شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي.
د څو پېژندل شویو ښځينه فعالانو په ګډون شاوخوا سلو ښځو دا لیکونه ترتیب کړي او هرې یوې جلاجلا امنیت شورا ته لېږلي.
د دې نوښت مشرانې وايي هڅه یې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له هغه حاله خبر کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغان ښځو او نجونو تېرېږي.
مونسه مبارز چې د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خوځښت بنسټګره او د دې لیکونو یوه لیکواله ده ازادي راډیو ته وویل: "سلو لیکونو کې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د ظلم، بې عدالتۍ، وژنو او بېوزلیو روایتونه وړاندې شوي. په لیکونو کې د هغو دردونو او کړاوونو یادونه شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې په ښځو تېرېږي."
دغو افغان ښځو داسې وخت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو په اړه د پاملرنې غوښتنه کړې چې د رپوټونو په اساس په تېرو لسو ورځو کې څو ښځې له هغې ډلې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ د طالبانو له خوا نیول شوي او د ځای او حال په اړه یې لا معلومات نه شته.
د ازادي راډیو خبریال د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو سلو لیکونو او په کې د مطرح شویو مساییلو په اړه د دریځ غوښتنه وکړه، خو د دغه راپور تر لیکلو پورې یې ځواب ورنه کړ.
د نومبر ۱۵ د طالبانو له واکمنېدو پوره پنځلس میاشتې تېرېږي.
د دوی حکومت تورن دی چې په دې موده کې یې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هېڅ کار نه دی کړی او لا ورځ تر بلې بندیزونه پرې زیاتوي.
د ښځو د حقونو فعاله او د سلو لیکونو د نوښت یوه غړې فوزیه وحدت چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان پرېښودو ته اړ شوې د لیکونو د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هدف مو له دې کاره دا دی چې په یوه کال کې د افغانستان خلکو چې د طالبانو کوم جنایتونه په سترګو لیدلي او دا جنایتونه په افغانانو باندې تېر شوي، د داستانو په شکل امنیت شورا ته منعکس شي."
که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او طالبانو ډېری ښځینه کارکونکي مجبورې کړي چې کورونو کې کېني.
جبري حجاب، لرو سیمو ته له محرم پرته د سفر ممانعت، تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته د ښځو په ورتګ ممانعت هغه بندیزونه دي چې د ښځو ستونزې یې څو برابره زیاتې کړي.
دغو ټولو پرېکړو د بشري حقونو د مدافعینو او اروپايي او امریکايي چارواکو تُند غبرګونونه هم پارولي، خو طالبان له خپل دریځه لا نه دي په شا شوي.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر، چې په دوحه کې کار کوي، پارکونو ته د ښځو د ورتګ د منع حکم غندلی دی.
هغه په دې وروستیو کې په ټویټر کې زیاته کړه چې پارکونو ته د ښځو بندیز به د ښځو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري.