د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
په چادرۍ کې پټې افغانې ورزشکارانې؛ د طالبانو د ګواښونو منځ کې د افغان ښځينه ورزشکارانو انځورونه

۱۱
يوه افغانه مېرمن چې کابل کې د واليبال لوبه کوي
يوه بله ښځه نکل کوي او وايي: "کله چې طالبان کابل ته ننوتل، روزونکي يې مور سره اړيکه ونيوله او ورته يې وويل چې لور دې له هېواده بهر کړه، خو مور يې د پيغام له رسولو ډډه وکړه او نه يې غوښتل چې لور يې هېواد پرېږدي. کله چې د دې پيغام په اړه پوه شوه د خپل لاس رګونه يې پرې کړل او روغتون پورې ورسېدله، هغې وويل: "نړۍ زما لپاره تياره شوې ده."

۱۲
کابل کې د باسکټبال يوه افغانه ورزشکاره

۱۳
دوه افغان مېرمنې کابل کې د موی تای تمرين کوي
يوې بلې ورشکارې مېرمنې وويل: "که ژوند هم سخت و، پر خپل ځان مې باور درلود او پوهېدم چې په خپلو هڅو هغه کار چې وغواړم ترسره کولی يې شم، خو اوس ډېره هيله نهلرم."