د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

په کندهار کې د یوه پخواني جهادي قوماندان د قبر ویجاړولو ادعا شوې


په کندهار کې د ملانقیب الله اخند د ویجاړ شوي قبر یو انځور
په کندهار کې د ملانقیب الله اخند د ویجاړ شوي قبر یو انځور

ادعا کېږي چې طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پخواني جهادي قوماندان او د جمعیت اسلامي ګوند د مرستیال کلیم‌الله نقیبي د پلار نقیب‌الله اخند قبر کیندلی او ویجاړ کړی دی.

یو ځل بیا په طالبانو د یوه بل جهادي قوماندان د قبر د ویجاړولو تور!

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په کندهار کې د پخواني جهادي قوماندان نقیب‌الله اخند قبر کیندل شوی او تخریب شوی دی.

نقیب‌الله اخند د جمعیت اسلامي ګوند د مرستیال کلیم‌الله نقیبي پلار دی، هغه شخص چې له طالبانو سره خورا فکري تضاد لري او پخوا یې سره وسله‌والې نښتې هم کړي.

د نقیب‌الله اخند د قبر د کیندلو تور په طالبانو پورې شوی دی، خو په قطر کې د طالبانو سفیر محمد نعیم په خپله ټوېټرپاڼه دا تور رد کړی دی.

هغه لیکلي: "د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د ملا نقیب اخند د مقبرې په اړه چې مغرضو کړیو کوم تبليغات خپاره کړي، حقيقت نه‌لري. دښمنې اومغرضې کړۍ غواړي په دې توګه د ولس او حکومت ترمنځ مشکلات ايجاد کړي."

خو د طالبانو د دې لوړ پوړي چارواکي د دې سپیناوي سره سره، یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاسیونو د دې مقبرې تخریب د طالبانو کار بللی.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپله ټوېټرپاڼه دا عمل غندلی.

هغه لیکلي: "دا ډول عُقده مندانه چلند، د افغانستان د مشرانو عزت چې خدای ورکړی، نه‌شي کمولای، خو د طالبانو اصلي څېره لا بربنډوي."

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند یوه خپره کړې اعلامیه کې دا کار "د مُضرو اشخاصو عمل بلل او زیاتوي، دا ډول کړنې په ټولنه کې اختلافات لا زیاتوي."

عطامحمد نور چې دی هم ځان د جمعیت اسلامي ګوند مشر بولي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه دا عمل "له ملي شخصیتونو سره د طالبانو دښمني بللې."

هغه دا کړنه غیر انساني او غیر اخلاقي بللی او زیاتوي، دا ډول اعمال د طالبانو پر وړاندې د خلکو کرکه لا زیاتوي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو قوماندان او وروستیو کې بیا د کابل د امنیت ساتنې مسوول جنرال سمیع سادات هم د دې کار په غبرګون کې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي: "د طالبانو رژیم ورځ تر بلې د افغانستان د ملي شخصیتونو، ملي هویت او ملي غرور ماتولو برنامې ته ادامه ورکوي."

سمیع سادات د پخوانیو جهادي مشرانو د قبرونو ویجاړول د اسلام او د افغانستان د فرهنګ خلاف عمل بللی.

د ازادي راډیو خبریال له طالب ویاندویانو د دې پخوانیو چارواکو او سیاسیونو د خورا تُندو نیوکو په اړه غبرګون وغوښت، خو ځواب یې ورنه کړ.

د ویلو ده چې له دې وړاندې هم طالبان تورن شوي چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د مقبرې تېږي یې دوه ځل نړولي او تر خوا یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له مقبرې د موټرو تم‌ځای جوړ کړی.

طالبانو په دې هم تورن شوي چې د کابل پوهنتون د ښکلي هنرونو د پوهنځي تر مخه جوړه شوې مجسمه یې نړولې، د پخواني جهادي قوماندان عبدالعلي مزاري تندیس هم ویجاړ کړی او په یو شمېر ولایتونو کې د پخوانیو فرهنګي او ملي څېرو په تصویرونو رنګونه شیندلي او یا یې هم پاک کړي دي.

XS
SM
MD
LG