د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د اسراییلو د بریدونو دوام؛ د لوېدیځو او عربي هېوادونو مشران د غزې پر وضعیت بحث کوي


پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

په غزه کې د اسراییلو د هوایي او ځمکنیو بریدونو له دوام سره هممهاله د لوېدیځو او عربي هېوادونو مشران نن د غزې پر وضعیت بحث کوي.

ملګري ملتونه وایي، غزه کې له څه باندې یوې میاشتې بمبارۍ وروسته خلک په ناوړه بشري وضعیت کې دي او داسې حالت کې ګیر دي چې بشپړو خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې د لوېدیځو او عربي هېوادونو، ملګرو ملتونو او غیردولتي بنسټونو استازي نن په پاریس کې سره غونډېږي چې د غزې پر وضعیت خبرې وکړي.

په دغې غونډه کې په غزې تړانګه کې له ملکیانو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغو وړاندیزونو په اړه خبرې کېږي چې د بشري دهلیزونو او په سمندر کې د ګرځنده روغتونونو د جوړېدو په اړه دي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چې د اسراییلي ځواکونو او حماس سختدریځي ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریزې ډلې په توګه پیژني ، جګړه کې د بشري دمې غوښتونکی دی، غواړي دغې غونډه کې د فلسطینیانو پر اړتیاوو خبرې وکړي.

دغه اړتیاوې په کلابندې غزه کې د خوړو، اوبو، روغتیایي تجهیزاتو، انرژي او سون توکو په برخو کې دي.

ټاکل شوې چې د پاریس په غونډه کې د څه باندې پنځوسو هېوادونو استازي برخه واخلي او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس به هم په کې وي.

د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو چې د اوربند غوښتنې یې رد کړي، پرون چهارشنبه یو ځل بیا وویل، تر هغو چې د دوی برمته شوي کسان خوشې نه شي، اوربند امکان نه لري.

د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې د غزې څه باندې یونیم میلیون وګړي چې د دې سیمې د اوسیدونکو ۷۰ فیصده برخه جوړوي، له خپلو کورونو وتلي دي.

اټکل کېږي چې د غزې جګړه ځپلو سیمو کې د بشري ناورین په وړاندې مبارزې ته یو اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

ټاکل شوې د پاریس په غونډه کې فرانسه چې تراوسه یې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د غزې له خلکو سره د شل میلیونه یورو 'یوویشت اعشاریه څلور میلیونه ډالرو' مرسته کړې، نوره مرسته هم اعلان کړي.

جرمني هم د سه شنبې په ورځ ویلي چې د پخوانۍ ۷۱ میلیونه یورو مرستې ترڅنګ به د غزې له جګړه ځپلو سره ۲۰ میلیونه یورو تازه مرسته اعلان کړي.

اروپایي ټولنه چې ۲۷ هېوادونه په کې دي، فلسطینیانو ته د مرستو لویه برخه لېږدوي او دغې ټولنې روان کال له فلسطینیانو سره شاوخوا ۷۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

وروسته له دې چې حماس افراطي ډلې، د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۴۰ نور یې برمته کړل، اسراییلو پر غزې چې د حماس تر واک لاندې ده، غچ اخستونکي بریدونه پيل کړل.

په غزه کې د حماس روغتیايي چارواکي وايي، تراوسه په جګړه کې له لس نیم زرو ډېر کسان وژل شوي دي، دغه شمېرې خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG