نړیوال بانک وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې کلنی انفلاسیون منفي و.
د دغه بانک په نوي راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي د اړتیا وړ خوراکي او غیر خوراکي توکو عرضه په بازارونو کې کافي وه، خو تقاضا د پخوا په پرتله کمه شوې او په پایله کې یې بیې ټیټې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې تر ۵۰ سلنې زیاتې افغانې کورنۍ د پام وړ ننګونو سره مخ دي او د خپل ژوند د دوام لپاره په مخ زیاتیدونکې توګه پر نړیوالو مرستو او پیسو تکیه کوي.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې د توکو په نړیوالو نرخونو کې کموالی راغلی او د افغانیو ثابت نرخ د کورنیو بیو په ځانګړي ډول د خوراکي او سون توکو د بیو په راټیټولو کې مرسته کړې ده او دغه شان د هوا شرایطو د خوراکي توکو تولید هم ښه کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د اسعارو بیه د تېر کال د همدې مودې په پرتله لوړه وه.
د افغانیو د لوړ نرخ لامل د شخصي حوالو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د پام وړ نغدي کڅوړې دي چې د 2023 کال له جنوري څخه تر جولای پورې یې اندازه نږدې 1.4 ملیارد ډالره ښودل شوې ده .
په ورته وخت کې نړیوال بانک ویلي، چې د می په میاشت کې د افغانستان بانکونو څخه د پیسو د ایستلو د محدودیت په اړه د ښه والي خبر ورکړل شوی او ویل شوي چې پېردونکي کولی شي هره اونۍ 50,000 افغانۍ او شرکتونه کولی شي هره میاشت 4 ملیونه افغانۍ له خپلو حسابونو وباسي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې د افغانستان ټول صادرات ۹ سلنه زیات شوی چې ارزښت یې ۰.۷۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی او پاکستان یې د ډبرو سکرو د صادراتو لوی او اصلي عامل په ګوته شوی.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې د وارداتو کچه ۳.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله ۳۶ سلنه د پام وړ زیاتوالی ښيي چې عمده برخې یې خوراکي توکي او منرالونه دي.
په دغه راپور کې دغه شان ویل شوي چې په دې موده کې د سوداګرۍ کسر ۲.۴ میلیارده ډالره زیات شوی دی.
د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو د نړیوال بانک له دغه راپور هرکلی کړی او دا یې یو حقیقت بللی.
د طالبانو دغې ادارې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، که نړیواله ټولنه ورسره مثبت تعامل، پر افغانستان بندیزونه لرې او کنګل شوې بانکي پانګه یې ازاده کړي، دغه هېواد به په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ ولري.
د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان د نړیوال بانک د راپور د محتوا په اړه بېلابېل نظریات لري.
د دوی له ډلې یو هم محمد امین فرهنګ دی، هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه راپور محتوا ضد او نقیضه وبلله.
ښاغلي فرهنګ وویل:"له یوې خوا دوی وايي چې د انفلاسیون کچه راټیټه شوې، په دې معنی چې د پولي انفلاسیون کچه راټیټه شوې، او له دې سره نرخونه راټیټ شوي، عرضه لوړه شوې، مګر تقاضا کمه ده، دا یو تناقض څرګندوي، ځکه کله چې تقاضا کمه وي، دا پدې مانا ده چې د خلکو عاید کم وي نو عرضه نشي کولای. "
بل خوا د اقتصادي چارو یو بل کارپوه اذرخش حافظي د نړیوال بانک د راپور ارزونه سمه ګڼي خو وايي چې په دې راپور کې د ځينو مسايلو لکه: بې وزلۍ او د خلکو خراب اقتصادي وضعيت ته کتنه نه ده شوې.
حافظي ازادي راډیو ته وویل:"خلک د بېوزلۍ له امله ډوډۍ نه خوري، د بدن غړي یې لیلاموي او خپل اولادونه پلوري، که کوم مثبت کار وشي، د افغانستان خلک به یې لومړی وویني او نړیواله ټولنه به یې وروسته وګوري، دغه راپور کې ډير موارد سم دي خو نړېوال بانک د افغانستان بې وزلۍ او خراب اقتصادي وضیعت ته پام نه دی کړي چې باید کړی یې وای"
د نړیوال بانک دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) ویلي، په افغانستان کې د مې په میاشت کې د هغو کسانو شمیر چې بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۹،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دوحه کې د امریکايي پلاوي په وروستۍ غونډه کې د افغانستان د مرکزي بانک له استازو سره خبرې کړي دي.
په دې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د هغو ننګونو په اړه چې د بانکدارۍ سکتور ورسره مخامخ دی بحث شوی.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي، امریکايي پلاوي په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د انفلاسیون کموالي او د صادراتو او وارداتو ودې ته په اشارې سره ویلي چې دوی په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د اقتصادي ثبات په اړه تخنیکي خبرو ته چمتو دي.