د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څلورم اختر؛ افغانان: بې‌وزلۍ او محدودیتونو پر خوښیو سیوری غوړولی


ارشیف: د اختر په ورځو کې د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د اختر په ورځو کې د کابل ښار یوه څنډه

نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو محدودیتونو او د خلکو زیاتې بې‌وزلۍ په دې اختر لا د مخه سیوری غوړولی دی.

دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو څلورم اختر دی.

په افغانستان کې ښځې بیا تر نورو زیات د اخترونو له کمرنګۍ یادونه کوي، چې لوی لامل یې له زده کړو او کاره محرومیت ګڼي.

د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز ولګول شو او په مېلو او نورو تفرېح ځایونو کې د ګډاو او نورو ښادیو مخه تر ډېر ډب شوې ده.
د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز ولګول شو او په مېلو او نورو تفرېح ځایونو کې د ګډاو او نورو ښادیو مخه تر ډېر ډب شوې ده.

سېلۍ د ننګرهار اوسیدونکې ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل د خوشالۍ هېڅ پلمه نه ده ورپاتې.

سېلۍ وايي: “تېر اختر او دا اختر د نجونو لپاره ډېر بې رنګه و. ځکه زما په شمول ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شوي. تعلیمونه یې په نیمه کې پاتې دي. پوهنتونونه او مکاتب پرې تړل شوي. د نجونو هیلې له خاورو سره خاورې شوې. نو دا اختر د نجونو لپاره هېڅ رنګ او خوند نه لري او نه هم په‌کې د خوښۍ لپاره څه شته."

سېلۍ هیله منه ده، چې په راتلونکي اختر کې نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته پرېښودل شي او دوی هم اختر په خوشالیو ونمانځلی شي.

د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز ولګول شو او په مېلو او نورو تفرېح ځایونو کې د ګډاو او نورو ښادیو مخه تر ډېر ډب شوې ده.

ارشیف: په بامیان کې د څارویو د خرڅلاو د بازار یوه څنډه. سږ کال ډېری خلک د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د څارویو د اخیستو توان نه لري.
ارشیف: په بامیان کې د څارویو د خرڅلاو د بازار یوه څنډه. سږ کال ډېری خلک د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د څارویو د اخیستو توان نه لري.

په دې محدودیتونو سربېره چې تر ډېره ځوانان او نجونې ترې کړېږي زیاتېدونکې بې‌وزلي هم په اخترونو سیوری غوړولی.

ګڼ خلک له بې روزګارۍ او پراخې بې‌وزلۍ شکایت کوي او وایي، د اختر د سودا اخیستلو توان نه لري.

په لویو اخترونو کې چې به پخوا خلکو قربانۍ کولې سږ کال د څارویو د پلور او پېر بازارونه هم ساړه دي.

په نیمروز کې د څارویو یو تن پلورونکی خالد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې سږ کال خلک ډېر د څارویو د اخیستلو توان نه لري.

نوموړي وايي: "خلک غریب او کمزوري دي، دلته د څارویو لیدو ته راځي، بیه کوي. له ۳۵ تر ۸۵ زرو او یو لک پورې دلته څاروي لرو، خو خلک ناتوانه دي. اخیستی یې نه شي. نو زموږ کارونه هم نه‌شته."

له ټولنیزو محدودیتونو او پراخې بې‌وزلۍ سره سره چې په اخترونو کې یې سیوری غوړولی یو شمېر خلک بیا له امنیته راضي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د اختر لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د اختر په مناسبت د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده څو ورځې مخکې په خپل پيغام کې د بشپړ امنیت د تامینېدو یادونه کړې وه.

د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده

هغه بیا په خپل اختریز پيغام کې ادعا کړې وه چې، د ښځو حقونه تامین شوي هغه خبره چې د ګڼو ښځينه او بشري حقونو فعالانو له‌خوا په کلکه رد شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG