یو شمېرې معترضې ښځې چې ځانونو د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې معرفي کوي وايي، د طالبانو لهخوا د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو وښوده چې دوی د ښځو له ځپونکو کړنو لاس نه اخلي.
دې غورځنګ د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې طالبان په جنسیتي اپارټایډ تورن کړل چې له قوله یې، د دوی وروستۍ اقتصادي بنسټونه یې هم ترې واخيستل.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې، طالبانو وروستیو ۲۳میاشتو کې ښځې د ژوند له ټولو چارو لېرې کړې دي.
خو د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ یوې غړې ازادي راډیو ته رالېږلې ویډیو کې د خپلو مبارزو د دوام په اړه ویلي: "طالبانو د افغان ښځو ژوند بحران ته وړی او د محدودیتونو په لګولو سره یې ښځې له ټولو ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او ان ابتدايي حق چې زدهکړه ده، محرومې کړې دي. طالبانو په دې سیاستونو سره ثابته کړه چې د ۲۰ کالو وړاندې سیاست یې نهدی بدل شوی."
وروستیو کې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت اعلان وکړ چې د زمري میاشتې له درېیمې وروسته ښځینه سینګارتونونه د فعالیت حق نهلري.
د دې وزارت ویاند په یوه ویډیو کې ادعا وکړه چې دوی دا پرېکړه د شریعت په رڼا کې او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو کې کړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ خپله اعلامیه کې لیکلي، د هغو ښځو غږ چې نږدې دوه کاله کېږي د خپلو حقونو د غوښتو لپاره واټونو ته راووتې او اعتراضونه یې وکړل، په ټپېدو دي.
دې اعلامیه کې ادعا شوې چې اوس یو شمېر ښځې د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په عامو لارو او واټونو کار کولو ته راونې دي.
په یو شمېر هغو ویډیوګانو کې چې د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ ازادي راډیو ته رالېږلي لیدل کېږي چې له دې ښځو دوه یې په چادري کې د یوه واټ ترڅنګ ناستې دي، ترمخه یې تله اېښې او له خلکو غواړي چې د پنځو افغانیو په ورکړې سره خپل ځانونه وتلي.
د مشتریانو د پام را اړولو لپاره د دې ښځو غږ په یوه ویډیو کې ثبت شوی او وروسته بیا په ژړغوني غږ د چادرۍ لاندې یو متن په دې ډول لولي: "وزن وزن... وزن، په پنځو افغانیو. ای خلکو لامې دستلاف نهدی کړی. "
اعلاميه کې راغلي: "موږ د معترضو ښځو له ډلې یوو، خو د بېوزلۍ، بېروزګارۍ او ولږي له امله مو دا کار پیل کړ. لوړې زدهکړې او لوړ مهارتونه لرو، خو څه وکړو چې د با عزته کار اجازه نهلرو. "
تېرو دوو ورځو کې یو شمېر نورو معترضو ښځو هم د طالبانو لهخوا په افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو له امله اعتراضیه غونډې جوړې کړې وې.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، زدهکړو او کاري برخو کې پر افغان نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه او بندیزونه لګول شوي دي.
دا بندیزونه او محدودیتونه په کور دننه او نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي، خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې افغان نجونو او ښځو ته یې د شریعت په چوکاټ کې د دوی حقونه ورکړي او په دې اړه یې د نورو غوښتنې او وړاندیزونه رد کړي دي.