د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

ځینې معترضې مېرمنې: لس ورځې شوې خو لا هم د تمنا او پروانې برخلیک معلوم نه شو


تمنا زریاب پریاني
تمنا زریاب پریاني

د طالبانو د حکومت له‌خوا د پروانه ابراهیم‌خېل، تمنا زریاب پریاني او د هغې د درې خویندو له نیول کېدو لس ورځې تېرېږي، خو سره له دې چې دې موضوع نړیوال سخت غبرګون درلود، خو بیا هم د دې نجونو برخلیک معلوم نه دی.

د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د حکومت د کړنو پر وړاندې یوې معترضې زهرا محمدي ازادي راډیو ته وویل، د پروانې ابراهیم‌خېل له ورور سره یې خبرې کړي او پوهېدلې چې هغه د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې بندې ده.

اغلې محمدي زیاتوي، پروانه د حوزې د مسوولانو له‌خوا سخته وهل ټکول شوې: "تمنا او پریانې یې بندیانې کړي. موږ هر څه ژر د دوی ازادي غواړو. د دوی د نجونو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌شته. زړه مو ټوټې ټوټې دی. د دوی نیونې یې کورنۍ په غم کېنولي وېرېږو چې دا نجونې و نه وژني. "

د معترضو ښځو له قوله، تمنا او پروانه د جدي په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ناوخته کابل کې وروسته تر هغې له خپلو کورونو کې یوړل شوې چې په زور یې د حجاب د کولو پر ضد لاریون وکړ.

هدا خموش
هدا خموش

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو له‌خوا د دې نجونو د بندې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له دوی یې غوښتي چې په دې اړه معلومات ورکړي.

دې سازمان په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "طالبان باید په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د بسټیزو حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي."

د اوسلو په غونډه کې د معترضو نجونو او ښځو په استازولۍ ګډون کوونکې هدا خموش هم پر دې ټینګار کوي چې طالبان باید نیول شوې نجونې هر څه ژر خوشې کړي.

که څه هم د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل، دا موضوع به وڅېړي او معلومه به کړي چې دا نجونې څه ډول نیول شوي او چېرته دي، خو اوس د دوی د حکومت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني د دې معترضو نجونو نیول ردوي.

آرشیف- په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې
آرشیف- په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې

هغه ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د هېچا کور ته نه ننوځي او هېڅ یوه ښځه یې نه ده نیولې. دا راپورونه بې‌بنسټه دي. اسلامي امارت روښانه وايي چې نه داسې کومه اراده لري او نه یې داسې کوم کار کړی. دا د هماغو شومو پلانونو برخه ده چې غواړي اسلامي امارت په نړۍ کې بدنام کړي. "

په افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمېدو وروسته، نجونې او ښځې د کار، زده‌کړې او ان تګ راتګ پر مهال له نوېو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوي چې پراخ غبرګون یې را پورته کړی دی.

د دې محدودیتونو پر وړاندې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې نجونو او ښځو اعتراضونه او لاریونونه هم کړي چې په یو شمېر سیمو کې د طالبانو له تاوتریخوالي او کرکجن عکس‌العمل سره مخ شوي.

XS
SM
MD
LG