د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۶

افغانستان

ملګروملتونو تېر کال افغانستان کې له ۲۳ مليونه کسانو سره مرسته کړې

د خوړو نړيوالو پروګرام له‌خوا خلکو سره د مرستې يو انځور، ارشيف
د خوړو نړيوالو پروګرام له‌خوا خلکو سره د مرستې يو انځور، ارشيف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې له هغو ۲۳ ملیون کسانو سره مرسته کړې، چې د خوړو له کموالي سره مخامخ وو.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په دې ډله کې ۱۲ ملیونه ښځې او نجونې هم شاملې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په څو ټویټونو کې د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مننه کړې، چې د دوی په څېر د سخاوتمندو شریکانو له برکته دوی دا مرسته کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته اقتصادي رکود او بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.

دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.

ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.

قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی

د قزاقستان بیرغ
د قزاقستان بیرغ

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.

د قزاقستان رسنیو نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.

د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.

قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.

دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.

طالبان وايي ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې کوي

ایران کې افغان کډوال
ایران کې افغان کډوال

د ایران او اسراییلو د بریدونو په زیاتیدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د دې هدف لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي.

د طلوع نیوز شبکې په راپور، مجاهد زیاته کړه چې که اړتیا وي، د افغان کډوالو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې په پام کې نیول شوي دي. مجاهد جزییات نه دي ورکړي چې د طالبانو حکومت کومې حل لارې په پام کې لري.

اوس مهال، میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.

د ایران په مختلفو برخو باندې د اسراییلو د هوایي بریدونو له پیل وروسته، یو شمیر افغان کډوالو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاروي ګڼ کسان له ایرانه د وتلو او افغانستان ته د تلو په هڅه کې دي.

طالب چارواکو له یوه چینايي سیلاني سره د ناسم چلند په خاطر یو کس نیولی دی

جلال اباد کې چینايي وګړي د ځورولو په تور یو کس نیول شوی
جلال اباد کې چینايي وګړي د ځورولو په تور یو کس نیول شوی

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه باندې د فیاض الدین په نوم د یوه کس د نیولو خبره تایید کړې.

هغه ویلي چې نیول شوي کس د اختر په ورځ په جلال اباد کې له یوه چینايي وګړي سره غیر مناسب حرکت ترسره کړی وو.

په رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښکاروي په موټر کې ناست چینايي وګړی د یوه افغان ځوان له خوا ځورول کېږي او څو واره یې په مخ او سر لاس وهي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ چینايي سیلانیان افغانستان ته سفر کوي. طالبان هم له چین سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.

ملګري ملتونه؛ نړیوال دې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي

ملګروملتونو له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې د خوارځواکي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې او د روغتیا نړیوال سازمانونو نن یکشنبې د (جون۱۵مه) په یوې ګډه اعلامیه کې پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي چې نژدې دوه میلیونه يې له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي.

د دغه سازمان د راپور له مخې افغانستان د هغوو پنځلسو هېوادونو په سر کې دی چې ښځې او ماشومان په کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د افغانستان اقتصادي بحران، وچکالي او د خوړو نه خوندیتوب د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکي عمده لاملونه دي.

پاکستان دوه افغان خبریالان افغانستان ته ډیپورت کړي دي

ارشیف
ارشیف

راپورونه وایي چې پاکستان په تېرو څو ورځو کې دوه افغان خبریالان افغانستان ته ډیپورت کړي دي.

پاکستاني خبریالانو له هغې ډلې طاهرخان د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه د چارواکو په حواله ویلي، نصیر احمد بهروز او ذکي صفایي د هغوی د ویزو د نه تمدید له کبله لومړی نیول شوي او بیا اخراج شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام په نوم یوې کمیټې هم تېره شپه د خبریالانو د اخراج خبر پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپور کړی دی.

خبر کې راغلي چې نصیر احمد بهروز په حاجي کمپ کې له یوې اونۍ توقیف وروسته پرون شنبه ډیپورت شو او ذکي صفایي څو ورځې مخکې.

خبریالانو د پاکستان له چارواکو او د خبریالانو د ملاتړ له کمیټو غوښتي چې په اسلام اباد کې د هغو افغان خبریالانو ستونزو ته پام وکړي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.

دری کسان په تخار کې سېلونو وړي

د سېلونو یو انځور
د سېلونو یو انځور

د تخار په ورسج ولسوالي کې د سیلونو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په تخار کې د طالبانو د فواید عامه ریاست ویاند روح اله اکبري باختر اژانس ته ویلي دي چې د پنجشنبې د ورځې د ورښتونو له امله اووه تنه نور ټپيان شوې دي.

په تخار کې طالب چارواکو له مرستندویه موسسو او بنسټونو غوښتې دي چې په ورسج ولسوالي کې له سیل ځپلیو سره هرڅومره چې ژر کیږي، مرستې وکړي.

یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، په خپل جرم اعتراف وکړ

فدرالي محکمه کې دنصیر احمد توحیدي دقضیې ځینې اسناد
فدرالي محکمه کې دنصیر احمد توحیدي دقضیې ځینې اسناد

یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، پرون (د جمعې په ورځ) په خپل جرم اعتراف وکړ.

۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملاتړ او د تروریستي عمل لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په دوو تورونو تورن دی.

توحیدي که مجرم وپیژندل شي، تر ۳۵ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي.

د محکمې د اسنادو له مخې، د اوکلاهوما اوسیدونکی نصیر احمد توحیدي تیر کال د ټاکنو په ورځ د برید لپاره دوه کلاشینکوف ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړې وې.

د FBI مشر کیش پټیل په یوه بیان کې وویل: "متهم اعتراف وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ یې د مرګوني برید پلان جوړ کړی و - یو برید چې د FBI او زموږ د شریکانو د ښه کار له امله کشف او شنډ کړای شو."

د متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې توحیدي د برید پلان لپاره د میاشتو راهیسې د خپلې میرمنې د ورور عبدالله حاجي زاده په ګډون له څو نورو سره په تماس کې و.

حاجی زاده، چې هغه وخت ۱۷ کلن و، په اپریل کې په خپل جرم اعتراف وکړ. هغه د ۱۵ کلونو بند سره مخ دی.

نصیر احمد توحیدي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزې متحده ایالاتو ته تللی.

په ۲۰ ولایتونو کې د ورښت او سیلابونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د جمعې او شنبې په ورځو کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دهوا پیژندنې ریاست د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غزني، غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونوکې به ، د سالنګونو په شمول باران وشي.

د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.

دهوا پیژندنې اداره زیاتوي چې د سالنګ په ګډون په ختیځ، سویلي، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د ګړندیو بادونو او دوړو احتمال هم شته، چې سرعت به یې په مختلفو ځایونو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې وي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

تر اوسه د احتمالي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د اختر په ورځو کې لسګونه کسان په ترافیکي پیښو کې مړه شوي دي

 دکابل- کندهار په لویه لار دیوې ترافیکي پیښې انځور، آرشیف
دکابل- کندهار په لویه لار دیوې ترافیکي پیښې انځور، آرشیف

د طالبانو د حکومت د ټرافیکو ریاست وايي چې د لوی اختر په رخصتیو کې یې په ټول افغانستان کې له ۱۱۷ څخه زیاتې ترافیکي پیښې ثبت کړې دي.

دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې اعلامیه کې وویل چې په دې پیښو کې ۴۳ کسه مړه او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په مړو کې ۳۱ نارینه، دوه ښځې او لس ماشومان شامل دي.

د پیښو په ټپیانو کې ۱۲۳ نارینه، ۱۱ ښځې او ۲۴ ماشومان شامل دي.

دترافیکو ریاست دا پیښې د موټر چلولو پرمهال د خلکو بې احتیاطي ته منسوب کړې.

د سړکونو خراب حالت، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي عوامل ګڼل کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG