یو شمېر نارینه او ښځینه ورزشکاران چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې د افغانستان لپاره د ویاړ ګټلو په موخه خولې تویې کړي، اوس ادعا کوي چې د جمهوریت له سقوط وروسته، د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ، د خپلو رژېدلو هیلو په ویر ناست دي.
دې وضعیت تر ډېره ښځینه ورزشکارانې اغېزمنې کړي.
په افغانستان کې دا ورځې ډېر کم لیدل کېږي چې ښځینه ورزشکارانې په تخنیکي ډول تمرینات وکړي.
له طالبانو وېره او د کورنیو لهخوا یې مخنیوی، هغه دوه لاملونه دي چې د ښځو د ورزش مخه یې ډب کړې ده.
یوه ښځینه لوبغاړې چې ۱۰ کاله یې په هنډبال، بایسکل چلوونې، ځغاستې او پنګ پانګ لوبو کې د افغانستان لپاره لوبې کړي وايي، وروستیو کې یې ۳۰۰ ښځو او د نارینهوو ۱۵ ټیمونو ته تمرین ورکاوه، خو د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته یې، ټولې هڅې په اوبو لاهو شوې.
دا مېرمن د سرپل اوسېدونکې ده، خو ورته د پېښو ګواښونو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته یې، نه یوازې دا چې شاګردانې چې نجونې او ښځې وې، تمرین ته نه دي راغلې، بلکې دا هم خپلو نارینهوو شاګردانو ته د شته محدودیتونو له امله د تمرین ورکولو اجازه نهلري.
نوموړې زیاتوي: "د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د نارینهوو ورزشي فعالیتونه په یو شمېر برخو کې روان دي، خو په سرپل کې د ښځو ورزشي فعالیت درېدلی دی. ښځینه لوبغاړو ته یې کورنۍ د امنیتي ستونزو له امله د تمرین اجازه نه ورکوي."
د نجونو او ښځینه ورزشکارانو دغه روزونکې د لوبغاړو له خراب رواني وضعیت هم خبره ده او وايي، ډېرو لوبغاړو یې د امنیتي ګواښونو له امله خپل کورونه بدل کړي دي او ان په افغانستان کې د خپل شتون څخه انکار کوي، هغه ادعا چې طالبان یې بېبنسټه بولي.
د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، دوی د ښځو او نارینهوو د ورزش پر وړاندې کوم خنډ نه ویني: "ورزش د روغتیا لپاره ګټور دی او په اسلام کې هم کومه ستونزه نه لري، نه ښځو ته زموږ د وزارت له لوري څه ویل شوي او نه هم نارینهوو ته. دواړه کولی شي ورزش وکړي، موږ ورسره کومه ستونزه نهلرو."
خو داسې نجونې او ښځې هم شته چې د ورزش مینې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په پټه تمریناتو ته مجبورې کړي.
لیلا کابل کې اوسېږي. جوجیټسوکاره ده او ۷ کلنه تجربه لري.
د هغې په خبره، تر ټولو لویه ستونزه یې د ښځو لپاره د لوبغالو بندېدل دي، خو بیا هم له دې سره له هغو ۲۰۰ ښځو۵۰ تنه اوس هم په یوه لوبغالي کې د طالبانو له دیده پټ تمرینات کوي.
نوموړې وايي: "اوس زموږ ستونزه دا ده، که له امارت څخه څوک راشي او وویني چې زموږ کلپ پرانستی دی، شاید یوه ستونزه جوړه شي. اوسمهال یو له هغو لاملونو چې موږ پرمختګ نه کوو، لوبې نه دي، بلکې یو ګواښ چې خلک نه شي کولای د خپل پرمختګ په اړه فکر وکړي. "
د طالبانو د المپیک د ملي کمېټې او بدنې روزنې ریاست ویاند دادمحمد ناوک بیا د ښځو د ورزش د راتلونکي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ښځو د ورزش په اړه موږ خپلې ښځینه کار کوونکې هم راغوښتې وې چې حاضري لاسلیک کړي او ان د دوو درېیو میاشتو معاش هم ورکړل شوی دی. موږ کوښښ کوو چې په ټولو برخو کې فعالیت ولرو او بې له کوم تبعیض او تعصب ورزش ولرو. "
دا یوازې ښځینه ورزشکارانې نه دي چې د خپلو ستونزو او محدودیتونو په اړه غږېږي، بلکې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته، نارینه هم د ورزش په برخه کې له لوړو ژورو سره مخ دي.
د بهرنیو لوبو لپاره د سفرونو بندښت، د الوتنو بندیز، د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل، د لوبغاړو لپاره د ویزو نه ورکول، د لوبغاړو د ملاتړ لپاره د نړیوالو فډراسیونونو له اکاونټونو د پیسو په اخیستو کې محدودیت او په یو شمېر ورزشي څانګو کې له تمرینونو لېرې والی، هغه ستونزې دي چې اوسمهال ورسره نارینه ورزشکاران هم مخ دي.
حشمت د ګلف لوبې لوبغاړی چې له هېواده بهر یې هم سیالیو کې ګډون کړی، خو له تېرو ۴ میاشتو راهیسې تمرین نه دی کړی.
هغه وايي، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ګلف میدان په تفریحځای بدل کړ او هلته د خلکو له ننوتلو د ټکټ پیسې اخلي، خو لوبغاړو ته د دننه کېدو اجازه نه ورکوي.
د ګلف میدان په کابل کې د قرغې بند ته نږدې دی.
حشمت وايي: "ټول په خپلو کورونو کې دي، فډراسیون هم بند دی. میدان امارات نیولی. نور د ګلف د لوبغاړو لپاره څهنهشته. وړاندې مو تمرین کاوه، ښځینه لوبغاړې هم راتلې، اوس ۵ میاشتې کېږي هیڅ فعالیت نه لرو. "
خو د طالبانو د المپیک د ملي کمېټې او بدنې روزنې ریاست ویاند دادمحمد ناوک بیا دا ادعا ردوي او وايي، د ټولو لوبو او څانګو فعالیتونه روان دي.
له دې ټولو سره- سره، د لوبغاړو یو شمېر روزونکي او خپله لوبغاړي، ان هغه کسان چې دې راپور کې یې له موږ سره خبرې کړي، په دې باور دي چې ډېری ښځینه او نارینه لوبغاړي، په افغانستان د طالبانو له واکمنېد وروسته، له هېواده ووتل.
له دوی د فوټبال د ښځو لوبډله غوره بېلګه ده چې اوس یې لوبغاړې په بریتانیا کې مېشتې دي.
دوی دا هم وايي، که ښځو ته د طالبانو لهخوا د ورزش زمینه هم برابره شي او کورنۍ هم د نجونو او ښځو د ورزش مخه و نه نیسي، د ورزش په برخه کې د ظرفیتونو کمی به دومره ژر هغه تشه ډکه نه کړي چې په دې وروستیو افغانستان ورسره مخ شو.