اکثره هېوادونه او سازمانونه د رسمیت پيژندنې لپاره همدا د ښځو د حقونو موضوع وړاندې کوي او وایي، تر هغو چې طالبان دغه حقونه ورنه کړي، حکومت به یې په رسمیت ونه پیژندل شي.