یوه مېرمنه چې شپاړس کاله هنرمنده پاتې شوې وايي، په خپلو هنري فعالیتونو کې یې د ډېرو افغان مېرمنو د ژوند داستانونه تمثیل کړي دي: "متاسفانه نه کور لرم او نه چندان ژوند. په کرایه کور کې اوسم. همدا اوس د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍکرایه ورکوم."
د دې هنرمندې خاوند ۱۱ کاله وړاندې په داسې ناروغۍ اخته شوی چې په ځای پروت دی، بچو ته ډوډۍ دا ګټي، خو شپږ میاشتې کېږي چې دندې ته نه ده ولاړه او نه هم توانیدلې لکه د پخوا په څېر خپلې کورنۍ ته پور یا سپور څه پیدا کړي.
دا هنرمنده مېرمن وایي، د درې کسیزې کورنۍ ته خپلو خپلوانو هم مرسته نه ده کړې.
دا هنرمند او ممثله مېرمن چې نه غواړي ان نوم یې هم دې راپور کې واخېستل شي، د خپل ژوند د سختیو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "ډېرو ځایونو نه مو لاس اخیستی چې ورتللی نه شو. کوڅې او بازار ته سم نه شو تللی. کله مجبوریږم چې مېړه او لور مې ډاکټر ته بوځم یا د سودا اخیستو لپاره ووځم، خو هر چیرې چې ځم دوکانداران او ټول ما پېژني."
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوی حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو پر رسنیو یو لړ محدودیتونه وضعه کړي چې په کې د هغو سریالانو او فلمونو د خپرولو څخه د مخنیوي هم ویل شوي، کوم چې ښځو په کې کار کړی. دا محدودیت تراوسه ادامه لري.
یوه بله مېرمن چې د امنیتي ګواښونو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي، دې بیا د جمهوریت په وخت کې یې موډلینګ کاوه.
دا ۲۴ کلنه مېرمن وايي، د خپلې ۴ کسیزې کورنۍ ډوډۍ ګټونکې ده. دا موډله چې په یوه سازمان کې یې هم کار کاوه وايي، وروستیو سیاسي بدلون دواړه دندې ترې اخیستي.
د دغې مېرمنې په خبره که د طالبانو د حکومت چلند دغه شان دوام وکړي، د ډېرو هغو مېرمنو لپاره به ژوند سخت شي، کوم چې د کورنیو سرپرستي ور تر غاړې ده.
دا مېرمن د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل ژوند کیسه داسې کوي: "دا ۶ میاشتې چې د دې حکومت تر سیورۍ لاندې تېرې شوي، لکه سل کاله دومره سخت وې. نه یوازې ما بلکې ما غوندې نورو نجونو ته هم. هر چا چې له کوره بهر کار کړی وي نه یوازې موډلینګ بلکې هر کار چې وي. یو دم یې په کور کینوئ چېرته تللی نه شي او قیودات پرې وضعه شي. کوم قوانین چې طالبانو وضعه کړي لکه اجباري حجاب نو لکه د تېرحکومت په څېر اوس موږ نه شو بهر وتلی."
له نړیوالو او د طالبانو حکومت د دې ښځو غوښتنې دا دي چې د افغان ښځو په ژوند دغه لګېدلي محدودیتونه لېرې کړي، څو هغه ښځې او نجونې چې د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده وشي کولی د خپل مسلک سره سم د کار کولو له لارې چې معنوي ارزښت دی، تنخواه هم ترلاسه کړي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه مرستیالانو، بلال کریمي، احمدالله وثیق او انعام الله سمنګاني د دې راپور تر خپریدو پورې ددې راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
طالبانو افغانستان کې د خپلې بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته، لکه د لومړي ځل واکمنۍ په شان، یو شمېر ښځې له زده کړو او کار کولو منع کړې چې په غبرګون یې یو شمېر ښځو او نجونو لاریونونه وکړل چې دا غږ د اوسلو تر ناستې او د اروپا تر پارلمانه هم ورسېدې، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې او د طالبانو حکومت یو شمېر معترضې ښځې نیولې او بندي کړي هم دي.
په ډېریو لاریونونو کې د دې ښځو شعار، 'ډوډۍ، کار او ازادي" وه.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پیژندنې لپاره، بشر حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، کار او زده کړو ته اجازه ورکول شرط ایښی دی.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، د شرعي اصولو په چوکاټ کې ښځې د زده کړو او کار اجازه لري، خو دا یې واضحه کړې نه ده چې دوی شرعي حجاب څه ته وایي؟
اوس هم طالبانو منلې چې د وري یا حمل میاشتې په لومړې نېټه به ټول تعلیمي او تحصیلي بڼسټونه د نجونو پر مخ پرانېستل شي او دغه کار په تودو ولایتونو کې پلي شوی هم دی.
په هغو ښځو کې چې د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده او د جمهوري نظام په دوره کې یې هنري او کلتوري کارونه کړي دي، داسې کسان هم شته چې دا مهال د خلکو په کورونو کې جامې مینڅي ترڅو د خپلو ماشومانو ته یو مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. هغه کار چې د دوی په خبره هره ورځ هم نه وي.
که څه هم طالبان د ښځو کار او زده کړې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تعریفوي، خو په هنري او کلتوري فعالیتونو کې یې د دې تعریف د جزییاتو په تړاو څه نه دي ویلي.
افغانستان کې د طالبانو په لومړي پړاو واکمنۍ کې، ښځو په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، هنري،کلتوري او تعلیمي او تحصیلي برخو کې پر دوی د لګېدلو بندیزونو له کیله رول نه درلود، خو دې دوره کې تر اوسه ښځو ته د پوهنې او روغتیا په برخه کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.