د افغان ويتنس په نامه یوه برېتانوي حقوقي ډله وايي، له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان بياځلي واک تر لاسه کړی، په افغانستان کې د ښځینه سیاسي فعالانو انلاین ځورونه د پام وړ زیاته شوې ده.
افغان ويتنس د دوشنبې په ورځ یوې سروې د پایلو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې، چې د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په انلاین ډول د سپکاوي، ګواښونکو او ځورونکو پوسټونو لیکل د ۲۰۲۲ کال د ورته وخت په پرتله ۲۱۷ سلنه، ډېر شوي چې درې چنده زیاتوالی ښيي.
د افغان ويتنس د دغه راپور لهمخې، په ميانمار کې د ورته څېړنې د ميتود څخه په ګټې اخيستنې په ټاکلي وخت کې په افغانستان کې د فعالو مېرمنو په اړه له سلو څخه زیاتو اېکس اکاونټونو کې د ۷۸ زره پوسټونو معلومات تحلیل کړي او د ښځو د حقونو له ۶ فعالینو سره يې خبرې هم کړي او بیا یې دا موندنې شریکې کړې.
د دې سروې د موندنو پر بنسټ، د ښځو په وړاندې دې توهين کوونکو پوسټونو کې د پاروونکو موادو او غير اخلاقي عکسونو سره جنسي څرګندونې او د جنسي تېريو ګواښونه، د کلتوري او مذهبي معيارونو د ماتولو له امله بېبنسټه تورونه، د لوېديځ د کارکونکې په توګه تورونه او نورو هېوادونو کې د پناه اخيستلو په خاطر د قضيو جوړولو د تورونو يادونه شوې ده.
افغان ويتنس موندلې چې انلاین تاوتریخوالی "ډېر جنسي" دی او په ۲۰۲۲ کې د ۶۰سلنه څخه ډېر پوسټونو کې د «فاحشه» او «بدکاره» کلمې کارول شوي.
د دې پروژې لوړپوړې څیړونکې فرانچیسکا جنټایلي وايي، له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان بياځلي واکمن شوي، ټولنیزې رسنۍ د ټولنیزو او سیاسي څرګندونو پر ځای د ځورونې او زور زیاتي په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د مبارزې په ډګر بدلې شوې دي.
د افغان ويتنس راپور کې ادعا شوې چې پلټونکو یې موندلي چې ټیټ رتبه طالبان او د ټولنيزو رسنيو طالبپلوه کاروونکي ډېری يې د سپکاوي ډک پوسټونو تر شا لاس لري.
په دې راپور کې د شویو ادعاو په اړه مو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نهکړې.
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالې دي په دې باور دي چې، افغان ښځې په ټولنه کې شتون نهلري او هڅه کېږي چې په انلاين يا مجازي فضا کې هم یې هم غږ غلی شي.
د دوی له ډلې زرمینه پرياني وايي، هغه او نورې اعتراض کوونکې مېرمنې په انلاین ډول د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر توهین شوې، سپکاوی يې شوی او ګواښل شوي دي.
نوموړې وایي:
"زما لپاره د هغوی سپکې سپورې خبرې اورېدل عادي شوي دي، یوازې موږ نه یو، حتی نارینه که هم خبرې وکړي، خویندو او میندو ته يې جنسي سپکاوی کېږي."
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې وږمې سادات ازادي راډيو ته وویل، کله چې ښځې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، يو شمېر کسان يې پر وړاندې په سپکوسپورو خپل مخالفت څرګندوي:
سادات زیاتوي:
"کله چې ښځې په مهمو او اساسي مسايلو خپل نظر څرګندوي، د هغوی حريم ته درناوی نهکېږي او دا کار د دې لامل کېږي چې يو شمېر ښځې له ټولنيزو رسنيو لاس پر سر شي، ځکه نه يوازې منفي تبصرې، بلکې د دوی سپکاوی هم کېږي."
پریسا مبارز چې یوه له اعتراض کوونکو مېرمنو څخه ده، وايي دوی د ځان او نورو ښځو د حقونو غوښتلو لپاره اعتراض کوي، خو دا ډول نظر څرګندونه د مېرمنو پر روحیه اغېز کوي.
هغه وايي:
"یو شمېر هغه کسان چې پوهاوی لري هڅوي يې، خو یو شمېر چې طالباني مفکوره لري، له بدهمرغه بدې خبرې کوي، چې دا کار د ښځو پر روحیه اغېز کوي."
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته دوی په ټولنه کې د ښځو فعاله ګډون باندې بنديز ولګاوه او اوس ډېری ښځې د ټولنیزو رسنیو له لارې انلاین اعتراضونه او عدالت غوښتنه کوي.
خو د افغان ويتنس د څېړنو د پایلو لهمخې، مېرمنې په ټولنیزو شبکو کې هم له ګواښ او سپکاوي سره مخامخې دي.
افغان ويتنس د معلوماتو د راټولولو پروژه ده چې د غیر انتفاعي معلوماتو د مقاومت مرکز لهخوا اداره کېږي او په افغانستان کې د بشري حقونو، امنیتي او سیاسي وضعیت پورې اړوند معلوماتو راټولولو او اندازه کولو په برخه کې کار کوي.