نړۍ
له غزې د رومانیا ۱۰۳ وګړي مصر ته ایستل کېږي

د رومانیا د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې هېواد ۱۰۳ وګړي او د هغو د کورنۍ غړي به نن د غزې له تړانګې څخه مصر ته وایستل شي.
دې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د رفح د سرحد له لارې د دې کسانو د ایستلو اجازه بېګا له مصري او اسراییلي چارواکو سره له خبرو وروسته ورکړل شوه.
د بیان له مخې دا کسان به وروسته قاهرې ته واستول شي او له هغه ځایه به د هوا له لارې رومانیا ته ولاړ شي.
د راپورونو له مخې په غزه کې شاوخوا ۳۵۰ تنه رومانیایان دېره دي چې له دې ډلې ۲۶۰ کسانو د وتلو غوښتنه کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستاني چارواکي: هند به د راتلونکو ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې پر پاکستان برید وکړي

پاکستان وایي، معتبر استخباراتي معلومات یې ښيي چې هند د راتلونکو ۲۴ یا ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې پر پاکستان پوځي برید کوي.
اسوشیتد پریس خبري اژانس نن چهارشنبه ( د ثور لسمه) د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، هند دغه کار د هغې د دوی په ټکو بې اساسه ادعا له مخې کوي چې ویلې یې دي، پاکستان د کشمیر د تېرۍ اونۍ په برید کې لاس لري.
هندي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د هند صدر اعظم نریندرا مودي پاکستان د کشمیر د برید په ملاتړ تورن کړی او په دې تړاو یې خپل پوځ ته بشپړه عملیاتي ازادي ورکړې ده.
د هند او پاکستان ترمنځ چې تاریخي سیالان دي، نانندرۍ وروسته تر هغو زیاتې شوې چې وسله والو تېره اونۍ د کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۶ تنه چې تر ډیره سیلانیان وو، ووژل.
راتلونکې شنبه د ایران او امریکا استازي څلورم پړاو خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ چې د دوی او امریکایي استازو څلورم پړاو خبرې به د عمان په منځګړیتوب د راتلونکې شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.
عراقچي نن له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو په اړه وویل " کوم مشخص مهال ویش نه دی مشخص شوی او په خبره یې د خرابونکو خبرو او وخت ضایع کېدو په لټه کې نه دي."
د تېرو دریو اونیو په ترڅ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه درې پړاوه خبرې شوې دي.
امریکایي او ایراني چارواکو دا خبرې رغونکې بللې دي.
د بندر عباس اور کنټرول شوی؛ څه باندې ۷۰ کسان وژل شوي

ایراني چارواکو اعلان وکړ چې د بندر عباس په سیمه کې اورلګیدنه کنټرول شوې ده.
د بندرعباس په شهید رجايي کې د اپرېل په ۲۶مه تر زوروروې چاودنې وروسته پراخ اور ولګېد چې مړه کولو یې څو ورځې وخت ونیوه. په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او تر زرو نور ډېر خلک ټپیان دي.
د ایران ټلویزیون د سې شنبې په ورځ ژوندي انځورونه خپاره کړل چې ښيي له کانټینرونو څخه لا هم لوګي پورته کېږي.
په ورته وخت کې، د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ګمرک اعلان کړی د بندر عملیات بیرته عادي حالت ته ستانه شوي دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د پېښې دقیق لامل نه دی اعلان کړی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې جمهوري ریاست ۱۰۰ ورځې تېرې شوې

ولسمشر ټرمپ دا ورځ د خپلو ملاتړو سره ولمانځله او له دې فرصت په استفادې یې یو ځل بیا د ډیموکرات ګوند پر غړو نیوکه وکړه.
هغه د کډوالۍ په اړه د خپلو سختو پالیسیو له تکراره خبره وکړه، او زیاته یې کړه چې په تیرو ۱۰۰ ورځو کې یې د غیرقانوني کډوالو ګڼ شمېر ایستلي دي.
ولسمشر ټرمپ میشګین ایالت کې د یوې ۹۰ دقیقه اي وینا پرمهال وویل: «نن شپه دلته د خپل هېواد په زړه کې یو څو د خپل هېواد د تاریخ د یوه حکومت تر ټولو بریالۍ ورځې ولمانځو.»
ډونالډ ټرمپ د تېر کال جمهوري ریاست انتخابات وګټل او د دوهم ځل لپاره د متحده ایالتونو ولسمشر شو.
هغه د جنوري په ۲۰مه د وفادارۍ لوړه وکړه.
په تیرو ۱۰۰ ورځو کې، ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمانونو په صادرولو سره جنجالي پریکړې کړې دي.
له هغې ډلې د نړۍ له نږدې هر هېواد څخه واردو شويو توکو باندې د درنو تعرفو لګول، چې د ډیری دغو هیوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
پاري سن ژرمن لوبډلې ارسنال ته ماته ورکړه

په چیمپینز لیګ کې، پاري سن ژرمن لوبډلې خپل کوربه ارسنال ته یو پر صفر ماته ورکړه.
دا لوبه بېګا شپه د اروپا د اتلانو جام د نیمه پای لوبې په لومړۍ مرحله کې ترسره شوه.
د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د بیرته راتګ لوبه به راتلونکې اوونۍ په پاریس کې وشي.
دوهمه نیمه پای لوبه به د چهارشنبې په شپه د هسپانوي ټیمونو بارسلونا او ایټالیا انټر میلان ترمنځ ترسره شي.
څه باندې دوه نیم لکه افغانان یوه میاشت کې له پاکستان او ایران خپل هېواد ته ستانه شوي

ملګرو ملتونو ویلي یواځې اپرېل میاشت کې څه باندې دوه نیم لکه افغانان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د جنوا دفتر په خپله اعلامیه کې چې سه شنبه ناوخته یې خپره کړې چې لږ تر لږه ۹۶زره دا افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کډوالو په دومره لوی شمېر راستنېدنه د افغانستان بشري ناورین لا پسې زیاتوي.
ملګرو ملتونو له پاکستان او ایران غوښتي چې د کډوال ستنول باید داوطلبانه، خوندي او عزتمنده و اوسي.
راستنېدونکي افغان کډوال شکایت لري چې په پاکستان او ایران کې بد چلند ورسره شوی او خپل وطن کې هم د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو تبادله، ۳ کسان وژل شوي دي

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو په تبادله کې نن سهار یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د اوکراین په دنیپروپتروسک سیمه او دوه تنه نور د روسیې په سرحدي سیمه بلګوردو کې ووژل شول.
د اوکراین هوایي ځواک ویلي چې روسیې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین سل بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.
د دغو بریدونو پایله کې اوکراین ته مالي زیان اوښتی او درې تنه په کې ټپيان شوي هم دي.
بل لورته روسي چارواکو ویلي، بلګورود کې پر یوه موټر د اوکرایني ځواکونو برید کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.
دغه اوربند به د مې میاشتې له اتمې تر لسمې پورې نافذ وي چې د نازي جرمنانو په وړاندې د شوروي اتحاد د بریا له اتیایمې کلیزې سره برابرې شپې ورځې دي.
د اوکراین ولسمشر د پوتین دغه اعلان نمایشي بللی دی.
روسیې په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د کرملین هغه اقدام چې د اپریل په ۲۸مه اعلان شو، صادقانه ونه باله او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.
دا په دې میاشت کې دوهم ځل دی چې کرملین د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده.
د ایسټر د رخصتۍ په جریان کې د اوربند لپاره مخکینی وړاندیز په لویه کچه له پامه غورځول شوی و، ځکه چې روسیې او اوکراین بریدونو ته دوام ورکړ.
په دې بریدونو کې د مسکو لخوا په ټوله اوکراین کې د پراخو هوايي بریدونو لړۍ شامله وه.
د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ ته ورسید

د ایران د دولتي رسنۍ په وینا په بندرعباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر اویاو ته ورسید او د ټپيانو شمیر یې تر دولس سوو اوښتی دی.
چارواکو پرون ناوخته وویل چې د اته څلویښت ساعتونو له تیریدو وروسته لاهم دا اور چې د شهید رجایي په بندر کې لګیدلی و نه دی مړ شوی، خو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
چارواکو تر اوسه د شهید رجایي په بندر کې د اپریل د شپږ ویشتمې نیټې د چاودنې علت سم نه دی روښانه کړی، خو خپلواکو متخصصینو ویلي دي چې دا چاودنه په ناسمه توګه د سوډیم پرکلورایډ د زیرمې له امله رامنځته شوې ده. سوډیم پرکلورایډ د توغندیو د سون په موادو کې کارول کیږي.
۱۴ کلن سوریاونشي په (ای پي ایل) تاریخ جوړ کړ

د هند د کرکټ په غوره لیګ( ای پي ایل) کې د راجستان رایلز څوارلس کلن بټسمن ویبهاو سوریاونشي سلیزه جوړه کړه. دی په دې ډول د شل اوروه لوبو په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې سلیزه یې ووهله.
سوریا ونشي د افغان لوبغاړي راشد خان په توب په پرونۍ لوبه کې شپږیزه واخیسته او خپلې سل منډې یې جوړې کړې، د دې سلیزې بل کمال دا و چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې دوهمه تیزه سلیزه ده، تر ده مخکې تیزه سلیزه په پنخه دیرش توپونو جوړه شوې وه.
چپ لاسي سوریا ونشي اووه څلویرزې او یولس شپږیزې ووهلې او په اته دیرش توپونو یې یوسل او یو منډې وکړې او وسوځید.
په دې لوبه کې راجستان رایلز د ګجرات لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.