د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

ځينې افغانان په اى پي ايل کې د راشد خان لوبې ستايي


 راشد خان
راشد خان

د کرکټ یو شمېر افغان مینه وال د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ کې د افغان مشهور کرکټر راشد خان وروستۍ لوبې ستايي.

بېګاه د بریا لپاره په وروستیو دوه بالونو نهه منډو ته اړتیا وه، افغان راشد خان چې په دستکشو يې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ښکاري په سټرایک ولاړ ودرېد.

په لوبغالي کې هیجان، د دواړو لوبډلو د مینه والو زړونه درزېدل.

راشد خان د لوبغالي په اف سایډ شپږیزه ووهله خو د لوبې د بریا لپاره په وروستي توپ درې نورو منډو ته لا هم اړتیا وه.

وېره دا وه، چې ښايي وروستی بال بې له منډې وشي، خو راشدخان د سنرایزر د لوبغاړو او مینه والو دا هیلې په اوبو لاهو کوي او په وروستي توپ يې هم شپږیزه ووهله.

راشد خان د توپوهنې پرمهال
راشد خان د توپوهنې پرمهال

په لوبغالي کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې د بریا له امله د مینه والو د خوښۍ شور، دا ښايي د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو اي پي ایل په روان سیزن کې تر دې دمه له هیجانه ډکه سیالي وبلل شي.

د تېرې شپې په دې لوبه کې چې د ګجرات او حیدر اباد لوبډلو ترمنځ وشوه، حیدر اباد لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۹۶ منډې هدف وټاکه چې د ګجرات لوبډلې د راشد خان د یو دېرش تېزو منډو پر مټ د شلم اور په وروستي بال هدف پوره کړ او په دې بریا سره يې د نومرو د جدول لومړی ځای خپل کړ.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشد خان په دې سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره د مرستیال لوبډل مشر په توګه لوبېږي.

د راشد خان ګڼو مینه والو د نوموړي د تېرې شپې لوبه ستایلي او ښاغلي خان د کرکټ د نړۍ یو افسانوي لوبغاړی بللی دی.

د کرکټ افغان څارونکی سمیع هلال ازادي راډيو ته وویل: "په ټوله کې راشد خان د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ اي پي ایل سیالیو کې ډېر ښه لوبېدلی دی، د تېرې شپې د لوبې په اړه يې که ووایم په وروستیو کې يې ډېره جالبه او له هیجانه ډکه لوبه وکړه او خپله لوبډله يې بري ته ورسوله، راشد خان نن سبا د کرکټ مالګه بلل کېږي او د کرکټ د نړۍ میلیونونه مینه وال د ده لوبې ته شېبې شمېرې او ورته په تمه وي."

د کرکټ بل افغان مینه وال رحیم صدیقي چې دا مهال په نوي زیلانډ کې اوسېږي پر خپل فیسبوک په خپره کړې ویډیو کې د تېرې شپې له لوبې وروسته خوښي ښکاره کړې او راشد خان يې د ټولو افغانانو ویاړ بللی دی.

هغه وویل:" څه یوه جالبه لوبه وشوه، تاسې ته معلومات دی چې راشد خان یو بالر دی خو د یو ښه منډه جوړونکي په شان درته توپ وهنه کوي، دا چې راشد خان په سوداګریزو لیګونو کې په دومره لوړ قیمت پلورل کېږي لامل يې همدا دی، او د راشد خان په ځلېدو یوازې هغه نه يادېږي بلکې ټول افغانستان پرې يادېږي، راشد خان زموږ ویاړ دی."

د هندوستان د کرکټ لیګ يا اى پي ايل په پنځلسم پړاو روانو سیالیو کې د راشد خان ترڅنګ پنځه نور افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

محمد نبي، راشد خان، فضل الحق فاروقي، نور احمد لکڼوال او رحمن الله ګربزهغه پنځه لوبغاړي دي چې د سږکال په دې لیګ کې د افغانستان استازيتوب کوي.

XS
SM
MD
LG