د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

افغانستان کې قحطي او بشري کړکېچ؛ ملګرو ملتونو د مرستو اندازه نیمایي کمه کړې


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، روانه اپرېل میاشت له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۰ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي موادو د مرستو اندازه نیمایي کمه کړې ده.

دې ادارې د یاد کمښت علت د بودیجې نشتوالی یاد کړی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډېوېډ بېسلي له اسوشېټېډپرېس اژانس سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلي، په افغانستان کې د خوراکي موادو مرستې یا راشن نیمايي کم شوی چې شاوخوا څلور میلیونه خلک ترې متاثره شوي دي.

بېسلي ویلي، دا هغه کسان دي چې اوس وخت د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام له زیانګالو سره د مرستې لپاره کافي پيسې نه لري.

په افغانستان کې څه باندې اته ویشت میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې ډله کې هغه شپږ میلیونه کسان هم شامل دي چې د خوړو لپاره هېڅ هم نه لري او یواځې د بشري مرستو په تمه ناست دي.

ارشیف: ارزګان کې اړمنو سره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو یو انځور
ارشیف: ارزګان کې اړمنو سره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل یوه راپور کې اعلان کړی و چې روان ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره دوه میلیارده او دوه سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دې ادارې اندېښنه ښودلې چې له مارچ تر اګست پورې له خلکو سره د مرستې لپاره ۸۳۱ میلیونه ډالره کمبودي لري.

د ۲۰۲۱ کال له اګست را وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه راکمه شوه او ورسره ګڼو نړیوالو او کورنیو موسسو خپل کارونه ودرول.

دې حالت د افغانستان اقتصادي شرایط چې وار دمخه ښه نه وو لا پسې ترینګلي کړل او میلیونونه افغانان یې د لوږې له خطر سره مخ کړل.

اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی ګڼ خلک روانه اپرېل میاشت چې روژه هم ده د خوړو لپاره څه نه لري او اکثر په لوږي نس روژې نیسي.​

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG