د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

کرکټ؛ افغانستان د بنګله دېش په وړاندې د شل اوریزو لوبو جام ترلاسه کړ


د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې

د دروېش رسولي په شپږیزې باندې افغانستان د بنګله دېش په وړاندې دویمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه وګټله.

په دې لوبه کې چې په میرپور کې وشوه افغان لوبډلې لومړی بالنګ وکړ.

بنګله دېش په شلو اورونو کې یوازې ۱۱۵ منډې وکړای شوې.

افغان ټيم د بنګله دېش په وړاندې په پرونۍ لوبه کې یوازې دوه ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه یې د اتو ویکټو او ۱۴ بالونو په توپیر وګټله.

د افغان ټيم لپاره په بالنګ کې عظمت الله عمرزي او فضل الحق فاروقی دری دری ویکټې واخیستې او راشد خان او محمد نبي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

فضل الحق د همدې او تېرې شل اوریزې لوبې پر مهال د ښه بالنګ لپاره د سیریز غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

فضل الحق وایي:" زموږ ټیم کې ځوان لوبغاړي وو. په ځان مو اعتبار وو. کومه وړتیا چې راکې وه همغه مو وکاروله. ما ته د ویاړ ځای دی چې له غټو لوبغاړو سره مې لوبې وکړې او د سیریز غوره لوبغاړی شوم."

افغانستان د بنګله دیش په وړاندې د شل اوریزو لوبو جام ترلاسه کړ.
افغانستان د بنګله دیش په وړاندې د شل اوریزو لوبو جام ترلاسه کړ.

اخوا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان محمد نبي وايي چې د بنګله دیش په وړاندې یې ګڼو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړ او هڅه کوي همداسې په را روان شل اوریز نړیوال جام او اسیا جام کې هم یوه غښتلې لوبډله جوړه کړي.

ښاغلی نبي وایي:" هلکانو په اوله نیمايي کې د بالنګ او فیلډینګ په برخه کې ډېره ښه لوبه وکړه. وروسته په بېټینګ کې که څه هم یوه وېکټه ژر لاړه خو بیا حضرت الله ځاځي او عثمان غني ودرېدل. موږ هڅه کوو چې د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام او اسیا جام لپاره یوه ځوانه لوبډله تیاره کړو."

افغانستان او بنګله دېش دوه شل اوریزې لوبې وکړې چې یو – یو سره مساوي شول خو له دې چې افغان لوبډله مېلمنه وه د اتلولۍ جام یې افغانستان ته ورکړ.

تر شل اوریزو لوبو مخکې افغانستان او بنګله دېش د سوپر لیګ د سیالیو په لړ کې چې هدف یې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د اتو غوره لوبډلو مستقیم ورتګ دی دری لوبې وکړې.

افغانستان دوه وبایلودې او یوه یې وګټله.

XS
SM
MD
LG