په افغانستان کې د نسبي امنیت وروسته اوس هغه خلک چې لسیزې یې د ځینو ولایتونو او سيمو د لیدو ارمان درلود ښايي دغه ارمان یې په واقعیت بدل شي.
هغه خلک چې وروسته له زیاتو کلونو یو شمېر ولایتونو ته په سفر تللي وايي، افغانستان د رنګارنګ ښکلاګانو وطن دی.
د دوی په خبره، له پخوا اوس خلک ډېر لېواله دي چې په سفر لاړ شي.
له کابله جوزجان ته تللی روح الله تلاش وايي، په لومړي ځل يې دغه ولايت وليد: "د چکر انګېزه او دغه ولايت ته سفر له هغې وروسته را پيدا شوه چې کله افغانستان کې سياسي بدلون رامنځته شو، موږ يو څه د نسبي امنيت احساس وکړ او له ملګرو سره مو مشوره وکړه چې ځينو ولايتونو ته په سفر لاړ شو، ځينو ځايونو کې چې بلد نه و د ګوګل مېپ څخه په استفادې مو لاره ځان ته پيدا کوله."
د ښاغلي تلاش په وينا، که څه هم اقتصادي ستونزو خلک سخت ناهیلي کړي، خو بيا هم نسبي امنيت د چکر او سفر زمينه زياته مساعده کړې.
له بلې بيا خوا سباوون مومند چې خپله يو شخصي يوټيوب چينل هم لري وايي، د سياسي بدلون وروسته یې تر دا مهاله ۱۲ ولايتونو ته سفر کړی.
هغه وايي، که څه هم داعش ګواښ دی، خو بيا هم د سفر لپاره له بل هر وخت څخه اوس زیاته زمينه برابره ده: "تر دا مهاله مې د سياسي بدلون وروسته هغه ولايتونو ته چې تک له خطر ډک وی سفر کړی، دغه ولايتونه لوګر، کاپيسا او بغلان دي، زه په لومړي ځل هغه ولسوالۍ ته لاړم چې تر اوسه ورته کومه رسنۍ په ازاده نه شو ورتلای، د کاپيسا ولايت تکاب ولسوالۍ و، هلته خلکو ويل چې له تېرو دوو مياشتو په ژوند پوه شوی د ارامښت احساس کوي."
په داسې حال کې چې طالبان داعش د ځان پر وړاندې ګواښ نه بولي، خو دغې ډلې له تېرو څو مياشتو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې خونړي بريدونه ترسره کړي.
سره له دې چې ډېری خلک اوس د سفر لپاره چاپيريال تر هر بل وخت ښه ګڼي، خو د لارو خرابوالی، د کرايو لوړ قيمت بيا هغه ستونزې يادوي چې ځينې کسان نه شي کولای په سفر لاړ شي.
خو يو شمېر ټرانسپورټي شرکتونه دغو ستونزو ته په کتو د خلکو د سفر لپاره ځينې اسانتياوې رامنځته کړي.
د دوی له ډلې يو یې هم( بُبر) دی.
دغه ټرانسپورټي شرکت چې د خپلو ټکسيو له امله مشهور دی، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
دغه ټرانسپورټي شرکت د هغه کورنيو او يا کسانو لپاره چې غواړي د افغانستان ګوټ ګوټ ته په سفر لاړ شي د سفر امکانات برابروي.
د دې شرکت اجرایيوي مشر حفيظ الله شجاعي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، بُبر اوس مهال د افغانستان هر ځای ته کولای شي سفر وکړي: "زموږ قيمتونه د بازار په نرخ دي، زموږ يو شمېر خلکو چې ځينو ولايتونو ته سفر کړي، کومې کرايې چې ورکړي همغه کرايه موږ هم ترې اخلو، خو زموږ فرق دا دی چې موږ د يو ولايت ښکلې سيمې په نښه کوو بيا د همغې په اندازې له خپل مشتري پېسې یو څه ډېرې اخلو."
د ښاغلي شجاعي په وینا، په هېواد کې نسبي ارامتیا د دې لامل شوې چې ډېر خلک سفر وکړي او شرکت د دې فرصت په لاس کې لري چې د سیاحت د ودې لپاره نوې لارې لټوي.
خو په افغانستان کې يوازې دغه چاره په غوړېدا ده، له بلې خوا د ښوونځیو دروازې لا هم د یو شمېر نجونو پر مخ تړلې دي، یو شمېر ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي، بشري حقونه د نړیوالې ټولنې له پوښتنو سره مخ دي او مرسته ورکوونکي په پرله پسې ډول په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتیدو خبرداری ورکوي.